په کاناډا کښې په ډزو کښې لس کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170616-په_کاناډا_کښې_په_ډزو_کښې_لس_کسان_وژل_شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کاناډا په لویدیځ کښې په «ټمبلر ریج (Tumbler Ridge)سیمه کښې په یوه ښوونځي کښې په ډزو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي او اوویشت نور ژوبل شوي دي.
(last modified 2026-02-11T05:32:16+00:00 )
Feb 11, 2026 09:53 Asia/Kabul
  • په کاناډا کښې په ډزو کښې لس کسان وژل شوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کاناډا په لویدیځ کښې په «ټمبلر ریج (Tumbler Ridge)سیمه کښې په یوه ښوونځي کښې په ډزو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي او اوویشت نور ژوبل شوي دي.

دغه پیښه د کاناډا په بریټیش کلمبیا ولایت کښې په ټامبلر ریج سیمه کښې شوې ده او د شپږو کسانو مړي په ښوونځي او دوه نور مړي هم په یوه کور کښې موندل شوي دي.

د دغه ښوونځي کابو سل زده کونکي او کارکونکي روغ رمټ ایستل شوي دي.

د کاناډا پولیسو وویل شکمن کس چې یوه ښځه ده  او ډزې یې کړي دي هم د ژوبلیدا له کبله چې ځان یې په خپله ژوبل کړی و ووژل شوه.