روسیه او چین هیوادونه د ګرینلینډ لپاره ګواښ نه دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وینا ته په غبرګون کښې چې مخکې یې ادعا کړې وه روسیه او چین د ګرینلینډ د ترلاسه کولو کوشش کوي وویل ماسکو او پیکینګ تراوسه د ګرینلینډ د نیولو په هکله هیڅ ډول ګواښ نه دی کړی.
ټرامپ له دې مخکې او له اروپايي هیوادونو سره د امریکا له ژبنیو شخړو سره په یووخت ویلي وو ناټو باید ګرینلینډ ته د واشنګټن د لاسرسي لپاره چې د ډانمارک تر واکمنۍ لاندې یوه جزیره ده لاره هواره کړي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ یوځل بیا ادعا وکړه که چیرې واشنګټن ګرینلینډ جزیرې ته لاسرسي ونلري نو روسیه او یا چین به دغه کار وکړي او زه اجازه نه ورکوم چې دغه پیښه رامینځته شي.
په همدې ارتباط د ګرینلینډ جزیرې لومړي وزیر «ینس فریډریک» د ډانمارک تر واکمنۍ لاندې د دغه کورواکه جزیرې د سیاسي حالت د ساتلو په هکله ګروهنه څرګنده کړه.
د امریکا دیکتاتور او بې منطقه ولسمشر ډونالډ ټرامپ همیشته زیات دروغ وايي او نورو هیوادونو ته ګواښونه کوي او بریدونه ورباندې کوي.