ترجیح ورکوم چې له ایران سره د امریکا موافقه وشي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له «فاکس نیوز» ټيلي ويژن سره په مرکه کښې وویل زه ترجیح ورکوم چې له ایران سره موافقه وشي.
ترامپ په تیرو څو ورځو کښې څو ځله کیږي وايي هغوې( ایران) غواړي موافقې ته ورسیږي.هغوې له هیڅ کس سره خبرو ته تیار نه وو خو له ما سره خبرې کوي.»
د امریکا ولسمشر ټرامپ د خپلو ګډو وډو څرګندونو او ادعاګانو په تکرارولو سره د امریکا د سمندري بیړۍ شتون ته په اشارې سره له استخباراتي ارزونو سره سره د ایران د اټومي توان پرضد د امریکا او د اسرائیلو د دولس ورځني جنګ په هکله ادعا وکړه مخکې ځل مو د ایران اټومي توان له مینځه یوړه.
ټرامپ په دې خبرې سره چې ایران موافقې ته د رسیدا غوښتونکی دی د زیات غوښتنو په تکرارولو سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو هغه په ځلونو رد کړي دي وویل زه وایم ترجیح ورکوم موافقه وشي.دا به یوه ښه موافقه وي ، نه اټومي وسلې ، نه توغندي او نه دغه او نه هغه.»