ایران په تېره اونۍ کې
په نننۍ مطلب کې د ایران د تېرې اوونۍ پر مهمو سیاسي، اقتصادي، سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو خبرې کوو، چې په کې به د ایران او بنګلهدېش له اړیکو نیولې، له عراق سره د تهران تر امنیتي او سیاسي همکاریو، د امریکا د نویو اقتصادي بندیزونو پر وړاندې د ایران تر غبرګونونو، او له روسیې سره د ګډو اقتصادي او زیربنایي پروژو تر پرمختګونو پورې؛ د ایران د تېرې اوونۍ مهم خبرونه درسره شریکوو.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د بنګلهدېش د درویشتم ولسمشر په توګه د میرزا فخرالاسلام عالمګیر د ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي ویلې او له دغه هېواد سره یې د پخوانیو اړیکو د لا ژورولو او د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د ایران پر چمتووالي ټینګار کړی دی.
پزشکیان په خپل پیغام کې ویلي، د ایران دولت او ملت د بنګلهدېش له ملت سره د پخوانیو اړیکو او ورورولۍ پر بنسټ د اړیکو د ژورولو او د دوهاړخیزو، سیمهییزو او نړیوالو همکاریو د پراختیا لپاره ټینګه اراده لري. هغه د بنګلهدېش نوي ولسمشر ته د دې مهم مسؤلیت په ترسره کولو کې د بریا هیله هم کړې ده.
******
په همدې حال کې د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف عراق ته د ایران د پارلماني پلاوي د درې ورځني سفر په پای کې ویلي، له عراقي لوړپوړو چارواکو سره یې د خبرو فضا د ورورولۍ او صمیمیت ښکارندویه وه.
قالیباف ویلي، دغه لیدنو او خبرو وښوده چې عراق د بهرنیو ځواکونو او بهرني ائتلاف د ځواکونو د وروستي او بشپړ وتلو په درشل کې دی؛ هغه ځواکونه چې د عراق د خاورې او هوا له اشغال څو کاله وروسته لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي.
هغه زیاته کړې، دغه ځواکونه به له عراقه ووځي او د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته به د عراق د خلکو او دولت بشپړه خپلواکي او حاکمیت ټینګ شي، چې دا یو ډېر مهم او اساسي بدلون دی.
قالیباف ویلي، دغه سفر د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري موضوعاتو په اړه له عراقي چارواکو سره د خبرو لپاره ښه فرصت و او په ترڅ کې یې د ایران او عراق ترمنځ د امنیت او سرحدونو د امنیت په برخه کې یو مفصل تفاهملیک هم لاسلیک شو.
****
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکايي چارواکو هغې ادعا ته غبرګون ښودلی چې پر ایران د تاریخ تر ټولو «کمر شکن اقتصادي عملیات» د پلي کېدو خبره کوي.
عراقچي په خپله اېکس پاڼه کې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۱۴ کلونو پخواني پیغام انځور خپور کړی او لیکلي یې دي: ۱۴ کاله مخکې: «د تاریخ تر ټولو فلج کوونکي بندیزونه»؛ ناکام شول. اته کاله مخکې: «اعظمي فشار»؛ ناکام شو. پنځه میاشتې مخکې: «بېقید او شرطه تسلیمېدل»؛ ناکام شول. او نن: «د تاریخ تر ټولو کمر شکن اقتصادي عملیات»؛ دا هم له ماتې سره مخ کېږي.
عراقچي ویلي، دا فلم موږ مخکې لیدلی دی؛ هماغه پخوانۍ کیسه ده، یوازې زورواکي یې بدل شوي دي.
****
د موریتانیا د بهرنیو چارو وزیر محمد سالم ولد مرزوک له خپل ایراني سیال، سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو او د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو په اړه سلا مشورې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ، په ځانګړي ډول د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې، د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی؛ څو د فلسطین د خلکو ملاتړ وشي او د اسلامي نړۍ د ګټو پر وړاندې د صهیونیستي رژیم له دسیسو سره مقابله وشي. د موریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم د اسلامي همکاریو په سازمان کې د ایران پر مهم او اغېزناک رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې غواړي له ایران سره په دوهاړخیزه کچه او د اسلامي همکاریو د سازمان په چوکاټ کې خپلې اړیکې او همکارۍ پیاوړې کړي.
****
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران پر وړاندې د امریکا د نویو اقتصادي بندیزونو په غبرګون کې ویلي، د امریکا د نویو اقتصادي بندیزونو اعلان، یوازې د یوه هېواد پر وړاندې د غیرقانوني «اقتصادي جګړې» له دوام څخه ډېر پراخ اقدام دی.
بقايي ویلي، دغه اقدام د ملګرو ملتونو د ټولو خپلواکو غړو هېوادونو پر وړاندې د امریکا د فرامرزي حاکمیت د تحمیل هڅه بلل کېږي.
هغه ټینګار کړی چې هېڅ دولت حق نه لري، بهرني بانکونه، شرکتونه یا هوايي ډګرونه چې د خپلو هېوادونو تر ځانګړي حاکمیت لاندې دي، دې ته اړ کړي چې له درېیم هېواد سره له مشروع سوداګرۍ ډډه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هغه اقتصادي ډار اچونه چې موخه یې د یوه خپلواک دولت اړ کول وي څو خپل مشروع سیاسي انتخابونه بدل کړي، یو جرم او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا نوي اقتصادي بندیزونه په کلکه غندلي او دا اقدام یې د «اقتصادي ترهګرۍ» او «د بشریت پر وړاندې جنایت» بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د واشنګټن د فشار او بندیزونو سیاست، چې مخکې هم ازمویل شوی او له ماتې سره مخ شوی، د ایران د خلکو پر خپلواکۍ، عزت او ملي حاکمیت د ساتنې پر هوډ هېڅ اغېز نه شي کولی.
****
په مالیزیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي مشوریت په دفتر کې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي، د شهادت د څلوېښتمې ورځې د یاد مراسم، د حضرت امام حسن عسکري (ع) له شهادت سره هممهاله ترسره شول.
په دغو مراسمو کې په مالیزیا کې د ایران فرهنګي سلاکار حبیبرضا ارزاني د اسلامي انقلاب د شهید رهبر یاد تازه کړ او د امام حسن عسکري (ع) د شهادت له امله یې خواخوږي څرګنده کړه. هغه د امامت د مقام، د امام زمان (عج) د پېژندنې د اړتیا او د غیبت په دوران کې د منتظرانو د دندو په اړه وینا وکړه.
په ورته وخت کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د شهادت د څلوېښتمې ورځې مراسم د هند په شمال کې د کارګیل په سیمه کې هم د خلکو په پراخ ګډون ترسره شول. په دغو مراسمو کې ګڼ شمېر علماوو، دیني او ټولنیزو شخصیتونو او سلګونو کسانو ګډون کړی و. ویناوالو د اسلامي انقلاب د شهید رهبر یاد تازه کړ او د هغه د شخصیت، افکارو او مبارزو بېلابېل اړخونه یې وڅېړل او د هغه مقام ته یې درناوی وکړ.
ویناوالو د اسلامي انقلاب شهید رهبر یو پوه، روښانفکر او د آزادۍ غوښتونکی شخصیت وباله او ویې ویل چې د هغه افکارو او دریځونو یوازې پر مسلمانانو اغېز نه دی کړی، بلکې د نړۍ ګڼو غیرمسلمانانو او د آزادۍ غوښتونکو هم د هغه له شخصیت او افکارو الهام اخیستی دی.
****
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي ویلي، امریکا په پوځي جګړه کې له ناکامۍ وروسته اوس د «اقتصادي جګړې» تر عنوان لاندې پر ایران د لا زیات فشار راوړلو هڅه کوي.
هغه دا چلند د امریکا د ناسمو محاسبو پایله او د خپلو تېرو ماتو د پټولو هڅه بللې ده.
غریبآبادي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: دوی ادعا کوي چې ایران د ماتې په درشل کې دی، خو امریکایان له خپلو ټولو متحدانو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
هغه زیاته کړې، ستونزه په هغو ناسمو محاسبو کې ده چې امریکا یې هر ځل د پټولو لپاره خپله لا ستره ماتې رامنځته کوي. پوځي جګړه نتیجه ورنه کړه، اوس یې د بلې ماتې نوم «اقتصادي جګړه» ایښی دی.
****
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، د تهران او مسکو ترمنځ د نړیوال شمال ـ جنوب دهلېز په چوکاټ کې تر ټولو مهمه ګډه طرحه د رشت ـ آستارا د اوسپنې پټلۍ پروژه ده.
هغه ویلي، دواړو لورو د دې پروژې د اجرایي قرارداد پر سر هوکړې ته رسېدلي او د قرارداد د لاسلیک مراسم د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې د ترسره کېدو لپاره تر پلان لاندې دي. کاظم جلالي زیاته کړې، اوس مهال ایران او روسیه د څو مشخصو زیربنایي او اقتصادي پروژو په اړه خبرې او عملي اقدامات روان ساتلي دي.
هغه ټینګار کړی چې د ایران او روسیې همکاري یوازې په سیاسي کچه محدوده نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو پر اجنډا د ترانسپورټ، انرژۍ او زیربناوو مشخصې پروژې هم شاملې دي.
په دې سره د ایران په تېره اونۍ کې ننی مطلب پای ته ورسېد. چې په کې مو د ایران مهم سیاسي، اقتصادي، سیمهییز او نړیوال تحولات له تاسو سره شریک کړل.
تر بل مطلب تاسې په پاک خدای ج سپارو، روغ، جوړ او بریالي اوسئ.