د لبنان د حزب الله غورځنګ صبر په ختمیدا دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي «محمود قماطي» د خپل هیواد پرضد حقیقي خطرونو ته په اشارې سره د مقاومت غورځنګ د صبر د ختمیدا په هکله خبرداری ورکړ.
هغه وویل د لبنان حزب الله غورځنګ به هیڅکله له خپلو وسلو او د مقاومت د رول له لوبولو لاس وانخلي.
د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي «محمود قماطي» د لبنان د موجودیت او د بقا پرضد د حقیقي خطرونو د شتون په هکله خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه د حزب الله ځواکونه به د لیتاني سیند په جنوب کښې د سیوري په شان پاتې شي.
قماطي له هر ډول میداني بدلونونو سره د مقابلې لپاره د حزب الله چمتووالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ که چیرې د مقاومت صبر ختم شي نور به له هیڅ چا سره بحث ونکړي.
مخکې د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن چینل ادعا کړې وه چې د دغه رژیم پوځ د لبنان په جنوب کښې د جنګ د پیلولو لپاره چمتو کیږي او د حملې لپاره یې د حزب الله مرکزونه په ګوته کړي دي.
دغه صهیونیسټي رسنۍ دغه راز ادعا وکړه چې د اسرائیلو رژيم په نږدې راتلونکي کښې د لبنان په جنوب کښې د پراخې حملې لپاره چمتو کیږي.
دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژيم خارجه وزیر «ګدعون ساعر» تیره ورځ ادعا وکړه چې له لبنان سره د دغه رژیم اختلافات ساده او د حل کیدا وړ دي.
هغه ادعا وکړه چې په حزب الله برید سره د لبنان د واکمنۍ خلاف ورزۍ نه کوو.