ګوترېش په جنوبي سوډان کې د تاوتریخوالي دوام غندلی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په جنوبي سوډان کې د تاوتریخوالي دوام غندلی او ویلې یې دي چې دغه بحران د میلیونونو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
ګوتېرېش ویلي چې په سویلي سوډان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د نښتو دوام، بریدونو او امنیتي محدودیتونو د مرستې رسونې عملیات ټکني کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې د ډسمبر له وروستیو تر اوسه لږ تر لږه ۱۱ روغتیايي مرکزونه په نښه شوي او د حیاتي خدماتو د وړاندې کولو بهیر ګډوډ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې یوازې تېره اوونۍ څو لویې پېښې چې پکې د خوړو نړیوال پروګرام پر کاروانونو پرلپسې بریدونه، د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوايي برید او د ماشومانو د ژغورنې موسسې دفتر او روغتیايي مرکز ته اور اچول شامل دي.
ګوتېرېش دا اقدامات د «نه منلو» وړ ګڼلي او د تاوتریخوالي د سملاسي درېدو غوښتنه یې کړې ده.