ما ته غوږ شئ (۲۲)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179548-ما_ته_غوږ_شئ_(۲۲)
د عراق د خلکو لپاره جګړه یوازې په تاریخ کې یوه لنډه دوره نه ده؛ بلکې داسې تجربه ده چې څو نسلونو یې له پایلو سره ژوند کړی دی. دغه هېواد څو ځله د داسې بحرانونو په مرکز کې پاتې شوی چې اصلي بیه یې تر ټولو زیات عادي خلکو ورکړې؛ هغو خلکو چې نه د پرېکړو په خونو کې وو او نه یې د جګړو په پیل کې کوم رول درلود.
(last modified 2026-10-07T09:28:44+00:00 )
Oct 07, 2026 12:27 Asia/Kabul
  • ما ته غوږ شئ  (۲۲)

د عراق د خلکو لپاره جګړه یوازې په تاریخ کې یوه لنډه دوره نه ده؛ بلکې داسې تجربه ده چې څو نسلونو یې له پایلو سره ژوند کړی دی. دغه هېواد څو ځله د داسې بحرانونو په مرکز کې پاتې شوی چې اصلي بیه یې تر ټولو زیات عادي خلکو ورکړې؛ هغو خلکو چې نه د پرېکړو په خونو کې وو او نه یې د جګړو په پیل کې کوم رول درلود.

د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې، د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو پر عراق برید پیل کړ. د صدام حسین حکومت په لنډ وخت کې نسکور شو، خو د حکومت نسکورېدل د بحران د پای ته رسېدو په معنا نه وو. د اداري او امنیتي جوړښتونو د ځینو برخو له ړنګېدو، د ناامنۍ له پراخېدو او وسله‌والو نښتو سره، عراق یوې نوې او پېچلې دورې ته داخل شو.

ملګرو ملتونو هماغه مهال د ملکي وګړو لپاره د بې‌ثباتۍ او امنیتي تشې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و. راتلونکو کلونو وښودله چې د ډېرو عراقیانو لپاره جګړه تازه پیل شوې وه. چاودنې، ډزې، پوځي عملیات، نیول، کډوالي او بې‌ځایه کېدل د خلکو د ورځني ژوند یوه برخه وګرځېدل.

په ۲۰۰۷ کال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په عراق کې شاوخوا ۱.۹ میلیونه کورني بې‌ځایه شوي کسان او تر دوو میلیونو پورې نورو هېوادونو ته تللي عراقي کډوال یادول؛ هغه شمېرې چې د هغه بشري بحران پراخوالی یې ښود، چې له ۲۰۰۳ کال وروسته پراخ شوی و، که څه هم د عراق د بې‌ځایه کېدو یوه برخه په تېرو دورو کې هم ریښه لرله.

په همدې لړ کې د ښارونو او ځایونو نومونه د عراق تاریخي حافظې ته داخل شول چې هر یو یې د هغو کلونو د کړاو یوه برخه بیانوي؛ ابوغریب د بندیانو د شکنجې او ناوړه چلند له دوسیې سره، فلوجه له درنو ښاري جګړو سره، حدیثه د ملکي وګړو له وژل کېدو سره او د بغداد د نسور میدان د هغې ډزې له پېښې سره چې د عراقي وګړو ژوند یې واخیست.

د دغو نومونو تر شا د هغو انسانانو ژوندونه پراته وو چې جګړې یې ناڅاپه د ژوند لاره بدله کړه؛ هغه کورنۍ چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړل، هغه کورونه چې ویجاړ شول او هغه ماشومان چې د خپل ژوند لومړني کلونه یې د تاوتریخوالي او ناامنۍ تر سیوري لاندې تېر کړل.

خو د جګړې زیان یوازې د وژل شویو کسانو یا ویجاړو شویو ودانیو په شمېر نه شي اندازه کېدای.

جګړه د اوږدمهالو پایلو یوه شبکه پرېږدي؛ له بې‌ځایه کېدو او د کورنیو له پاشل کېدو څخه نیولې، د اوبو، برېښنا او روغتیايي خدمتونو د زېربناوو تر زیانمنېدو او د ناامنۍ تر پراخېدو پورې.

حتی کلونه وروسته هم، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عراق پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي د دورې د اغېزو، د اړینو خدمتونو د کمښت او د بې‌ځایه کېدو د نویو څپو په اړه راپورونه ورکول.

نن، د ۲۰۰۳ کال له برید څخه تر دوو لسیزو ډېر وخت وروسته، کولای شو هغه کلونه یوازې د حکومتونو د پرېکړو او سیاسي بدلونونو له زاویې ونه ګورو، بلکې د هغو خلکو له نظره یې هم ووینو چې د دغو پېښو په منځ کې یې ژوند کاوه.

دا ځل غواړو وګورو چې د شمېرو، راپورونو او خبري سرلیکونو تر شا، د عراق پر خلکو څه تېر شول.

خوښ یو چې یو ځل بیا له تاسو سره یو. نن غواړو عراق ته بېرته ستانه شو؛ هغه هېواد ته چې په تېرو څو لسیزو کې جګړې، بهرنيې مداخلې او ناامنۍ د هغه د معاصر تاریخ او د خلکو د ژوند پر یوه مهمه برخه اغېز کړی دی.

په دې برخه کې روایت نه د سیاست او قوماندې له خونو څخه، بلکې د خلکو د ژوند له منځه تعقیبوو؛ له هغو کورونو او کوڅو څخه چې ناڅاپه د جګړې پر ډګرونو بدلې شوې او له هغو کورنیو څخه چې د بمبارۍ، نښتو، بې‌ځایه کېدو او ناامنۍ په منځ کې یې عزیزان او کله ناکله خپل ټول ژوند له لاسه ورکړ.

غواړو د هغو کلونو یوې بلې دوسیې ته ورشو او وګورو چې په عراق کې د امریکا پوځي مداخلې او حضور د دې هېواد د خلکو پر ژوند څه اغېز پرېښود.

د نن ورځې د روایت د دوام لپاره باید د ۲۰۰۵ کال د نومبر ۱۹مې ته بېرته وګرځو؛ حدیثې ښار ته، چې د عراق په لوېدیځ کې د انبار ولایت یو ښار دی.

هغه ښار چې د فرات سیند پر غاړه پروت دی او په هغه ورځ یې په یوې کوڅې کې یوې پېښې د څو خونړیو ساعتونو پیل وکړ.

«ابورحمان»، چې د دې برخې روایتګر دی، موږ هغه سهار ته وړي؛ هغه سهار چې د ده په وینا، په لومړي سر کې د چاودنې له غږ سره پیل شو، خو ډېر ژر د ډزو غږ د هغې ځای ونیو.

ابورحمان وايي:

په هغو کلونو کې د حدیثې خلکو د چاودنو او ډزو له غږونو سره عادت کړی و؛ خو د جګړې له غږ سره عادت کېدل په دې معنا نه وو چې نور نه وېرېږو.

د نومبر د نولسمې سهار خبر راغی چې د امریکا د سمندري ځواکونو د سرتېرو د حرکت پر مسیر یو پوځي موټر له سړک غاړې بم سره ټکر کړی دی.

یو امریکايي سرتېری ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

تر هغه وخته هېچا نه پوهېدل چې دا چاودنه به د داسې پېښې پیل وي چې کلونه وروسته به هم د حدیثې نوم د نړۍ په رسنیو کې ژوندی وساتي.

له چاودنې وروسته امریکايي ځواکونه شاوخوا سیمې ته ننوتل.

د پېښې ځای ته نږدې په یوه سپین رنګه موټر کې پنځه عراقي نارینه وو.

وروستیو څېړنو وښودله چې هغوی ملکي وګړي وو او په بغداد کې یوه کالج ته د تلو لپاره له همدې لارې تېرېدل.

ټول پنځه کسان په ډزو ووژل شول.

د موټر او جسدونو پلټنې هم د کومې وسلې د موندلو لامل نه شوې.

له دې وروسته د سمندري ځواکونو یوه ډله شاوخوا کورونو ته ننوتله؛ هغه ځای چې د دې پېښې بله برخه پکې رامنځته شوه.

ابورحمان وايي:

کله چې ډزې پیل شوې، هېچا جرئت نه کاوه چې له کوره بهر ووځي.

په داسې شېبه کې انسان یوازې غواړي خپله کورنۍ کوم خوندي ځای ته ورسوي.

خو په هغه ورځ حتی د کورونو دېوالونو هم ونه شو کولای چې خلک خوندي کړي.

وروسته پوه شو چې امریکايي ځواکونه شاوخوا کورونو ته ننوتلي وو.

ښځې او نارینه، بوډاګان او ماشومان د وژل شویو کسانو په منځ کې وو.

کله چې خبرونه په ښار کې خوله پر خوله خپاره شول، نو خبره نوره د یوې عادي نښتې نه وه؛ خبره د هغو کورنیو وه چې په خپلو کورونو کې وژل شوې وې.

د څو ساعتونو په پای کې ۲۴ عراقي وګړي وژل شوي وو.

وروستیو څېړنو هغوی ملکي وګړي وبلل.

تر ټولو کشر قرباني یوه درې کلنه نجلۍ وه او تر ټولو مشر یې یو ۷۶ کلن سړی و.

امریکايي سمندري ځواکونو په لومړي سر کې ادعا کړې وه چې په سیمه کې له یاغیانو سره په نښته اخته شوي وو؛ خو وروستیو څېړنو او د «نیویارکر» مجلې تحقیقي راپور وښودله چې په دې قضیه کې څېړل شوي قربانیان ملکي وګړي وو.

ځینې یې په خپلو کورونو کې او له نږدې واټن څخه په ډزو ویشتل شوي وو.

ابورحمان وايي:

د ښار د خلکو لپاره ۲۴ یوازې یوه شمېره نه وه.

د هرې شمېرې تر شا یو نوم او یوه کورنۍ وه.

تصور وکړئ چې د یوه کور دروازه پرانیستل شي او د یوې کورنۍ څو غړي نور ژوندي نه وي.

هغه څه چې په حدیثه کې له ډزو وروسته پاتې شول، یوازې د کوڅو چوپتیا نه وه؛ بلکې هغه کورنۍ وې چې باید د پلار، مور، خور، ورور یا خپل اولاد له نشتوالي سره یې ځان عیار کړی وای.

د هغوی لپاره جګړه نور هغه څه نه وو چې یوازې یې په خبرونو کې په اړه اورېدلي وای؛ جګړه د هغوی د کورونو خونو ته ننوتې وه.

خو د حدیثې قضیه هماغه ورځ پای ته ونه رسېده.

د ډزو له پای ته رسېدو وروسته، دوه امریکايي سمندري سرتېري د پېښې د مستندسازۍ لپاره وګومارل شول.

یوه له ځان سره ډیجیټل کامره لرله او بل د سور مارکر په وسیله د وژل شویو کسانو جسدونه شمېرل.

هغوی له یوه ځایه بل ځای ته ولاړل او د قربانیانو له جسدونو او پاتې صحنو څخه یې عکسونه واخیستل.

نورو ځواکونو هم له سیمې څخه عکسونه واخیستل.

همدا انځورونه وروسته په حدیثه کې د رامنځته شوې پېښې د څېړنې د اسنادو یوه مهمه برخه وګرځېدل.

ابورحمان وايي:

کلونه تېرېدل، خو کورنیو پوښتنه کوله چې ولې د هغې ورځې حقیقت په بشپړه توګه نه لیدل کېږي.

هغوی خپل عزیزان له لاسه ورکړي وو او اوس یې غوښتل پوه شي چې په وروستیو شېبو کې له هغوی سره څه شوي دي.

ځینو ژغورل شویو کسانو کلونه د ځواب په لټه کې تېر کړل.

ښايي د هغه چا لپاره چې له دباندې دې پېښې ته ګوري، د یوه عکس خپرول یوازې د یوه سند خپرول وي؛ خو د قرباني د کورنۍ لپاره، هغه انځور د هغه انسان وروستۍ نښه کېدای شي چې نور هېڅکله خپل کور ته ستون نه شو.

هغه پېښه چې وروسته د «حدیثې د کشتار» په نوم مشهوره شوه، په عراق کې د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو د کړنو له مهمو قضیو څخه وګرځېده.

څلورو امریکايي سمندري سرتېرو له وژنې سره د تړلو تورونو سره مخ شول، خو وروسته د هغوی پر وړاندې د وژنې تورونه لغوه شول.

په پای کې، وروستۍ قضیه په ۲۰۱۲ کال کې د قضايي توافق له لارې پای ته ورسېده؛ یوه سمندري سرتېري د دندې په ترسره کولو کې پر یوه سرغړونه اعتراف وکړ، خو زنداني نه شو.

په دې توګه، هغه قضیه چې د ۲۴ ملکي وګړو له وژل کېدو سره پیل شوې وه، پرته له دې چې له تورنو کسانو څخه یو هم د دغو ملکي وګړو د وژنې له امله زنداني شي، پای ته ورسېده.

ابورحمان وايي:

د قربانیانو د کورنیو لپاره د یوې قضايي دوسیې تړل د هغوی د ژوند د دوسیې د تړل کېدو معنا نه لرله.

هغوی هره ورځ د هغو کسانو تش ځای لیدل چې نور نه وو.

کېدای شي په کوم لرې ځای کې پر یوه کاغذ لیکل شوي وي چې دوسیه پای ته رسېدلې؛ خو هغه مور ته چې خپل اولاد یې له لاسه ورکړی، یا هغه ماشوم ته چې نور خپل پلار نه ویني، څنګه ویل کېدای شي چې هر څه پای ته رسېدلي دي؟

د حدیثې د خلکو لپاره دا کیسه په یوه حکم یا یوه لاسلیک پای ته ونه رسېده.

د ډېرو کلونو لپاره د هغې ورځې د عکسونو لویه برخه د امریکا د پوځ په واک کې پاتې شوه او عامو خلکو ته د لاسرسي وړ نه وه.

د «In the Dark» پوډکاسټ څېړنیزې ډلې په ۲۰۲۰ کال کې د اسنادو او عکسونو د ترلاسه کولو لپاره رسمي غوښتنه وړاندې کړه او وروسته یې د دغو اسنادو ته د لاسرسي لپاره د امریکا د پوځي ادارو پر ضد دعوه هم وکړه.

خبریالانو په عراق کې د قربانیانو له کورنیو سره مرکې هم وکړې او یو شمېر ژغورل شویو کسانو د خپلو خپلوانو د عکسونو له خپرولو سره موافقه وکړه.

په پای کې «نیویارکر» د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د دغو عکسونو یوه ټولګه خپره کړه؛ هغه انځورونه چې د حدیثې په کورونو او کوڅو کې د رامنځته شوې پېښې یوه برخه یې د عامه افکارو مخې ته کېښوده.

ابورحمان وايي:

د نومبر نولسمه زموږ لپاره یوازې په کلیزه کې یوه نېټه نه ده.

هر ځل چې د حدیثې او هغې ورځې نوم اخیستل کېږي، پوښتنې بیا راژوندۍ کېږي؛ د هغو انسانانو په اړه پوښتنې چې په خپلو کورونو کې ووژل شول او د هغو کورنیو په اړه چې کلونه یې هڅه وکړه د هغوی روایت واورېدل شي.

جګړه ښايي د سرتېرو لپاره د ماموریت په پای ته رسېدو سره پای ته ورسېږي او پوځي ځواکونه یوه ورځ د یوه هېواد خاوره پرېږدي؛ خو د هغو خلکو لپاره چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د جګړې پای مشخصه نېټه نه لري.

ځینې ټپونه د وروستي سرتېري له وتلو سره هم نه رغېږي.

هغه څه چې په حدیثه کې رامنځته شول، یوازې د ۲۴ ملکي وګړو د مرګ روایت نه دی؛ بلکې د هغه پراخ کړاو یوه برخه ده چې د جګړې کلونو او په عراق کې د امریکا پوځي حضور پر خلکو تحمیل کړ.

له هغو کورونو څخه چې د ډزو پر ډګرونو بدل شول، تر هغو کورنیو پورې چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړل او کلونه یې د ځواب او عدالت په تمه تېر کړل.

هغه سیاست چې د امنیت او آزادۍ د ټینګښت په ادعا پیل شو، د عراق د ډېرو خلکو لپاره له ویجاړۍ، بې‌ځایه کېدو، ناامنۍ او ماتم سره مل شو؛ او حدیثه یوازې له هغو نومونو څخه یو دی چې د دې جګړې انساني بیه یې د تاریخ په حافظه کې ثبت کړې ده.

کلونه تېر شوي او د اشغال د دورې د امریکايي ځواکونو ډېره برخه عراق پرېښې ده، خو د جګړې کړاو له یوه هېواد څخه د وروستي پوځي کاروان په وتلو سره نه شي وتلای.

د حدیثې، ابوغریب، فلوجې او د هغو کلونو د نورو پېښو خاطره لا هم د ډېرو عراقیانو په حافظه کې پاتې ده؛ دا د دې حقیقت یادونه کوي چې د سترو قدرتونو پرېکړې کله ناکله داسې بیه لري چې عادي خلک یې په خپل ژوند، کور او راتلونکي ورکوي.

د قربانیانو د کورنیو لپاره ښايي جګړه پر کاغذ پای ته رسېدلې وي، خو د هغوی د عزیزانو تش ځای لا هم شته؛ هغه زخم چې د عراق تاریخ به یې هېر نه کړي.