د ایران اسلامي جمهوریت به هرډول تیري ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169612-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_به_هرډول_تیري_ته_غاښ_ماتونکی_ځواب_ورکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي «امیر سعید ایرواني»وویل مونږ نه تاوتریخوالی او نه جنګ غواړو خو که چیرې تیری وشو نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو.
(last modified 2026-01-16T06:57:04+00:00 )
Jan 16, 2026 11:23 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت به هرډول تیري ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي «امیر سعید ایرواني»وویل مونږ نه تاوتریخوالی او نه جنګ غواړو خو که چیرې تیری وشو نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا غونډې ته په وینا کښې وویل چې د امریکا لخوا د ایران د حالاتو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې وربلل شرمونکي خبره ده.

هغه وویل ایران د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په اتمه او لسمه نیټه له داعش ډوله ترهګرۍ سره مخامخ شوی و.

امیر سعید ایرواني وویل چې د ایران د مدني ټولنې د استازیو په نوم د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا او د اسرائیلو اجنډا وړاندې شوه.

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي امیر سعید ایرواني وویل ایران له ډيپلوماټیکو لارې د مسائیلو حل کیدل غواړي او که چیرې کوم هیواد نیغ په نیغه یا په غیر مستقیم ډول تیری وکړ نو ایران به سخت او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.