ایران د اوونۍ په هینداره کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i175306-ایران_د_اوونۍ_په_هینداره_کې
په تېره اوونۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت مهمو پېښو کتنه
(last modified 2026-07-18T08:08:36+00:00 )
Jul 18, 2026 12:35 Asia/Kabul
  • ایران د اوونۍ په هینداره کې

په تېره اوونۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت مهمو پېښو کتنه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په اړه وویل: «موږ باور لرو چې باید د خپل هېواد له هر لوېښت خاورې څخه په عمل کې دفاع وکړو. دا ډول بې‌ادبانه څرګندونې یوازې د هغوی وړ دي، نه د ایران د ولس.»

پزشکیان زیاته کړه: «طبیعي ده چې د دښمن تبلیغاتي څرګندونې به دوام ولري، خو ایا هغوی توانېدلي چې په ډګر کې خپلو موخو ته ورسېږي؟»

د ایران ولسمشر ټینګار وکړ:«په اوسنیو شرایطو کې باید خپل ملي یووالی او کورنی انسجام وساتو.»

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې د انرژۍ له وزیر سرګي تسویلیف سره په لیدنه کې د همکاریو لپاره په سیمه ایزو او نړیوالو چوکاټونو کې د بریکس، شانګهای، اوراسیا او د خزر سمندرګي د ساحلي هېوادونو د ظرفیتونو په یادولو سره وویل: «د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره ګڼ او ارزښتناک فرصتونه شته، چې باید په غوره توګه ترې ګټه واخیستل شي.»

د ایران ولسمشر زیاته کړه:«ایران او روسیه د یو بل ستراتیژیک شریکان او د باور وړ دوستان دي، او د دواړو هېوادونو د ظرفیتونو، سیاسي ارادې او نړیوال دریځ ته په کتو سره، د ګډو پروژو د عملي کېدو بهیر باید لا چټک شي.»

پزشکیان د خپلواکو هېوادونو د تسلیمولو لپاره د فشار او بندیزونو کارولو او یو اړخیزو سیاستونو ته په اشارې سره، وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت، روسیه او د نړۍ نور خپلواک هېوادونه په نورو باندې باندې د ارادې د تپلو هڅې او یو اړخیزپال سیاستونه نه مني او د زورواکو په وړاندې د ساینس، صنعت، اقتصاد او اجرایي چارو په برخو کې ګډې همکارۍ کولای شي د فشارونو او بندیزونو اثرات شنډ کړي او په نړیوالو اړیکو کې د لا عادلانه نظم د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.»

په دې لیدنه کې د روسیې د انرژۍ وزیر هم د ګډو هوکړو د عملي کولو لپاره د مسکو پر جدي هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د هرې پروژې لپاره ځانګړې تخنیکي کاري ډلې جوړې شوې دي او موخه دا ده چې له ګډو همکاریو څخه عملي او ملموسې پایلې ترلاسه کړو، څو وښیو چې ایران او روسیه استراتیژیکې اړیکې په سمې لورې روانې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هېواد ملي امنیت په هرمز تنګي کې د «ایراني ترتیباتو» په ساتلو پورې تړلی دی او دښمن د خپلې ماتې د جبران لپاره فشار راوړي.

قالیباف لیکلي: خو ایران به د خپل ځواک په مټ هېڅکله د دښمن د ارادې د عملي کېدو اجازه ور نه کړي. موږ د نړۍ له ستر مادي ځواک سره په یوې پېچلې جګړه کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي، او زموږ فکر او عمل هم باید همدومره ستر، پېچلی او مقاوم وي.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید پوه شو چې له امریکا سره په یوه بنسټیزه او وجودي جګړه کې یو. د دې جګړې موخه د حق د جبهې د اصلي ستنې په توګه یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپېڅلي نظام نسکورول نه دي، بلکې زموږ د هېواد ټوټه ټوټه کول هم د دښمن د ستراتیژۍ برخه ده، او دا تګلاره تر اوسه نه ده بدله شوې.

د ایران د مجلس رئیس د ایران خلکو ته په خطاب کې وویل: تفاهم‌نامه هغه وخت مانا لري چې مادې یې معتبرې وي او عملي شي. که د ایران اسلامي جمهوریت له دې تفاهم څخه ګټه وانه خلي، نو د داسې تفاهم د رعایت لپاره هېڅ دلیل نه پاتې کېږي. لکه څنګه چې اوس هم لیدل کېږي، د ایران اسلامي جمهوریت وسله‌وال ځواکونه د دښمن د یرغل پر وړاندې د اقداماتو لپاره بشپړه ازادي لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ټولنیزه شبکه ایکس کې په خپور کړي پیغام کې لیکلي: اسرائیل د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو څخه کار اخلي، څو په متحده ایالاتو کې هر هغه غږ خاموښ کړي چې پرې نیوکه کوي.

عراقچي په دوام کې لیکلي: امریکایانو ته تل د بهرني نفوذ په اړه خبرداری ورکول کېږي. نو د اسرائیل د هغې پراخې هڅې په اړه به څه وویل شي چې غواړي د امریکا حکومت وغولوي او داسې یوه اختیاري جګړه کې ښکېل کړي، چې هېڅ پایله او بریا به ونه لري؟

هغه په پای کې لیکلي: دا ټول حقایق به ډېر ژر څرګند شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه پیغام کې د جګړه‌ییزو جنایتونو او د بې‌ګناه خلکو د وژلو له لارې د قدرت د ښودلو لپاره د امریکا هڅو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د ایران ملت نن تر بل هر وخت ډېر متحد او هوډمن دی.

بقایي د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې په هرمزګان باندې د امریکا د تېرې ورځې د برید د امله د شهید شویو عامو وګړو د انځورونو په خپرولو سره ولیکل: امریکا غواړي د ملکي زیربناوو په نښه کولو او د بې‌ګناه خلکو په وژلو سره خپل تش په نامه قدرت وښيي. د امریکا پوځ یو ځل بیا جګړه‌ییز جنایت ترسره کړ او د هرمزګان ولایت پر څو پلونو او استوګنیزو سیمو د بریدونو په ترڅ کې یې اته هېوادوال، چې څلور ښځې، څلور نارینه او دوه معلول وروڼه هم پکې شامل وو، په شهادت ورسول.

بقایي زیاته کړه: «د ایران ملت نن تر هر وخت ډېر متحد او هوډمن دی، څو یرغلګر دښمن له یرغل څخه پښیمانه کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي همداشان په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بل پست کې لیکلي، چې د اهواز د شهید بقایي روغتون، چې د سرطاني ماشومانو د درملنې ځانګړی مرکز دی، د امریکا له هغه برید وروسته تخلیه شو چې د روغتون نږدې سیمه یې په نښه کړې وه.

هغه لیکلي: دا وحشیانه برید، چې په روغتیايي او درملیزو مرکزونو د صهیونیستي رژیم د بریدونو یاد راژوندی کوي، په روغتون کې بسترو ماشومانو ته سخت درد او ویره واړوله او له امله یې ۲۱۱ ناروغان، چې د کیموتراپي تر درملنې لاندې وو، په بېړني ډول تخلیه شول.

بقایي ټینګار وکړ: دا اقدام یو بزدلانه جنایت او د جګړې د جنایت ښکاره بېلګه ده، چې د تر ټولو بې‌ګناه انسانانو، یعنې هغو ماشومانو پر ضد ترسره شوی چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په زړورتیا سره د سرطان په وړاندې مبارزه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پای کې وویل: هغه کسان چې په پرله‌پسې ډول د بشري حقونو په اړه خبرې کوي، خو په قصدي ډول پر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو بریدونه له پامه غورځوي، خپل هر ډول اخلاقي اعتبار یې له لاسه ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر امیرسعید ایرواني، پر ایران د امریکا د وروستیو یرغلګرو بریدونو، د ملکي زیربناوو په نښه کولو او د یو شمېر عامو وګړو د شهادت په تړاو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او سرمنشي ته یو بل لیک واستاوه. ایرواني په خپل لیک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته ویلي:«د امریکا یرغلګر بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند، د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د بنسټیزو اصولو او د زور او د ګواښ د نه کارولو ښکاره سرغړونه ده. همدارنګه، د عامو وګړو او عامه تاسیساتو، په ځانګړي ډول د اورګاډي د حیاتي شبکو پرله‌پسې په نښه کول، جنګي جنایت ګڼل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي ټینګار وکړ: امریکا د خپلو نړیوالو غیرقانوني اقداماتو له امله د رامنځته شویو مرګونو، ټپیانو، د زیربناوو د ویجاړېدو، چاپېریالي زیانونو او ټولو نورو پایلو بشپړ نړیوال مسئولیت پر غاړه لري.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د دغو غیرقانوني پوځي بریدونو دوام د نړیوالې سولې او امنیت، د سمندري تګ راتګ د آزادۍ، د سیمې د ثبات او د فارس خلیج او هرمز تنګي د امنیت لپاره یو جدي او نږدې ګواښ دی.

هغه په خپل لیک کې همدارنګه ویلي: ایران له امنیت شورا څخه په بېړني ډول غواړي، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې لپاره خپل اساسي مسئولیت ترسره کړي، د امریکا د یرغل د پای ته رسولو لپاره اغېزمن او عاجل اقدامات وکړي، او د امریکا د ټولو جدي سرغړونو د حساب‌ورکولو تضمین وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، پر ایران د امریکا د وروستیو بریدونو په تړاو ویلي:

د امریکا ژمنه‌ماتوونکې او جګړه‌غوښتونکې واکمنې ادارې یو ځل بیا له ډیپلوماسۍ سره خیانت تکرار کړ او د منځګړیتوب له بهیر سره په بیا سپکاوي او د خبرو اترو او تفاهم له اصولو څخه په پرله‌پسې سرغړونې سره یې د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم ټولې مادې نقض او بې‌اغېزې کړې. د دغې ژمنه‌ماتونې د ټولو پایلو او عواقبو بشپړ مسئولیت د امریکا د مستکبر رژیم پر غاړه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې همدارنګه د امریکا د پوځ د وروستیو بریدونو په اړه لیکلي:

د امریکا جنایتکار رژیم، په داسې حال کې د ایران د ملت پر ضد یې د سمندري محاصرې اعلان وکړ، چې دا د اسلام‌آباد د تفاهم له مخې د امریکا د یوې بلې ژمنې د نقض ښکاره اعتراف دی، پر ایران یې خپل یرغلونه هم زیات کړل او په ځانګړي ډول یې د ملکي تاسیساتو او زیربناوو په نښه کولو سره ګڼ جګړه‌ییز جنایتونه ترسره کړل.