ورځپاڼو ته کتنه
نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د ایران او امریکا تر مینځ ټکر او بیا له خپلو ګواښونو څخه د ټرمپ د شاتګ په باب لیکنې کړي دي.
د ایران د مطبوعاتو په سر کې د سیاست روز ورځپاڼه را اخلو، دې ورځپاڼې په ایران باندې د یوې پراخې حملې لپاره د ټرمپ وروستیو ګواښونو ته په کتو سره یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی: د امریکا لیونتوب ته د ځواب لپاره یوه ستر پلان چمتو شوی دی.
ورځپاڼه لیکي: د امریکا له لوري د ایران پر ضد له ګواښونو وروسته، د ایران وسلهوال ځواکونه چې له څو میاشتو راهیسې په بشپړ چمتووالي کې دي، وایي د امریکا د هر ډول احتمالي یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره ځانګړي پلان لري.
سیاست روز زیاتوي: ټرمپ، وروسته له هغه چې د ایران پر ضد په جګړه کې خپلو موخو ته ونه رسېد او د هرمز تنګي د اوبلارې، چې د ایران پورې اړوند دی، د بیا پرانیستلو په هڅه کې هم پاتې راغی، اوس هڅه کوي لومړی د لفظي ګواښونو او رسندویې نفسیاتي جګړې له لارې فشار زیات کړي او له هغې وروسته د امریکا ترهګر پوځ ته پر ایران د درنو بریدونو امر ورکړي.
خو ورځپاڼه په دې باور دی چي اوسنیو سیمهییزو شرایطو او هغو درنو زیانونو ته په پام سره چې د ایران پوځ او سپاه د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې د امریکايي ځواکونو اډو او پوځي مرکزونو ته اړولي، د ټرمپ او د هغه د جنګ وزیر ګواښونه تر ډېره د یوې تشې دړکې په څېر ښکاري.
سیاست روز ټینګار کوي چي سره له دې چي د امریکا ګواښونه اوس مهال لافې ښکاري لیکن د ایران وسله وال ځواکونه پوره تیارسئ حالت کې دی څو د دښمن د یرغل په ځواب کې له نوې حیرانوونکې وړتیاو مخکتنه وکړي.
ورځپاڼه په دوام کې لیکي: ټرمپ ګواښ کړی چې په احتمالي نویو بریدونو کې به د ایران بنسټیزې زېربناوې په نښه او بمبار شي، خو ایران هم د متقابلو اقداماتو لپاره ډېرې وسیلې او وړتیاوې لري چې د خپل دښمن پر ضد درانه او ویجاړوونکي ګوزارونه وکړي. امریکا ښه پوهېږي چې د نړۍ تر ټولو مهمې د انرژۍ تأسیسات، چې په عربي هېوادونو او اسرائیل کې موقعیت لري او امریکا پورې اړوند دي، د ایران د دقیقو او ویجاړوونکو توغندیو تر پوښښ لاندې دي.
سیاست روز په پای کې د دغو تاسیساتو لیسټ هم خپور کړی دی.
په عربستان کې د غوار تیلي میدان، د عربستان د ابقیق او خریص تیلي تاسیسات، په اماراتو کې د الرویس پټروکمیکل چنځای او د زاکوم تیلي میدان، د قطر د راس لفان د ګازو تاسیسات، د کویټ د برقان تیلي تاسیسات، د بحرین د ستره پټروکمیکل چڼځای او المعامیر تیلي تاسیسات، او د اسرائیل رژیم د لویاتان او تامار د ګازو تاسیسات. د ایران د احتمالي اهدافو له جملې څخه دي.
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه
دغې ورځپاڼې بیا د ټرمپ د ګواښونو په وړاندې د ایران کلک ځواب ته اشاره کړې ده او لیکلي دي چي د ایران ودرېدنه ځواب ورکړ او امریکا یې شاتګ ته مجبوره کړه.
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلی دی: د ایران اقتدار او برم ځواب ورکړ، نه هرمز تنګی خلاص شو او نه هم باب المندب، بلکې ټرمپ مجبوره شو له خپلو لافو څخه شاته شي.
کیهان لیکي: د ایران په بنیادي تاسیساتو باندې له حملې څخه د ټرمپ شاتګ او د هرمز او بابالمندب د حیاتي سمندري لارو د پرانیستلو په هڅو کې د امریکا ناکامي، یو ځل بیا دا وښوده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د باور وړ مخنیوونکې ځواک پر وړاندې د ګواښ ژبه او یرغل اغېزمنه نه ده. دا وضعیت په سیمه کې د ایران له لورې د ځواک د نوې معادلې د ټینګېدو پایله ده؛ هغه معادله چې واشنګټن او د هغه متحدان اړ باسي میدانې واقعیتونه ومني او له نویو ترتیباتو سره ځانونه عیار کړي.
ورځپاڼه زیاتوي: د امریکا د تشو ګواښونو غر یو ځل بیا «موږک وزېږاوه». قمارباز ټرمپ یو ځل بیا د تسلیمۍ په نښه لاسونه پورته کړل او د ایران پر ضد له خپلې ادعا شوې پوځي پرېکړې پر شا شو، حال دا چې تر دې وړاندې یې په تندو څرګندونو کې ادعا کړې وه چې د ایران پر زېربناوو به درانه ګوزارونه وکړي. خو په ډګر کې هغه څه چې رامنځته شول، د سنتکام په پوځي جوړښت کې بدلون نه و، بلکې د تهران یو پرېکنده پیغام و؛ دا چې د ایران د زېربناوو پر ضد هر ډول ستراتیژیکه تېروتنه به د «ډبرین عصر ته د ستنېدو» د دکترین له مخې او په سیمه کې د امریکا د ترهګرو ګټو په بشپړ فلج کېدو سره ځواب شي.
کیهان لیکي: د ایران د وسلهوالو ځواکونو روښانه پیغام، چې د بېلابېلو لارو ولېږدول شو، د سپینې ماڼۍ د مشر پر پاروونکو چلندونو او تکراري ګواښونو د پای کرښه راوکښله. ټرمپ، چې ګومان یې کاوه د پوځي ګواښ له لارې به ایران شاتګ ته اړ کړي، یو ځل بیا دې پایلې ته ورسېد چې د ایران د اسلامي جمهوریت د باور وړ مخنیوونکی ځواک پر وړاندې له خپلې ادعا څخه د شاتګ پرته بله لاره نه لري.
ورځپاڼه زیاتوي: ټرمپ د یکشنبې ورځې په سهار، د ایران له کلک دریځ وروسته په یوه بیړنیز پیغام کې هڅه وکړه خپله ستراتیژیکه ناکامي د یوه ادعا شوي هوکړې په چوکاټ کې پټه کړي. هغه ادعا وکړه: «ایران او د منځني ختیځ نورو هېوادونو له موږ غوښتي چې هر ډول بریدونه ودروو. ما د نړۍ د راتلونکو ګټو او د یوه بریالي ایران د بقا لپاره ومنله چې برید لغوه کړم، په دې شرط چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږو او د هرمز تنګی سمدستي پرانیستل شي.»
کیهان وړاندې لیکي ټرمپ په داسي حال کې یې دا ادعا کړې ده چې صهیونیستي ورځپاڼې «هاآرتص» د ټرمپ پر دریځ نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «هغه د تشو څرګندونو استاذ دی؛ موضوعات تر وروستي حده رسوي، په دې هیله چې مقابل لوری شاتګ وکړي، او وروسته د نورو لورو په ټینګار شاتګ کوي او خپله ستره بریا اعلانوي!».
د افغانستان هشت صبح ورځپاڼه
د افغانستان د ورځپاڼو په سر کې هشت صبح ورځپاڼه را اخلو چي په دې هیواد کې د هموفیلیا د وینو د ناروغی په هکله یوه راپور خپور کړی دی او د درملو د نه شتون په هکله یې راپور ورکړی دی.
ورځپاڼه لیکي د اتم او نهم فاکټور په نامه د وینو د درملو د نه شتون په خاطر د هیموفیلیا ناروغان هره اوونۍ د پلازما د ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ وي، که یاد درمل موجود وي نو بیا ناروغان هر اوونۍ پلازما تر لاسه کولو ته ضرورت نه پیدا کوي.
هشت صبح زیاتوي: د هیموفولیا یو شمېر ناروغان او د هغوی کورنۍ په کابل کې د وینې په مرکزي بانک کې د فاکتور ۸ او ۹ له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي چې دمګړۍ دغه حیاتي درمل په دغه مرکز کې نه موندل کېږي او ناروغان مجبور دي د خپلې وینې بهېدنې د کنټرول لپاره هره اوونۍ تازه کنګل شوې پلازما ترلاسه کړي.
ورځپاڼه زیاتوي چي فاکتور ۹ د افغانستان په بازارونو کې هم په بشپړ ډول نه موندل کېدونکی دی او فاکتور ۸ یوازې په محدود ډول او په خورا لوړه بیه پلورل کېږي.
دغه ناروغان او د هغوی کورنۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د فاکتور ۸ د اخیستلو توان هم نه لري. د دوی په وینا، د فاکتور ۹ نشتوالي، فاکتور ۸ ته محدود لاسرسي او د مناسبو درملنې د اسانتیاوو نشتوالي، د ناروغانو د درملنې بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی او د پرلهپسې وینې بهیدنې او د دغې ناروغۍ له امله د رامنځته کېدونکو عوارضو خطر یې زیات کړی دی. دوی زیاتوي چې په افغانستان کې د درملنې ډېری پرمختللي میتودونه هم نشته او ډېری ناروغان بهر ته د درملنې لپاره د تګ وس نه لري.
ورځپاڼه زیاتوي: دغه ناروغان او د هغوی کورنۍ له طالبانو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویو بنسټونوغواړي چې په افغانستان کې د فاکتور ۸ او ۹ د دومداره تامین او د هیموفولیا درملنې تخصصي خدمتونو ته د ناروغانو د لاسرسي زمینه برابره کړي.