امریکا له ایران اسلامي جمهوریت سره ښې خبرې لرلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170452-امریکا_له_ایران_اسلامي_جمهوریت_سره_ښې_خبرې_لرلي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ټرامپ په عمان کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره خبرو اترو ته د واشنګټن په لومړي غبرګون کښې وویل:له ایران سره مو ښې خبرې لرلي دي.
(last modified 2026-02-07T02:39:52+00:00 )
Feb 07, 2026 06:17 Asia/Kabul
  • امریکا له ایران اسلامي جمهوریت  سره ښې خبرې لرلي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ټرامپ په عمان کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره خبرو اترو ته د واشنګټن په لومړي غبرګون کښې وویل:له ایران سره مو ښې خبرې لرلي دي.

ټرامپ له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ له ایران سره ښې خبرې لرلي او هغوې واقعا د موافقې غوښتونکي دي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل ایران زیات د موافقې غوښتونکی دی باید وګورو هغه توافق څه دی او فکر کوم داسې ښکاري چې ایران غواړي موافقې ته ورسیږي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ چې تل ګډې وډې خبرې کوي ادعا وکړه مخکې ځل هغوې فیصله وکړه چې توافق ونکړي خو احتمالا دا ځل فرق لري باید ووینو د تیر ځل په نسبت به متفاوت وي.

هغه وویل راتلونکی اونۍ به د ایران په هکله بله غونډه وشي او له ایران سره د توافق لپاره  کافي وخت لرو.

ټرامپ د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام په هکله د واشنګټن د ادعاګانو په تکرارولو سره وویل ایران به اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل هغه څه چې ضروري دي له ایران سره لومړۍ ترسره شي د اټومي وسلو نه لرل دي.

که چیرې ایران هماغه اول شی چې اوس یې وړاندیز کوي وړاندیز کولای له هغه سره مو موافقت کاوه.

هغه په عین حال کښې ادعا وکړه که چیرې ایران ونشي کولای له امریکا سره موافقې ته ورسیږي نو ډیرې بدې پایلې به ولري.

دغه راز د امریکا بې منطقه او سرزوري او دروغجن ولسمشر ټرامپ په هغو هیوادونو باندې چې له ایران سره تجارت کوي د پینځویشت فیصده تعرفو د لګولو حکم هم لاسلیک کړ.

امریکا په نوروهیوادونو د بندیزونو د لګولو مرض او ناروغۍ لري او په نورو هیوادونو جنګونه هم ورتپي.