امریکا او اسرائیل په ایران کښې د بلواو مسوول دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د کولمبیا پوهنتون د اقتصاد استاد پروفیسر جیفرې ساکس(Jeffrey Sachs) په ایران کښې د تیرو ورځو د بلواو مسوول امریکا او د اسرائیلو رژیم وبلل.
پروفیسر ساکس وویل چې د امرکیاطرفداره او په پیسو اخیستل شوې میډیا او رسنۍ دغه خبره کوي چې د ایران حکومت په اقتصاد باندې خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د کولمبیا پوهنتون د اقتصاد استاد پروفیسر جیفرې ساکس زیاته کړه چې د امریکا رسنۍ دغه خبره ولې نه کوي چې په اصل کښې د ایران د اقتصاد تباه کونکي په خپله امریکا ده.
هغه وویل د امریکا رسنۍ همیشه خلکو ته دغه دروغ وايي چې د ایران حکومت په خپلو خلکو باندې ظلم کوي.
د امریکا دغه پروفیسر وویل د اسرائیلو او د امریکا اصلي مقصد دا دی څومره چې یې وس وي د ایران د خلکو ژوند خراب کړي او هدف یې په ایران کښې د نظام بدلول دي.
بلې خوا د پاکستان د نړیوالو چارو کارپيژاند او ستر شخصیت «سناتور سید مشاهد حسین» د امریکا د پوهنتون د استاد پروفیسر جیفرې ساکس د خبرو په ستائیلو سره وویل چې د ایران په هکله د لویدیځو هیوادونو میډیا او رسنۍ دومره کمزوري ، جعلي او په پیسو اخیستل شوې ده چې هغوې د حقیقت له بیانولو څخه انکار کوي.