د روسیې له ولسمشر سره د خبرو اترو وخت رارسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170532-د_روسیې_له_ولسمشر_سره_د_خبرو_اترو_وخت_رارسیدلی_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چیک جمهوریت لومړي وزیر «اندری بابیش»په اوکراین کښې د سولې د ټینګیدا پرضرورت باندې ټینګار سره وویل د اروپايي هیوادونو مشران باید د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د حل لارې د موندلو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې اترې پیل کړي.
(last modified 2026-02-09T06:49:51+00:00 )
Feb 09, 2026 11:16 Asia/Kabul
  • د روسیې له ولسمشر سره د خبرو اترو وخت رارسیدلی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چیک جمهوریت لومړي وزیر «اندری بابیش»په اوکراین کښې د سولې د ټینګیدا پرضرورت باندې ټینګار سره وویل د اروپايي هیوادونو مشران باید د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د حل لارې د موندلو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې اترې پیل کړي.

هغه په دې خبرې سره چې د اروپايي هیوادونو مشرانو همدا اوس د روسیې له ولسمشر پوتین سره د خبرو اترو د څرنګوالي په هکله مذاکرات پیل کړي دي وویل ولې له دې مخکې هغه وخت چې د پولینډ لومړي وزیر «ویکتور اوریان»د اوکراین له ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي» او د روسیې له ولسمشر «ولادیمیر پوتین» سره کتنه وکړه نو ټولو دغه چاره غندله.

د چیک جمهوریت لومړي وزیر «اندری بابیش» دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د اروپا د لوې وچې د مهمو هیوادونو مشران د دې جوګه دي چې د روسیې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي وویل اروپايي هیوادونه باید د اوربند د ټينګیدا لپاره د ضروري شرط په توګه له ماسکو سره نیغ په نیغه خبرې اترې له سره پیل کړي.

هغه په پاې کښې دې ته په اشارې سره چې اروپا په یوازې ځان په اوکراین کښې د جنګ د بندولو جوګه نه ده جوته کړه:د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ به په دغه بهیر کښې ټاکونکی رول ولري.