ماته غوږ شئ/ پرلپسې ۲۱مه خپرونه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178990-ماته_غوږ_شئ_پرلپسې_۲۱مه_خپرونه
درنو لوستونکو!  د ماته غوږ شئ، د حکایتونو د دویم فصل اړوند په عراق کې د امریکا د جنایتونو روایت د شپږمې برخې پرلپسې ۲۱مه لړۍ لوستلو ته مو رابولو.
(last modified 2026-09-29T04:53:12+00:00 )
Sep 29, 2026 09:21 Asia/Kabul
  • ماته غوږ شئ/ پرلپسې ۲۱مه خپرونه

درنو لوستونکو!  د ماته غوږ شئ، د حکایتونو د دویم فصل اړوند په عراق کې د امریکا د جنایتونو روایت د شپږمې برخې پرلپسې ۲۱مه لړۍ لوستلو ته مو رابولو.

کله ناکله جګړه له وروستۍ مرمۍ سره پای ته نه رسېږي. هغه څه چې د جګړې په ډګر کې رامنځته کېږي، کېدای شي یوازې د هغه کړاو پیل وي چې د یوه ملت په ژوند کې کلونه دوام وکړي.

عراق په معاصر تاریخ کې د دې واقعیت له روښانه بېلګو څخه دی؛ هغه خاوره چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا پوځي برید نه یوازې د هغه سیاسي جوړښت بدل کړ، بلکې میلیونونه انسانان یې له تاوتریخوالي، ناامنۍ، بې‌ځایه کېدو او د جګړې له اوږدمهالو پایلو سره مخ کړل.

د عراق د اشغال په کلونو کې د ابو غریب او فلوجه په څېر ځایونو نومونه له خپل جغرافیایي محدوده واوښتل او د دې جګړې د تورو برخو په نښو بدل شول.

په ابو غریب کې د بندیانو د شکنجې او سپکاوي د انځورونو خپرېدو نړۍ له یوه ټکان ورکوونکي حقیقت سره مخ کړه؛ داسې حقیقت چې ښودله یې د آزادۍ او ډیموکراسۍ د شعارونو تر شا داسې انسانان هم وو چې په زندانونو او توقیف ځایونو کې یې حقونه او انساني کرامت نقض کېدل، خو د عراق د خلکو کړاو یوازې د زندانونو تر دېوالونو پورې محدود پاتې نه شو، په ښارونو او استوګنیزو سیمو کې پوځي عملیات، امنیتي پوستې، ډزې او هغه پېښې چې ملکي وګړي پکې ووژل شول، له اشغال وروسته د کلونو د ترخې تجربې بله برخه وه.

فلوجه، حدیثه او د بغداد د نُسور میدان، هر یو د هغو دوسیو یادونه کوي چې د امریکايي ځواکونو او پوځي قراردادیانو د چلند او د ملکي وګړو د ژوند په اړه یې د هغوی د مسؤلیت جدي پوښتنې راپورته کړې.

نن، له هغې جګړې څو کاله وروسته، د دغو پېښو ډېری نور د رسنیو د ورځنیو خبرونو برخه نه دي؛ خو د هغو کورنیو لپاره چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د هغو ماشومانو لپاره چې د چاودنو له غږ سره لوی شوي او د هغو خلکو لپاره چې خپل کورونه او ارام یې د جګړې په منځ کې له لاسه ورکړی، تېر وخت لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

د ماته غوږ شئ، په اوسنۍ خپرونه کې هم د همدې روایت یوې برخې ته ورځو؛ د قربانیانو او هغو دوسیو روایت ته چې ښيي د عراق جګړې، له سیاسي او پوځي پرېکړو ورهاخوا، د دې هېواد پر خلکو څومره دروند لګښت تحمیل کړ.

دا ځل غواړو د جګړې له راپورونو او رسمي روایتونو واوړو او هغو دوسیو ته ورشو چې اصلي قربانیان یې عادي خلک وو؛ له زندانونو او توقیف ځایونو څخه نیولې، تر هغو ښارونو پورې چې د پوځي عملیاتو په ډګرونو بدل شول او هغو کورنیو پورې چې د تاوتریخوالي او ناامنۍ په منځ کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړل.

د نن ورځې د ترخې کیسې د مرور لپاره باید په ۱۹۹۱ کال کې بغداد ته ستانه شو، هلته د العامریه په نوم یوې سیې ته ور ګرځو.

«ابوحسن» موږ هغې شپې ته بیايي چې د دې سیمې ډېرو کورنیو، خپل کورونه پرېښودل او د بمبارۍ څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره هغه پناه‌ځای ته لاړل چې فکر یې کاوه د سیمې تر ټولو خوندي ځای دی. هغه وايي:

په هغو ورځو کې به چې شپه شوه، بغداد نور هماغه پخوانی بغداد نه و.

خلک نه پوهېدل چې بل بمب به چېرته لګیږي، ډېرو به چې تیاره ولګېده، اړین توکي، کمپلې او لږ خواړه له ځان سره اخیستل او پناه‌ځای ته به تلل.

العامریه د سیمې د خلکو لپاره یوازې یو کانکریټي ودانۍ نه وه؛ هغه ځای و چې میندو به خپل ماشومان ورسره وړل، څو شپه په نسبتاً ډاډه زړه تېره کړي.

د العامریه پناه‌ځای د ایران او عراق د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د دفاع لپاره د پناه‌ځای په توګه جوړ شوی و او د هغه پر دروازه هم داسې نښې موجودې وې چې د عامه پناه‌ځای په توګه یې کارېدنه ښودله.

د بشري حقونو د څار د څېړنو له مخې، د بغداد د بمبارۍ له پیل راهیسې د سیمې خلکو به د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره د شپې دغه ودانۍ ته پناه وړله.

د هغې شاوخوا هم استوګنیز کورونه، جومات، هټۍ او یو وړکتون موجود وو.

ابوحسن وايي:

د فبرورۍ د دولسمې نېټې په شپه هم کورنۍ د تېرو شپو په څېر هماغه ځای ته لاړې. ډېرو فکر کاوه چې د پناه‌ځای غټ دېوالونه به یې خوندي کړي. داسې میندې هم وې چې خپل ماشومان یې تر څنګ ویده کړي وو؛ داسې ښځې وې چې د شپې پای ته رسېدو او بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه وې. هېڅوک نه پوهېدل چې څو ساعته وروسته به هماغه ځای چې دوی د مرګ څخه د تېښتې لپاره غوره کړی و، د دوی د مرګ پر ځای بدل شي.

د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په ۱۳مه، د سهار شاوخوا څلور نیمې بجې، د امریکا F-117 پټو الوتکو د العامریه پناه‌ځای په نښه کړ.

پوره دوه دوه ‌زره پونډه هدایت کېدونکې بمونه یې پر ودانۍ وغورځول.

لومړي بم د ودانۍ جوړښت ته ننوت او دویم بم د پناه‌ځای دننه وچاودېد.

د چاودنې شدت او له هغې رامنځته شوې تودوخې د ودانۍ دننه د خلکو لپاره ستره فاجعه رامنځته کړه.

ابوحسن زیاتوي:

د سیمې خلک د چاودنې له غږ سره له کورونو راووتل.

په لومړیو شېبو کې هېڅوک نه پوهېدل چې څه پېښ شوي دي.

کله چې پوه شو چې پناه‌ځای په نښه شوی، ټول د هغې پر لور منډې کړې.

داسې کورنۍ وې چې څو ساعته مخکې یې خپلې مېرمنې او ماشومان پناه‌ځای ته سپارلي وو او اوس یې د هغې د دروازو تر شا یوازې خپل نومونه غږول.

ځینو لا هم هیله لرله چې ښايي څوک له هغه ځایه ژوندی راووځي.

د هغو خبریالانو راپورونه چې له برید وروسته سیمې ته رسېدلي وو، د یوې وېروونکې صحنې حکایت کوي.

مرستندویان له هغو جسدونو سره مخ شول چې ډېری یې په سخته توګه سوځېدلي وو.

د پناه‌ځای دننه د تودوخې شدت تر دې کچې و چې د مرستې او د قربانیانو د پېژندنې چارې یې ستونزمنې کړې.

د عراق لومړنیو راپورونو د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ تنه اعلان کړ؛ وروسته څېړنو او راپورونو بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې، خو په یوه خبره کې اختلاف نه و، هغه دا چې العامریه د ۱۹۹۱ کال په هوايي جګړه کې پر ملکي وګړو د تر ټولو خونړیو بریدونو له ډلې یو و.

ابوحسن خپلې کیسې ته داسې ادامه ورکوي:

تر ټولو سخته خبره یوازې د ویجاړۍ لیدل نه وو؛ بلکې د هغو کورنیو لیدل وو چې نه پوهېدل عزیز یې ژوندی دی که نه.

یو کس د خپلې مېرمنې په لټه کې و، بل د خپل ماشوم چیغې وهلې، ځینو کورنیو په یوه شپه څو کسان له لاسه ورکړل. وروسته چې به د سیمې له کورونو تېرېدو، پر ډېرو به مو د ویر نښې لیدلې. داسې ښکارېده چې بم یوازې پر یوې ودانۍ نه و لګېدلی؛ بلکې پر ټوله سیمه لګېدلی و.

امریکا له برید وروسته اعلان وکړ چې دوی فکر کاوه دا ودانۍ په پوځي قوماندانۍ او د کنټرول پر مرکز بدله شوې ده.

امریکايي چارواکو د ودانۍ د جوړښت پیاوړتیا، د پوځي ځواکونو تګ راتګ او ځینو استخباراتي معلوماتو ته په اشارې وویل چې دوی د برید پر مهال په ودانۍ کې د ملکي وګړو له شتون څخه خبر نه وو. خو سیمه‌ییزو شاهدانو او هغو خبریالانو چې ودانۍ یې لیدلې وه، وویل چې ملکي وګړو له دې ځایه د پناه‌ځای په توګه استفاده کوله.

دغو څرګندونو د امریکا د مسؤلیت په اړه پوښتنې پای ته ونه رسولې.

د بشري حقونو د څار سازمان وروسته ټینګار وکړ چې امریکا پوهېده دغه ودانۍ مخکې د ملکي دفاع د پناه‌ځای په توګه کارېدلې وه او د دې په اړه یې کافي وضاحت نه و وړاندې کړی چې د ودانۍ د کارونې د بدلون د ډاډ لپاره یې کوم اقدامات کړي وو. دغه سازمان پر ملکي وګړو د مخکېني خبرداري پر نشتوالي هم نیوکه وکړه او هغه یې د جګړې د قوانینو جدي سرغړونه وبلله.

او ټول ښه پوهېږي چې د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ د ۱۳مې نېټې د سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې، د «صحرايي توپان» د عملیاتو په منځ کې، د امریکا هوايي ځواک د بغداد په لوېدیځ کې د العامریه په سیمه کې د ۲۵مې شمېرې پناه‌ځای په نښه کړ.

دا ودانۍ په اصل کې د ملکي دفاع د پناه‌ځای په توګه جوړه شوې وه او د بغداد د بمبارۍ پر مهال به د سیمې خلکو د شپې هغې ته پناه وړله.

یو ځل بیا د ابوحسن روایت ته ورځو. هغه وايي:

زموږ لپاره، د عادي خلکو په توګه، پوځي بحثونو نه شو کولای هغه څه بدل کړي چې پېښ شوي وو.

هغه کورنۍ چې خپل ماشوم یې له لاسه ورکړی و، هېڅ وضاحت نه شو کولای هغه بېرته ور وګرځوي.

خلک د بمبارۍ څخه د تېښتې لپاره پناه‌ځای ته تللي وو؛ یعنې هماغه ځای ته چې باید دوی یې له جګړې څخه خوندي ساتلي وای، خو هماغه ځای په نښه شو. له همدې امله د ډېرو عراقيانو په ذهن کې العامریه یوازې د یوې سیمې نوم نه دی؛ بلکې د هغې شپې یادونه ده چې د انسانانو له ژوند سره د امنیت احساس هم ووژل شو.

له هغې سهار څخه چې تر اوسه څه باندې درې لسیزې تېرې شوې دي، خو د العامریه پناه‌ځای لا هم په عراق کې د ۱۹۹۱ کال د جګړې له ترخو نښو څخه یوه ده؛ هغه پېښه چې یو ځل بیا دا پوښتنه د تاریخ مخې ته ږدي چې د جګړې په محاسباتو کې د هغو ملکي وګړو ژوند چې په سیاسي او پوځي پرېکړو کې هېڅ ونډه نه لري، څومره ارزښت لري؟

هغه څه چې د العامریه په پناه‌ځای کې پېښ شول، یوازې د تاریخ په پاڼو کې یوه پېښه نه ده؛ بلکې د هغو انسانانو روایت دی چې له بمبارۍ څخه د تېښتې لپاره یوه خوندي پناه‌ځای ته لاړل، خو جګړه هلته هم ورپسې ورغله.

کلونه تېر شوي، خو د هغو کورنیو لپاره چې په هغه سهار یې خپل عزیزان له لاسه ورکړل، العامریه لا هم د هغه ټپ یادونه کوي چې د وخت په تېرېدو د عراق د خلکو له حافظې نه دی پاک شوی.

ښايي جګړې یوه ورځ د سیاسي هوکړې یا د پوځي عملیاتو په درېدو پای ته ورسېږي، خو د هغوی پایلې تر جګړه‌ییزو میدانونو ډېرې وروسته له منځه ځي.

درنو لوستونکو!

دعا به کړو، چې ټوله نړۍ د امریکا د ترهګریز وحشت او جنایت څخه وژغورل شي او په خپل څښتن باور هم لرو، چې یوه ورځ به د مظلومو ازار امریکا او نور جنایتکاران تر زوال پورې ورسوي.

زموږ د اوسنۍ مطلب هم په همدې ځآی کې پای ته رسیږي، تر بل مطلب مو په الله سپارو.