قالیباف:: د میلیونونو خلکو شتون د بهرنیو دسیسو مخه ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169494-قالیباف_د_میلیونونو_خلکو_شتون_د_بهرنیو_دسیسو_مخه_ونیوله
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مشر ، په ټول هیواد کې د خلکو د لویې غونډې ستاینه او ټینګار یې وکړ چې د ایران ملت، په بصیرت او هوښیارۍ سره، بهرنۍ لاسوهنې او ترهګریز فعالیتونه شنډ کړل.
(last modified 2026-01-13T04:16:10+00:00 )
Jan 13, 2026 08:44 Asia/Kabul
  • قالیباف:: د میلیونونو خلکو شتون د بهرنیو دسیسو مخه ونیوله

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مشر ، په ټول هیواد کې د خلکو د لویې غونډې ستاینه او ټینګار یې وکړ چې د ایران ملت، په بصیرت او هوښیارۍ سره، بهرنۍ لاسوهنې او ترهګریز فعالیتونه شنډ کړل.

"محمد باقر قالیباف نن  د پارلمان په څرګنده  غونډه کې د مرغومي د ۲۲ په یوم ا... کې  د میلیونونو خلکو شتون ته په اشارې سره وویل: له غوښتنو او نیوکو سره سره، د ایران ملت په مسؤلیت سره صحنې ته ننوت او په  خپل مقاومت سره یې "بهرني" لاس له هیواد ه پرې کړ.

قالیباف دا ورځ د انقلاب په تاریخ کې د سرو زرو پاڼه وګڼله او زیاته یې کړه: دې شعوري حضور وښودله چې خلک تل د بحران په وخت کې د هیواد د امنیت او خپلواکۍ مدافعین دي.

د ایران د اسلامي شورا رییس ټینګار وکړ چې پارلمان ځان مکلف ګڼي چې د خلکو د ژوند او اقتصادي ستونزو د حل لپاره خپله هڅه وکړي.