ټرمپ چټیانې نیمګړې پریښودلې او ناڅاپي سپینې ماڼۍ ته ستون شو
پارسټوډې ـ رسنیز راپورونه ښئي چې ډونالډ ټرمپ ناڅاپي د خپلې اونئ په پاي کې چټیانې نیمګړې پریښودلي او سپینې ماڼۍ ته ستون شوی دی.
د مهر په حواله پارستودي راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا خپله رخصتي نیمګړې پرېښودلې او له کمپ ډېوېډ سیلناک مرکزه بیره فوري سپینې ماڼۍ ته ستون شو.
سپینې ماڼۍ د ټرمپ د ناڅاپي بېرته ستنېدو لامل نه دی اعلان کړی، ځکه ټاکل شوې وه چې هغه تر نن یکشنبې پورې په کیمپ ډېوېډ کې پاتې شي.
دغه اقدام وروسته له د ې شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي خبرداریو په خپرولو سره په سیمې کې له خپلو ښاریزو وغوښتل چې هوښیار واوسي او د سفرونو د احتمالي ګډوډۍ لپاره چمتووالی ولري.
دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته شوي چې د یمن د انصارا... مبارزانو د سعودي عربستان په پلازمېنې کې پر یوې مهمې او حساسې سیمې او همدارنګه په ینبع سیمې کې د آرامکو شرکت پر تاسیساتو توغندیز او بېپیلوټه بریدونه ترسره کړل.