مطبوعاتو ته کتنه
پارس تودی- د تهران چاپ د نن ورځې ورځپاڼې په بیلابېلو مسائلو منجمله د ایران له وېرې د ټرمپ د تېښتې، هرمز تنګی او د یمن په وړاندې د سعودي د ائتلاف په هکله بېلابېلې لیکنې کړي دي،
د پارس تودی له راپور سره سم، له دې جملې څخه د تهران چاپ جوان ورځپاڼه را اخلو چي په د امریکا د سي ان ان د رسنۍ یوه راپور ته کتنه کړې ده، د راپور عنوان دی: ټرمپ او د ایران د جګړې کړکېچ، له رسوایي نېولې بیا د امریکایي ځواکونو د مورال او روحیې تر کمزورتیا پورې
د جوان په وېنا، سي ان ان د ایران په وړاندې په جنګ کې د ټرمپ د حکومت بحراني حالات او د امریکا لپاره د هغې سختې پایلې ته اشاره کوي او لیکي: له ایران سره جګړه د پیل له لږې مودې وروسته په ډاګه شوه چي دا جنګ په داسي ډول مخته ځي چي هم د ټرمپ او هم د امریکا په ګټه نه ده.
ورځپاڼه لیکي: د ټرمپ پر وړاندې ستونزې د جګړې له ډګر او د خبرو له مېز څخه هم اوښتې او لا زیاتې شوې دي. د جګړې د دوام لپاره یې د هغه وړتیا له ګواښ سره مخ کړې؛ داسې جګړه چې اوس خپلې شپږمې میاشتې ته ننوتلې ده او د امریکا عامه افکار له پیله هم له هغې سره مخالف وو.
جوان زیاتوي چي سيانان په دوام کې د امریکا د حکومت لپاره د یوې سیاسي او امنیتي رسوایۍ جزئیات خپاره کړي؛ چي په ترڅ کې یې تېره میاشت ډونالډ ټرمپ په ترکیه کې په پټه له خپلې ولسمشرۍ الوتکې «ایرفورس وان» څخه وتښتېدی. ټرمپ د دې پټ عملیاتو په ترڅ کې په یوه یخچالي موټر کې یوې کوچنۍ پوځي الوتکې ته ولېږدول شو.
په دې مطلب کې راغلی دی چي دغه اشوا شوې موضوع د غولوونکو معلوماتو د خپرولو لپاره د امریکا د حکومت له لورې د رسنیو د کارولو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې او د ایران د پوځي وړتیاو د له مینځه وړولو په اړه یې د واشنګټن ادعاوې یې هم له پوښتنې سره مخ کړی دی ؛ همدارنګه یې ټرمپ د رسنیو د ملنډو او پوزخند موضوع ګرځولې ده.وړاندې ورځپاڼه لیکي چي وروستي راپورونه هم ښيې په ترکیه کې د ټرمپ د پټ لېږدولو عملیات په رښتیا هم د هغه د موقعیت د پټولو لپاره ترسره شوي وو.
مننه همکار صاحب رابه شو د تهران چاپ سیاست روز ورځپاڼې ته!
دغې ورځپاڼې په خپل راپور کې د یمن او سعودي تر مینځ روانې شخړې او د سعودي له خوا د جوړ شوي ائتلاف چلند ته کتنه کړې ده او لیکلي دي: پر سعودي او د هغه پر مزدورانو د یمن پرلهپسې ځواکمن بریدونه، د سعودي د ۳۹ هېوادونو ائتلاف له جوړېدو مخکې له منځه ولاړ
په راپور کې راغلی دی: په داسې حال کې چې سعودي عربستان د ۳۹ هېوادونو په ګډون د یوه لوی فوځي ائتلاف د جوړېدو خبر ورکړی، پر سعودي عربستان او د هغه پر ځایي مزدورانو د یمنیانو د پیاوړو بریدونو دوام د دغه ائتلاف له وخته مخکې د له منځه تلو نښې څرګندې کړې دي.
ورځپاڼه وړاندې په دې راپور کې د سعودي په خلاف د یمن د انصارا... غورځنګ سختو بریدونو ته اشاره کوي او لیکي چي یوه پوځي سرچینه د حضرموت ولایت د «العبر» په سیمه کې له ریاض سره اړوندو ځواکونو پر مورچلو د انصارا... د غورځنګ د نویو بریدونو خبر ورکړي چي په ترڅ کې ۲۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. همداشان د مأرب ولایت په شمال ختیځ کې د الرویک په دښته کې د سعودي د پوځي پرسونل موټر هم په نښه شوې چي په کښې دوه جګپورې سعودي پوځیان راکان عبدا... الشهري او عبدا... مساعد الطلحي، وژل شوي دي.
ورځپاڼه په دوام کې لیکي: د یمن په لوېدیځ ساحل کې د انصارا... د بریدونو په نتیجه کې له سعودي پورې اړوند دوې بېړۍ چاودلې دي.او همداشان انصارا... په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بالستیکو توغندیو او ډرونونو په وسیله د تعز ولایت المخا بندر هم په نښه کړی دی.
سیاست روز یادو بریدونو ته په اشارې سره لیکي چي د انصارا... غورځنګ د یادو بریدونو سربېره، تر دې دمه د سعودي په مشری فوځي ائتلاف په میداني تحولاتو کې هیڅ کارنده واقع شوې نه ده، او داسي ښکاري چي دغه ائتلاف تر ډېره حده پورې تش په نامه او تبلیغاتي ده او د انصارا... په وړاندې کارندوالې نه لري.
رابه شو د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته
دغې ورځپاڼې بیا د ایران او امریکا تر مینځ د ټکر د ۱۶۸ ورځې تر عنوان لاندې په یوه راپور کې لیکلي دي: زبرځواک په تلکه کې بند شوی، د ایران بې سارې جنګي پلان امریکا یې لالهانده کړې ده.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: د جګړې په ډګر کې د امریکا د بېساري ماتې اسناد او نښې هره ورځ زیاتېږي او د ټرمپ پر حکومت فشارونه لا ډېرېږي. له ایران سره جګړې نه یوازې امریکا ته کومه لاسته راوړنه نه درلوده، بلکې د متحده ایالاتو هغه ستراتیژیکې کمزورۍ یې هم بربنډې کړې چې د یوه زبرځواک تر ظاهري ځواکمنۍ لاندې پټې وې. همدا وضعیت د دې لامل شوی چې ټرمپ او د هغه حکومت په داخل کې له پراخو نیوکو او اعتراضونو سره مخ شي.
کیهان په دوام کې امریکایي رسنیو ته په کتنې سره زیاتوي: د «اکونومیست» مجلې د راپور له مخې، «د ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی؛ ان د هغه د لومړۍ دورې او د بایدن د ولسمشرۍ تر ټولو ټیټې کچې هم کم شوی دی.»
ورځپاڼه زیاتوي چي امریکا ته نږدې د کانګرس اړوند «هیل» وېبپاڼې خبر ورکړی چې ۸۸ سلنه امریکایان باور لري چې امریکا له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته نه ده رسېدلې.
کیهان لیکي په دې شرایطو کې، د ټرمپ د حکومت چارواکي هم د هغه په څېر، د جګړې د بریا پر نهمنل کېدونکې ادعا د ټینګار پر ځای، پر دې ادعا تمرکز کوي چې ایران د سمندري محاصرې لاندې دی او د انرژۍ بازار د مدیریت په حال کې دی.
خو په همدې وخت کې، هره ورځ د امریکا له ستراتیژیکو زېرمو څخه له لسو میلیونو بېرلو ډېر تېل کمېږي او وضعیت د خطر نقطې ته نږدې کېږي.
د کیهان په اند همدا موضوع د هرمز تنګي د مدیریت، د هغه د بیا پرانیستل کېدو او د انرژۍ بازار ته د ثبات د بېرته ستنېدو د ادعاوو د ردولو لپاره پخپله یو نه انکارېدونکی سند دی.
د افغانستان مطبوعا ت
د افغانستان د مطبوعاتو په سر کې د هشت صبح ورځپاڼه را اخلو چي د افغانستان پورې اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته انعکاس ورکړی دی.
دغه ورځپاڼه د امنیت شورا د راپور په حواله لیکي چي د الشباب ځينې جنګیالي له سومالیا څخه افغانستان ته تللي.
هشت صبح زیاتوي چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې د داعش، القاعدې او له دغو ډلو سره د تړلو شبکو د فعالیتونو په اړه ویلي چې د الشباب ډلې ځينو جنګیالیو له سومالیا څخه افغانستان ته سفر کړی دی. د ورځپاڼې په وېڼا، دغه راپور هممهاله خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ګڼو ترهګرو ډلو حضور او د فعالیت احتمال یې لا هم د ګاونډیو هېوادونو او منځنۍ اسیا لپاره دوامداره ګواښ بلل کېږي.
هشت صبح لیکي: الشباب په ختیځه افریقا کې له القاعده سره تړلې مهمه ډله ده. افغانستان ته د دغې ډلې د غړو د سفر یادونه په داسې حال کې کېږي چې د امنیت شورا په راپور کې له سوریې څخه افغانستان ته د نورو ډلو د اړوندو کسانو د تګ راتګ خبر هم ورکړل شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي چي امنیت شورا د خپل راپور په یوه بله برخه کې ویلي چې له افغانستان څخه راولاړېدونکی ترهګریز ګواښ په ټولیز ډول د پام وړ بدلون نه دی کړی. د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په باور، په افغانستان کې د «څو ترهګرو ډلو» د فعالیت امکان لا هم د ګاونډیو او د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره دوامداره ګواښ رامنځته کړی دی.
هشت صبح وړاندې په دې راپور کې یادونه کوي چي که څه طالبان د داعش خراسان څانګې پر وړاندې یې عملیات کوي او د ځینو نورو ډلو د مهارولو هڅه یې هم کړې، خو په نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې د «تروریزم ستونزه» وځپي.
ورځپاڼه زیاتوي: طالبانو ښکاره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون یا د هغوی کوربتوب رد کړی دی. خو د امنیت شورا د ارزونې پر بنسټ، داعش خراسان لا هم طالبانو او د سیمې لپاره ستر ګواښ دی.