د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا پریکړه لیک سیاسي دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په جینیوا کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ایران په هکله د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا پریکړه لیک سیاسي او مردود وباله.
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د ایران اسلامي جمهوریت د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا ځانګړې غونډه او د هغې ادعايي نتیجه ښکاره سیاسي اقدام او د بشري حقوقو لپاره له حقیقي اندیښنې څخه کاملا خالي ګڼي او هغه ردوي.
د ایران دغه بیانیه زیاتوي د دغه اقدام بنسټګران هیڅکله په رښتیوني ډول د ایران د خلکو د حقونو په هکله اندیښمن نه دي ګني دوې به غیر انساني بندیزونه نه لګول کوم چې په جدي ډول د بنیادي حقوقو خلاف ورزۍ کوي او د اسرائیلو رژیم په تیریګر جنګ چې هغه د سخا کار په توګه یاد شوی دی او د ایران څه د پاسه پينځه زره کسان یې وژلي او ژوبل کړي دي سترګې نه پټولی.