د حکایتونوکاروان (۱۴)
په دې لړۍ کې د کیسو پر اورګاډي سپرېږو او د خوږو او اورېدلو وړ حکایتونو سیمې ته سفر کوو؛ داسې ځای ته چې خپلې اندېښنې پرېږدو او خوښۍ له ځان سره ملګرې کړو. په هر تمځي کې یو له پند او عبرته ډک حکایت زموږ په تمه وي، څو ترې یو درس واخلو او خپل ژوند لا ښکلی پر مخ یوسو.
د مهربانو لاسونو او سخاوتمندو زړونو په تودوخه مو سلام وي !
ګرانو ملګرو! نن د «داستان راستان» له کتاب څخه له یوه عبرتناک داستان سره ستاسو مېلمانه یو. د «داستان راستان» کتاب د ستر استاد، ډاکټر مرتضی مطهري، لیکنه ده. نوموړي د پند او عبرت له ډکو کیسو او له دیني ښوونو د ډکو روایتونو په راټولولو سره دا کتاب په روانه او خوږه ژبه لیکلی دی.
د پروګرام دا برخه موږ ته را یادوي چې په هر څه کې اعتدال څومره خوږ دی او افراط او تفریط څومره تریخ. آیا د دې حکایت اورېدو ته چمتو یاست؟
راوي:
یوه ورځ امام صادق علیهالسلام، چې د شیعیانو شپږم امام او د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د اهل بیتو د لارویانو پیشوا دی، له خپلو یارانو سره په ناسته کې یو حکایت بیان کړ. دا حکایت دومره په زړه پورې او له پنده ډک و چې ټول یې فکر کولو ته اړ کړل.
امام صادق علیهالسلام وفرمایل:
یو مسلمان سړی یو مسیحي ګاونډی درلود. هغه له خپل ګاونډي سره مینه او مهرباني کوله او تر خپلې وسې پورې یې د هغه اړتیاوې پوره کولې. د مسلمان سړي متین چلند، ښه اخلاقو او مهربانۍ پر مسیحي سړي ډېر اغېز کړی و او هغه یې د اسلام دین ته لېواله کړی و.
مسیحي له ځان سره ویل: «خامخا اسلام به یو ښکلی دین وي، چې پیروان یې داسې ښه چلند او مهرباني زده کوي.»
مسیحي سړی ورو ورو د اسلام د دین د پېژندلو لېوال شو. هره ورځ به یې نوي پوښتنې ذهن ته راتلې او په هغو فرصتونو کې چې له خپل مسلمان ګاونډي سره به یو ځای و، خپلې پوښتنې به یې ترې کولې. مسلمان سړي به هم په صبر، حوصلې او ښه رویه د هغه پوښتنو ته ځوابونه ورکول.
مسیحي سړي د خپلو پوښتنو له مطرح کولو او د ځوابونو له اورېدو وروسته، بالاخره خپله پرېکړه وکړه. هغه اسلام ومانه او د شهادتینو په ویلو سره مسلمان شو.
**شهادتین** یعنې:
**«أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلٰهَ إِلَّا ٱللَّٰهُ وَ أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ ٱللَّٰهِ»**
یعنې: «زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل هېڅ معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وآله وسلم د الله پیغمبر او استازی دی.»
مسلمان سړی له دې پېښې ډېر خوشحاله شو او نوي مسلمان ته یې وویل چې اوس چې مسلمان شوی یې، دی به هغه له لمانځه، روژې او اسلامي احکامو سره بلد کړي.
راوي:
شپه راورسېده. د سهار تر لمانځه څو ساعته مخکې، یو چا د هغه نوي مسلمان شوي مسیحي د کور دروازه وټکوله. هغه چې په ژور خوب ویده و، په وېرې له خوبه راویښ شو. تر دې مخکې هېڅکله د شپې په دې وخت کې څوک د هغه کور ته نه وو راغلي.
په خوبوړ سترګو او ستړي بدن دروازې ته ورغی او ویې پوښتل:
«څوک یې؟»
ګاونډي یې وویل:
«زه یم. زه فلانی یم.»
هغه هماغه مسلمان ګاونډی و چې د ده په لاس یې اسلام قبول کړی و.
نوي مسلمان وپوښتل:
«په دې وخت کې څه کار لرې؟»
ګاونډي ځواب ورکړ:
«ژر اودس وکړه او جامې واغونده چې جومات ته د لمانځه لپاره لاړ شو.»
نوي مسلمان په خپل ټول عمر کې د لومړي ځل لپاره اودس وکړ او له خپل مسلمان ملګري سره جومات ته روان شو.
لا د سهار اذان ته ډېر وخت پاتې و او د مستحب او نفلي لمونځونو وخت و؛ لکه د شپې نافله لمونځ.
مسلمان سړي په پرلهپسې ډول لمونځونه کول او نوي مسلمان هم ورسره یو ځای لمونځونه ادا کول. د سهار د اذان غږ پورته شو. جومات ورو ورو له خلکو ډک شو او ټولو د سهار لمونځ په جماعت ادا کړ.
نوي مسلمان غوښتل چې خپل کور ته ستون شي، خو ملګري یې په حیرانتیا وپوښتل:
«چېرته ځې؟»
هغه وویل:
«غواړم خپل کور ته لاړ شم. د سهار فرض لمونځ مو ادا کړ، نور خو کوم کار نه لرو.»
مسلمان ګاونډي یې ځواب ورکړ:
«لږ صبر وکړه او د لمانځه تعقیبات ادا کړه، څو لمر راوخېژي.»
نوي مسلمان بیا هم ومنله. هغه ولیدل چې لمونځ کوونکي د لمانځه له ادا کولو وروسته په ذکر او دعا بوخت شول. ده هم د هغوی په څېر د دعا کتاب په لاس کې واخیست او په دعا کولو بوخت شو.
د الله تعالی ذکر او دعا یې دومره وکړه چې لمر راوخوت او هوا په بشپړه توګه روښانه شوه.
هغه بیا د تلو لپاره پاڅېد، خو مسلمان ملګري یې بیا هم پرېنښود. د قرآن کریم یو کتاب یې ورکړ او ویې ویل:
«اوس مهال د قرآن تلاوت کوه، څو لمر لا لوړ شي. زه سپارښتنه کوم چې نن د روژې نیت وکړې؛ ته نه پوهېږې چې روژه څومره ثواب او فضیلت لري.»
نوی مسلمان چې ستړی او خوبوړی و، بیا هم د خپل ملګري خبره ومنله. قرآن کریم یې په لاس کې واخیست او په تلاوت یې پیل وکړ.
راوي:
ورو ورو غرمه رانږدې شوه. نوي مسلمان غوښتل چې خپل کور ته ولاړ شي، خو ملګري یې بیا هم مخه ونیوله او ویې ویل:
«چېرته ځې؟ صبر وکړه، غرمي ته لږ وخت پاتې دی. د غرمې لمونځ په جومات کې ادا کړه، بیا به ولاړ شې.»
د غرمې لمونځ یې هم ادا کړ. خو هغه بیا هم نوي مسلمان ته، چې ستړی او وږی و، اجازه ورنه کړه چې کور ته ستون شي.
ورته یې وویل:
«صبر وکړه، ډېر وخت نه پاتې کېږي، د مازیګر د لمانځه د فضیلت وخت را رسېږي؛ راځه چې هغه هم په خپل فضیلت وخت کې ادا کړو.»
د مازیګر له لمانځه وروسته یې هم وویل:
«له ورځې ډېر وخت نه دی پاتې. په جومات کې پاتې شه او د ماښام لمونځ هم په جماعت ادا کړه.»
نوي مسلمان هېڅ نه ویل، خو په زړه کې یې ډېره ګډوډي وه.
هغه بیا هم په جومات کې پاتې شو، څو د ماښام د لمانځه وخت را ورسېد. له ماښام لمانځه وروسته روان شو چې ولاړ شي او روژه ماته کړي، خو مسلمان ملګري یې وویل
«یوازې یو لمونځ نور پاتې دی، هغه هم د ماخستن لمونځ دی. صبر وکړه، د شپې شاوخوا یو ساعت تېر شي او د ماخستن لمونځ هم په جومات کې ادا کړو.»
د ماخستن د لمانځه وخت را ورسېد او هغه لمونځ هم ادا شو.
نوی مسلمان، ستړی، وږی او تږی، روان شو او خپل کور ته ورسېد. هغه چې د دې ټولو افراطونو له امله ډېر ستړی شوی و، بېرته له اسلامه واوښت او خپل پخواني دین ته ستون شو.
دویمه شپه د سحر وخت و چې بیا یې د دروازې د ټکولو غږ واورېد. ویې پوښتل:
«څوک یې؟»
هغه کس ځواب ورکړ:
«زه فلانی، ستا ګاونډی یم. ژر اودس وکړه او جامې واغونده چې دواړه یو ځای جومات ته لاړ شو.»
هغه هم ځواب ورکړ:
«زه خو هماغه تېره شپه چې له جوماته کور ته راغلم، له دې دین څخه مې استعفا وکړه. لاړ شه او له ما څخه هم بېکاره یو څوک پیدا کړه چې بل کار ونه لري او خپل وخت په جومات کې تېرولی شي. زه یو بېوزله او عیالوار سړی یم. باید د کار او روزۍ د پیدا کولو لپاره هڅه وکړم.»
راوي:
امام صادق علیهالسلام چې دا حکایت خپلو اصحابو او یارانو ته بیان کړ، وفرمایل:
«په دې توګه هغه سختګیره عابد، هغه بېچاره کس چې دی یې اسلام ته داخل کړی و، خپله یې له اسلامه وایست. نو تاسو تل دې حقیقت ته پام کوئ چې پر خلکو سختي مه کوئ. د خلکو اندازه، طاقت او توان په پام کې ونیسئ. تر خپلې وسې پورې داسې وکړئ چې خلک دین ته لېواله شي، نه دا چې له دینه وتښتي.
آیا تاسو نه پوهېږئ چې د امویانو د سیاست لاره پر سختۍ او شدت ولاړه ده، خو زموږ د اهل بیتو د لارې او طریقې بنسټ پر نرمۍ، مدارا، ښه معاشرت او د خلکو د زړونو په خپلولو ولاړ دی؟»