د ایران اسلامي جمهوریت په جدي ډول له امریکا سره خبرې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170578-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_په_جدي_ډول_له_امریکا_سره_خبرې_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په مصر کښې د ایران د ګټو د ساتونکي دفتر مشر «مجتبی فردوسي پور» ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په جدي ډول له امریکا سره خبرې کوي وویل د ایران د اټومي مسلې په هکله د ډيپلوماټیکو حل لارو هیڅ ځای ناستی نشته.
(last modified 2026-02-10T02:35:14+00:00 )
Feb 10, 2026 04:15 Asia/Kabul
  •  د ایران اسلامي جمهوریت په جدي ډول له امریکا سره خبرې کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په مصر کښې د ایران د ګټو د ساتونکي دفتر مشر «مجتبی فردوسي پور» ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په جدي ډول له امریکا سره خبرې کوي وویل د ایران د اټومي مسلې په هکله د ډيپلوماټیکو حل لارو هیڅ ځای ناستی نشته.

هغه په دې خبرې سره چې ایران د خبرو اترو میز یا سیاسي حل لاره نه ده  پریښودلې وویل مونږ په دې هکله جدي یوو او په غیر مستقیمو خبرو کښې مو ګډون وکړ او د خبرو اترو شپږم پړاو ته نږدې وو چې له بده مرغه د امریکا او د  اسرائیلو لخوا په ایران باندې حمله وشوه.»

په مصر کښې د ایران د ګټه د ساتونکي دفتر مشر مجتبي فردوسي پور  وویل که چیرې اعتماد رامینځته نشي نو خبرې اترې به بې ګټې وي.

په مصر کښې د ایران د ګټه د ساتونکي دفتر مشر «مجتبی فردوسي پور»وویل ضروري ده چې د ایران او د امریکا خبرې اترې دوام ولري او دا ځل خبرې نتیجې ته ورسیږي چې تر ټولو مهم یې لومړۍ د ایران پرضد د ټولو لګول شویو بندیزونو ختمول او ورپسې په راتلونکي کښې د دغو بندیزونو بیا نه لګول ګنل کیږي.