ایران به د یورانیمو د پخولو له حق څخه تیر نشي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي»وویل مونږ به له امریکا سره په خبرو کښې د یورانیمو د پخولو له حق څخه تیر نشو.
هغه په تهران کښې په یو لړ دستورو کښې وویل ایران به د امریکا لخوا د جنګ له خبرداریو څخه ونه ویریږي او په سیمه کښې د امریکا د عسکرو له دیره کیدا څخه هیڅ ویره نلرو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل هیڅوک حق نلري چې زمونږ په دریځ باندې نیوکه وکړي او زیاته یې کړه هغوې زمونږ له اټومي بم څخه ویریږي دا په داسې حال کښې دي چې مونږ اټومي بم نه جوړوو.
امریکا ، اسرائیلو او اروپايي هیوادونو له تیرو کلونو راهسې چټي پلمې جوړې کړي دي او ایران د اټومي وسلو په ترلاسه کولو تورنوي.
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اټومي وسلو جوړول او لرل حرام ګڼلي دي او ویلي یې دي چې ایران به هیڅله اټومي وسلې جوړې نکړي.