د انډونیشیا ولسمشر شعار ورکړی؛ فلسطین دې آزاد شي؛
Sep 20, 2026 12:02 Asia/Kabul
پارسټوډي ـ د انډ،نیشیا ولسمشر د یو لړ مراسمو پر مهال څو ځله د «فلسطین دې آزاد شي» شعار پورته کړ.
د مهر په حواله پارسټوډي راپور ورکړی، د انډونیشیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو پرون د یوه اسلامي ښوونځي د جوړېدو د سلمې کلیزې په مناسبت د خپلې وینا پر مهال څو ځله د «فلسطین دې آزاد شي» شعار ورکړ.
د انډونیشیا ولسمشر وویل چې هېواد ئې باید لا پیاوړی شي، څو له هغو فلسطینيو خوئيندو وروڼو سره مرسته وکړئ شي چې د صهیونیستي رژیم له ظلم او جنایتونو سره لاس او ګریوان دي.
په عین حال کې، په دغو مراسمو کې پراخ شمېر ګډونوالو ددغه شعار څخه هرکلی وکړ او له ولسمشر وروسته یې هغه په لوړ غږ تکرار کړ.
ټیګونه