د نړۍ پر لوړو څوکو د ایران د نجوم ځلا
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179412-د_نړۍ_پر_لوړو_څوکو_د_ایران_د_نجوم_ځلا
ایرانیان له ډېر پخوا راهیسې له اسمان او اسماني پدیدو سره لېوالتیا لري او د خپلو ذهني، افسانوي او فلسفي پوښتنو د ډېرو ځوابونو په لټه کې یې اسمان او د اسماني اجرامو حرکتونو ته کتلي او ځوابونه یې ترې موندلي دي.
(last modified 2026-10-06T04:34:49+00:00 )
Oct 06, 2026 09:03 Asia/Kabul
  • د نړۍ پر لوړو څوکو د ایران د نجوم ځلا

ایرانیان له ډېر پخوا راهیسې له اسمان او اسماني پدیدو سره لېوالتیا لري او د خپلو ذهني، افسانوي او فلسفي پوښتنو د ډېرو ځوابونو په لټه کې یې اسمان او د اسماني اجرامو حرکتونو ته کتلي او ځوابونه یې ترې موندلي دي.

په دې ځانګړې خپرونه کې غواړو له اسمان سره د دې خاورې او هېواد لرغونې اړیکه وڅېړو؛ هغه کیسه چې زرګونه کاله وړاندې پیل شوې او نن د نړۍ د علمي لوړو څوکو پر سر د ځوانو ایراني پوهانو په ځلا سره نوي پړاو ته رسېدلې ده.

دا هغه ځلا ده چې تر اوسه یې په نړۍ کې د نجوم په برخه کې د درې پرله‌پسې دورو لومړی مقام رامنځته کړی دی.

د نجوم په برخه کې له تر ټولو لرغونو لیکل شویو شواهدو څخه یو د «اوستا» په کتاب کې شته. اوستا د لرغوني ایران تر ټولو پخوانۍ دیني او تاریخي اثارو ټولګه ده. په دې کتاب کې په یوه برخه کې د طبیعت او هستۍ د نړۍ د نظم په اړه دقیقې پوښتنې مطرح شوې دي؛ لکه چا لمر او ستورو ته مدار او لاره ورکړې ده؟ د سپوږمۍ ګرځېدل او د هغې د بڼې بدلېدل د چا په فرمان دي؟ کوم ځواک ځمکه په فضا کې له لوېدو څخه ساتي او چا شپه، ورځ او د بادونو ګرځېدل رامنځته کړي دي؟

د دغو پوښتنو مطرح کول ښيي چې د سمندر د اوبو د لوړېدو او ټیټېدو پدیده ، د سیارو د حرکت او پر اسمان د حاکم نظم په اړه پاملرنې، د لیکلي تاریخ له لومړیو پېړیو راهیسې د دې فلات یا د لوړې هوارې سیمې د پوهانو ذهنونه بوخت کړي وو.

له اسمان سره دې لېوالتیا د ایران په ادبي او حماسي اثارو کې هم پراخ انعکاس موندلی دی. د بېلګې په توګه، حکیم ابوالقاسم فردوسي د شاهنامې په پیل کې د اسمان پیدایښت، د لمر ګرځېدل او د شپې او ورځې رامنځته کېدل په حکیمانه ژبه بیانوي. هغه په خپلو شعرونو کې د فلکي دولسو برجونو او د لمریز نظام د اوو مهمو اجرامو یادونه کوي چې هر یو یې په اسمان کې ځانګړی او حساب شوی مدار لري.

د شاهنامې په لرغونو داستانونو کې ستورپوهان پوه او د باور وړ کسان وو چې په مهمو پرېکړو کې به یې له واکمنانو سره مرسته کوله. هغوی د ستورو د وضعیت د څېړلو او د وخت د محاسبې لپاره له جام او اسطرلاب په څېر د ستورو د معلومولو وسایلو څخه کار اخیست، څو د اسمان د ګرځېدو رازونه کشف کړي.

خو په لرغوني ایران کې د نجوم علم یوازې تر ادبیاتو محدود نه و؛ بلکې په ورځني ژوند او د هېواد په اداره کې یې مستقیمه کارونه هم لرله. د ایلامیانو، هخامنشیانو، اشکانیانو او ساسانیانو له دورو راهیسې د دقیقو کلیزو جوړول ښيي چې ایرانیان د کرنې، د فصلونو د ټاکلو او د نوروز، مهرګان، سده او نورو ملي مراسمو د ترسره کولو لپاره د وخت دقیقې محاسبې ته اړتیا لرله.

لرغوني کلیزې له دولسو میاشتو او ټاکلو ورځو سره تنظیمېدل او د کبیسې یا هغه کال چې یوه اضافي ورځ ولري، د دقیقو طریقو په کارولو سره یې په کلیز کې د فصلونو د بدلېدو مخه نیوله.

د ساسانیانو په دوره کې مهم نجومي جدولونه جوړ شول چې د «زیج شهریار» یا «زیج شاهي» په نوم مشهور وو. دغه جدولونه د ستورو د حرکتونو د کلونو دقیقو څارنو پایله وه؛ یو ارزښتناک میراث چې په راتلونکو پېړیو کې د اسلامي دورې د پوهانو لپاره د علم بنسټ وګرځېد.

د اسلامي دورې له پیلېدو سره په ایران کې د نجوم علم څېړنې لا پراخې او عملي شوې. په بېلابېلو سیمو کې د قبلې د دقیق لوري ټاکل، د شرعي وختونو د دقیقو ساعتونو محاسبه او د نوي سپوږمۍ د لیدلو پر بنسټ د قمري کلیزې رامنځته کول، ستورپوهنو په ورځني ژوند کې پر یوه اړین علم بدله کړه.

د میلادي اتمې او نهمې پېړۍ، چې د هجري دویمې او درېیمې پېړۍ سره سمون خوري، او د ژباړې د غورځنګ له پیلېدو سره، ایراني پوهانو د لرغوني ایران، بابل، هند او یونان د نجومي میراثونو په یوځای کولو کې مهم رول ولوباوه.

د نوبخت کورنۍ او «محمد بن موسی خوارزمي» په څېر پوهانو په هغه وخت کې د نوې نجوم او ریاضیاتو بنسټونه کېښودل او د سیارو د مدارونو د ثبت لپاره لومړني څارځایونه جوړ شول.

په همدې دوره کې پوهانو وکولای شول چې د لومړي ځل لپاره د هندسي طریقو په مرسته د ځمکې د کرې قطر ته په پام سره په دقیق ډول محاسبه وکړي.

په راتلونکو پېړیو کې داسې نامتو پوهان راڅرګند شول چې نومونه یې د نړۍ د علم په تاریخ کې ثبت شوي دي. په دوی کې ابوریحان بیروني ځانګړی ځای لري. دې ستر پوه او ریاضي‌پوه د دقیقو ریاضيکي محاسبو او ساحوي څارنو له لارې وکولای شول چې د ځمکې د کرې شعاع له یوه سلنه څخه په کمې تېروتنې سره اندازه کړي.

هغه لا پرمختللي اسطرلابونه یا  د ستورو د څارنې وسیلې طرحه کړې او په خپلو علمي لیکنو کې یې د ځمکې پر محور د ګرځېدو فرضیه د علمي او هندسي دلایلو پر بنسټ وڅېړله.

د ابوریحان علمي طریقه د تجربوي څارنې او ریاضيکي استدلال یوځای کول وو؛ هماغه طریقه چې وروسته په نړۍ کې د عصري علومو د بنسټ په توګه وکارول شوه.

د سلجوقیانو په دوره کې ایراني ستورپوهنو د کالیزې جوړونې په برخه کې مهمې لاسته راوړنې درلودې. حکیم عمر خیام نیشاپوري، چې یو ستر ریاضي‌پوه او فیلسوف و، د لمریز کال د اوږدوالي له دقیقې اندازې وروسته «جلالي کلیز» جوړ کړ؛ هغه کلیز چې د لمر د دقیق حرکت پر بنسټ تنظیم شوی او د فصلونو په ساتلو کې یې دقت لا هم د پام وړ دی.

په همدې دوره کې هنر او علم له یو بل سره یوځای شول؛ داسې چې ایراني هنرمند استادانو به د فلکي بڼو او اسماني اجرامو انځورونه په فلزي او خټینو لوښو باندې په ډېر مهارت کښل، څو هنر او پوهه یوځای څرګنده شي.

خو د ایران د نجوم په تاریخ کې له مهمو علمي مرکزونو څخه یوه «مراغې رصدخانه» وه چې د میلادي دیارلسمې پېړۍ، یعنې د هجري اوومې پېړۍ، په ترڅ کې جوړه شوه.

د خواجه نصیرالدین طوسي په هڅو، دغه مرکز د نجومي علومو په برخه کې په لومړني نړیوال څېړنیز مرکز بدل شو.

دې څېړنځای نه یوازې بې‌ساري او دقیق وسایل لرل، بلکې یوه ستره کتابخانه هم پکې جوړه شوې وه چې له څلور سوه زرو څخه ډېر ټوکه کتابونه پکې راټول شوي وو او د اسلامي نړۍ له بېلابېلو سیمو او ان له لرې ختیځ، چین، څخه یې پوهان ځان ته راجذبول.

د دغو علمي همکاریو پایله د «ایلخاني زیج» یا نجومي جدولونو جوړول وو؛ دغه څېړنیز مرکز وروسته په سمرقند، استانبول او ان د اروپا د رنسانس په دوره کې د سترو څېړنیزو مرکزونو د جوړولو لپاره په یوه بېلګه بدل شو.

د دغو مرکزونو ترڅنګ داسې ستر پوهان هم وو چې په خپلواکه توګه یې سترې لاسته راوړنې لرلې؛ له دې ډلې عبدالرحمن صوفي یادولی شو چې د خپلو دقیقو څارنو له لارې یې د لومړي ځل لپاره د اندرومېدا کهکشان ثبت کړ او هغه یې «وړه ورېځ» وباله؛ یوه علمي لاسته راوړنه چې په لوېدیځه نړۍ کې د تلسکوپ له کارونې څو پېړۍ وړاندې ثبت شوې وه.

په معاصره دوره کې او د نوې پوهې له رامنځته کېدو سره، په ایران کې د نجوم علم زده‌کړه نوې او پوهنتوني بڼه خپله کړه او دا علم له پوهنتونونو بهر د ځوانانو او د ټولنې د عامو وګړو ترمنځ هم خپور شو. د «نجوم» مجلې په څېر د تخصصي علمي خپرونو خپرېدو د ځوان نسل د کیهان له حیرانوونکو پدیدو سره په لېوالتیا کې اغېزناک رول ولوباوه.

همدارنګه په ۱۹۸۸ میلادي کال، چې له ۱۳۶۷ لمریز کال سره برابر دی، په تهران کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره لومړنۍ ښوونیز څار ځایونه، چې د زعفرانیې څېړن ځآی په نوم یادېږي، پرانیستل شوه.

دې مرکز داسې زمینه برابره کړه چې زده‌کوونکي د نوري تلسکوپونو په وسیله سیارې او نجومي پېښې له نږدې وڅاري او تجربه یې کړي. له دې وروسته په ټول هېواد کې د نجوم د اماتورانو د ټولنو او د محصلینو د ډلو رامنځته کېدو، د بنسټیزو علومو د ترویج لپاره پراخ حرکت رامنځته کړ.

نن ورځ په ایران کې د لوړو زده‌کړو په کچو کې ستورپوهنه، کیهان‌پوهنه او سماوي میخانیک د پوهنتونونو په بېلابېلو څانګو کې تدریس کېږي.  او د هېواد په څېړنیزو مرکزونو کې د څېړونکو ډلو یوه شبکه فعالیت کوي.

تاریخي مخینه او په وروستیو کلونو کې هدفمندې زده‌کړې، د نوی نسل د مستعدو زده‌کوونکو د روزنې لپاره یې یوه خوځنده زمینه برابره کړه؛ هغه نسل چې پر ځان‌باورۍ او علمي تمرینونو په تکیه کولو سره د نړیوالو علمي سیالیو لپاره چمتو شو او یو ځل بیا، دغه تاریخي اړیکه او د څو لسیزو څېړنیزې هڅې، دا ځل د ویتنام په پلازمېنه کې، په مېوه بدلې شوې.

د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له ۲۵مې څخه د اکتوبر تر ۵مې پورې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې له ۳مې تر ۱۳مې سره برابرېږي، د هانوي ښار د ستورپوهنې او ستورفزیک نړیوال المپیاد د نولسمې دورې کوربه و.

 په دې ستره علمي سیالۍ کې د نړۍ له ۶۶ هېوادونو څخه څه باندې ۳۲۰ غوره شوي زده‌کوونکي راټول شوي وو؛ یوه سخته سیالي چې په ترڅ کې یې د اخترفزیک تر ټولو پېچلې تیوریکي مسئلې، مداري محاسبې، سماوي میخانیک، د څارنې له لارې راټولو شویو معلوماتو شننه او د شپې تر اسمان لاندې عملي ازموینې وارزول شوې.

په دې سیالۍ کې، چې د پرمختللو او صنعتي هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و، د ایران د اسلامي جمهوریت د زده‌کوونکو د ملي المپیاد ټیم بې‌ساری بریالیتوب ترلاسه کړ.

پنځه استازي او پنځه د سرو زرو مډالونه؛ سل سلنه او حیرانوونکې پایله چې د ایران ملي ټیم یې د درېیم پرله‌پسې کال لپاره د نړۍ د ټیمونو په کچه پر لومړي مقام ودراوه.

دا پنځه ځلانده ستوري چې د دې خاورې د پوهانو په تاریخ کې یې خپل نومونه ثبت کړل، سارینا علم‌پور، محمدحسین حسیني، هیر‌بد فودازي، حسین معصومي او ارشیا میرشمسي کاخکي نومیږي.

دغو ایراني تنکیو ځوانانو د خپلو شخصي هڅو او د ځوانو څېړونکو کلب د څو میاشتو پرله‌پسې تمرینونو له لارې د فضا پېچلې معادلې په بېلګه‌يي دقت سره حل کړې، څو وښيي چې د دې خاورې علمي دود په ننني نسل کې هم په ژوندۍ او خوځنده بڼه دوام لري.

ویاند:

په هانوي کې د ایران د ټیم مطلقه بریا او د ۶۶ هېوادونو له پوهانو سره په سیالۍ کې د دغو پنځو تنکیو ځوانانو ځلا، یوازې د یوې سیالۍ په ډګر کې تصادفي پېښه نه ده؛ بلکې د ننني ایران په علمي چاپېریال کې د بنسټیز بدلون روښانه انځور دی.

په تېرو څو لسیزو کې په دې هېواد کې بنسټیزو علومو ته پاملرنه له یوازې نظري زده‌کړو څخه اوښتې او د ځان‌باورۍ، عملي څېړنې او انتقادي تفکر تر یوه پړاو رسېدلې ده.

که یوه ورځ د ابوریحان بیروني او خواجه نصیرالدین طوسي په څېر د سترو پوهانو لاسته راوړنې یوازې د تاریخ په زړو پاڼو کې ستایل کېدې، نن د همدې علمي دود زده‌کوونکي اسماني میخانیک او د کهکشاني معلوماتو شننه او پروسس په تر ټولو پېچلو ازموینو کې په پوره ځواک د نړۍ پر لوړو څوکو ولاړ دي.

د درې پرله‌پسې کلونو لپاره د نړۍ د لومړي مقام خپلول دا څرګندوي چې د بنسټیزو علومو په برخه کې د پوهانو د روزنې نظام پخوالي او دوامدارې اغېزمنتیا ته رسېدلی دی.