ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i176400-ورځپاڼو_ته_کتنه
پارس تودی-لومړی به د ایران د اسلامي جمهوریت او ورپسې به د افغانستان مطبوعاتو کتنه وکړو
(last modified 2026-08-10T08:08:17+00:00 )
Aug 10, 2026 12:35 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

پارس تودی-لومړی به د ایران د اسلامي جمهوریت او ورپسې به د افغانستان مطبوعاتو کتنه وکړو

 د ایران د مطبوعاتو په سر کې د سیاست روز ورځپاڼه را اخلو، دې ورځپاڼې بیا د  سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان تر مینځ دفاعې هوکړې ته په اشارې سره د یوه مطلب په ترڅ کې دا پوښتنه یې مطرح کړې ده چي د دې هوکړې هدف څه دی؟

ورځپاڼه وړاندې په عربستان کې د امریکایي ځواکونو حضور او بیا له یمن سره د دې هیواد شخړو ته اشاره کوي او لیکي: په فارس خلیج کې د امریکا د سنتکام د ترهګرو ځواکونو د شتون بنیادي دلیل دا وه چې د سیمې د عربي رژیمونو، کویټ، قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین، عمان او سعودي عربستان څخه ساتنه وکړي، خو په داسي حال کې چي عربو د امریکا د فوځي حضور لپاره په سلګونه میلیارد ډالره لګولي دي او خپله خاوره او خپلې شتمني په واک کې ورکړي دي لیکن د هغوی امنیت تضمین نه شو.

سیاست روز زیاتوي: له یوې خوا ښايي وویل شي چې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ پوځي ائتلاف یو ښه پرمختګ دی؛ ځکه دوی دې پایلې ته رسېدلي چې د خپل امنیت د تأمین لپاره د امریکا پر ژمنو او ادعاوو تکیه نه شي کولای. خو بنیادي پوښتنه دا ده چې د کوم هېواد د ګواښ پر وړاندې امنیت؟

ورځپاڼه لیکي: ترکیه خو خپله د ناټو غړې او د امریکا ملګرې ده، سعودي عربستان هم د امریکایانو تر لاس لاندې دی، وسلې یې امریکایي دي او د یمن د خلګو په خلاف یې جنګ روان کړی او تر اوسه یې اسرائیل رژیم سره هیڅه مقابله نه ده کړې او تر ګل یې ترخه خبره هم نه ده ورته کړې. پاکستان خو خپله ایټمې طاقت دی، او په مسلمانو هیوادونو کې فوځ له ټولو نه طاقت ور دی، هغه هم اسرائیل یا امریکا سره لانجه نه کوي او نه یې کړې ده. نو بیا د دوی فوځي ائتلاف چاته متوجه کیږي؟ د دغو هیوادونو مشران باید دې ته روښانه ځواب ورکړي.

سیاست روز زیاتوي: ایا پاکستان او ترکیه په هغه جګړه کې د ګډون پلان لري چې سعودي عربستان د یمن پر وړاندې پیل کړې ده، څو د دغه هېواد د خلکو پر وړاندې په جنایتونو کې ښکېل شي او د مسلمانانو په وژلو لاس پورې کړي؟

او یا دا چي له امریکا سره د ایران د جنګ په صورت کې چي په عربې هیوادونو کې امریکایي اډې د ایران له خوا وویشتل شي، بیا به دغه درې هېوادونه د خپل پوځي ائتلاف له مخې د ایران پر وړاندې اقدام  وکړي؟

ورځپاڼه په پای کې لیکي دا ائتلاف به هغه وخت خوند کړې وای چي د اسرائیل رژیم په خلاف جوړ شوي وای، بیا به نور هیوادونه هم ورسره یوځای شوي وای.

جوان

دغې ورځپاڼې بیا په خپله سرپاڼه کې د هرمز تنګی په هکله د ایران د خارجه وزیر سید عباس عراقچي خبرو ته انعکاس ورکړی او لیکلي دي: ټرمپ له جنګ څخه د تېښتې د لارې په لټه کې/ د ایران د شرطونو له پوره کېدو پرته هرمز تنګی نه خلاصیږي

د جوان له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچي وايي، د هرمز تنګي په اړه له عمان سره خبرې اترې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي. په همدې حال کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال بیا ادعا کړې چې دواړه لوري د هرمز تنګي په اړه یوه هوکړې ته نږدې شوي او ښايي په راتلونکو ورځو کې دا هوکړه لاسلیک او تنګی پرانیستل شي.

ورځپاڼه وړاندې د عراقچي له قوله لیکي: له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه د تنګي د پرانیستل کېدو په معنا نه ده؛ بلکې د دې تنګي پرانیستل په نورو شرایطو پورې تړاو لري.

جوان زیاتوي: د عراقچي اشاره هغو شرایطو ته ده چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا لخوا ټاکل شوي چي د شنبې په ورځ د امنیت شورا منشي امریکایانو ته بیا ځلې ورپه یاد کړ.

د ورځپاڼې په وېنا، د ایران د ملي امنیت د شورا منشي محمدباقر ذوالقدر دوې ورځې مخکې اعلان کړی دی تر هغه چې امریکا خپل چلند اصلاح نه کړي، د هرمز تنګی به بند پاتې شي.

ورځپاڼه په دوام کې د ایران له خوا د مطرح شویو شرطونو مهمې ټکې یادوي او لیکي: امریکا باید ایران ته نور هېڅ ډول ګواښ ونه کړي او د دې هېواد مقدساتو ته سپکاوی ونه کړي؛ د ایران په وړاندې یرغل او د هغه د متحدانو پر وړاندې جګړه په یمن، فلسطین، عراق او لبنان کې پای ته ورسوي؛ سمندري محاصره ختمه او خپل سمندري او هوايي ځواکونه د ایران له شاوخوا وباسي؛ په ایران د دوو یرغلونو زیانونه په بشپړ ډول جبران کړي؛ او پر ایران لګېدلي ظالمانه او غیرقانوني بندیزونه لیرې او د ایران کنګل شوې شتمنۍ له کوم شرط پرته خوشې کړي.

جام جم 

دغه ورځپاڼه یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی: غربي رسنیو داسي نوې معلومات شوي کړي چي له ایران سره د جنګ څخه د تېښتې لپاره د پنټاګون د هلوځلو ښودونکې دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: د سي‌ان‌ان د درېیو باخبره سرچینو په وینا، د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کین په تېرو څو اوونیو کې د ډونالډ ټرمپ له لوړپوړو سلاکارانو سره په شخصي ناستو کې ټینګار کړی چې واشنګټن باید له ایران سره له جګړې څخه د وتلو یوه لاره ومومي.

ورځپاڼه زیاتوي: د امریکا د فوځ د لوی درستیز په باور، د جګړې د لا پراخولو موجود انتخابونه ښايي اپوټه پایلې ولري او یوازې به د امریکا هوايي ځواک ونه شي کولای هغه اهداف ترلاسه کړي چې د ایران په خلاف د سپینې ماڼۍ له خوا اعلان شوي دي.

جام جم لیکي چي د جنرال کین نظر استثنا نه ده؛ سربېره پر هغه، د امریکا په حکومت کې ګڼ چارواکي او بهرني شنونکي باور لري چې ښايي د ایران د ماتولو یوازینۍ لاره د ځمکنیو ځواکونو په ګډون د یوه پراخ پوځي عملیات ترسره کول وي.

ورځپاڼه زیاتوي چي البته، داسې جګړې ته ننوتل ښايي د زرګونو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په بیه تمامه شي او بریا هم په کښې د اټکل وړ نه ده.

ورځپاڼه په دې مطلب کې یادونه کوي چي پنتاګون تل ټول احتمالي سناریوګانې ارزوي او په دې اړه لازم پلانونه هم لري، خو اوس مهال د حکومت هېڅ چارواکي د داسې سخت اقداموړاندیز نه کوي. له همدې امله، په داسې شرایطو کې چې جنرال کین او نور سلاکاران ټرمپ ته په پرله‌پسې ډول د پوځي اقداماتو د خطرونو او احتمالي معکوسو پایلو خبرداری ورکوي، اصلي تمرکز د بحران څخه د وتلو لپاره د یوې لارې په پیدا کولو باندې دی.

جام جم په پای کې یادونه کوي چي دغه د وتلو لاره باید لږ تر لږه د ټرمپ لپاره یوه سمبولیکه بریا ولري، څو هغه د خپل حیثیت په ساتلو سره وکولای شي دا د امریکا خلکو ته د یوې لاسته راوړنې په توګه وړاندې کړي.

د افغانستان مطبوعات

هشت صبح ورځپاڼه

دغه ورځپاڼه بیا د (د سقوط پنځمه کلیزه؛ طالبانو د رسنیو د ازادۍ پر ضد ۲۰ لارښوونې صادرې کړې) تر عنوان لاندې د بې سرحده خبریالانو یو راپور ته یې انعکاس ور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د بې‌پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو په دې موده کې له ۲۰ ډېرې لارښوونې، فرمانونه او مقررات صادر کړي چې د رسنیو فعالیتونه یې په تدریجي ډول سخت محدود کړي دي.

هشت صبح په دې راپور کې ادعا کوي چي په افغانستان کې پر رسنیو او د خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه له تیت او پرک او شفاهي لارښوونو څخه د طالبانو د حکومت په رسمي سیاستونو بدل شوي دي. ورځپاڼه د د بې‌پولې خبریالانو د سازمان په حواله زیاتوي چي د عمومي لارښوونو ترڅنګ، د طالبانو د حکومت ولایتي فرمانونو هم د رسنیو د آزادۍ د بنسټونو د له منځه وړلو بهیر لا پسې چټک کړی دی.

د افغانستان اطلاعات روز

دغې ورځپاڼې په یوه راپور کې ولیکل: طالبان په هرات کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت ارزونې لابراتوار پرانیست

په راپور کې راغلی دی: د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر خبر ورکړی چې د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت ارزونې یو لابراتوار پرانیستل شوی دی.

د دې راپور له مخې، عبدالغني برادر د دغه لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې له دې وروسته به له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو کیفیت او اعتبار د همدې لابراتوار له لارې ارزول کېږي.

د هشت صبح په وېنا، نوموړي زیاته کړې: «دغه لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې هم فعالیت وکړي. له دې سره به افغان محصولات د کیفیت له پلوه د نورو هېوادونو له محصولاتو سره سیالي وکړي او په نړیوالو بازارونو کې به د باور وړ ځای خپل کړي.»