د حکایتونوکاروان (۱۳)
په دې خپرونه کې د کیسو پر اورګاډي سپرېږو او د زړهراښکونکو او اورېدو وړ حکایتونو نړۍ ته سفر کوو؛ داسې نړۍ ته چې پکې خپلې اندېښنې شاته پرېږدو او خوښۍ له ځان سره ملګرې کوو. په هر تمځای کې یو له پنده ډک حکایت زموږ په تمه وي، څو ترې یو درس واخلو او خپل ژوند لا ښکلی پر مخ یوسو.
د مهربانو لاسونو او سخاوتمندو زړونو په تودوخه مو سلام وي .
د «حکایتونو کاروان » خپرونې ګرانو ملګرو! نن د فارسي ژبې د خوږژبي شاعر سعدي له «ګلستان» کتاب څخه له یوې په زړه پورې او اورېدو وړ کیسې سره ستاسو مېلمانه یو.
سعدي د فارسي ژبې هغه خوږژبی شاعر دی چې په اوومه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. د هغه «ګلستان» او «بوستان» د فارسي شعر او نثر له تر ټولو غوره او ارزښتناکو آثارو دي.
«ګلستان» د سعدي شیرازي یو شاهکار دی چې په ۶۵۶ هجري قمري کال کې یې د څو میاشتو په موده کې ولیکه. شیخ سعدي په دې کتاب کې له پاچاهانو، مینهوالو، پهلوانانو، مدعیانو، شیخانو، صوفیانو او رندانو سره د خپلو لیدنو او تجربو کیسې لیکلې دي، څو د دغو تجربو له لارې اخلاقي درسونه او پندونه وړاندې کړي.
«هغه سوالګر چې پاچا شو؛ قناعت یوه خزانه ده» د ګلستان له حکایتونو څخه یوه کیسه ده چې تاسو ګرانو اورېدونکو ته یې ډالۍ کوو.
چمتو یاست چې دا کیسه واورئ؟
روایت دی چې په پخوا زمانه کې یو پاچا و چې اولاد یې نه درلود. هغه هېڅ ځایناستی نه درلود او تر مرګ وروسته یې په کورنۍ کې داسې څوک نه و چې پاچاهي ورته ورسېږي. بېاولاده پاچا ډېر زوړ شوی و او د ژوند ډېر وخت یې نه و پاتې. په همدې حال کې د خپل ځایناستي لپاره یو عجیبه فکر ورپیدا شو!
پاچا خپل وزیران راټول کړل او ورته ویې ویل:
«زما خبرو ته په غور غوږ ونیسئ. غواړم داسې وصیت وکړم چې تر مرګ وروسته مې تاسو له سرګردانۍ او ګډوډۍ سره مخ نه شئ او هېواد د فتنې او بلوا ښکار نه شي.
زما وصیت دا دی چې تر مرګ وروسته مې سهار وختي د ښار دروازې ته لاړ شئ او لومړی هغه کس چې له دروازې ښار ته ننوځي، پاچا یې وټاکئ او د پاچاهۍ تاج یې پر سر کېږدئ.
تاسو ټول باید هلته حاضر اوسئ، څو خدای مه کړه، درغلي ونه شي او د چا حق تر پښو لاندې نه شي.
په دې اړه له هېچا سره خبرې مه کوئ؛ ځکه که خلک زما له دې پرېکړې خبر شي، د هماغې ورځې په سهار به زرګونه فرصتطلب کسان هڅه وکړي چې لومړي ښار ته ننوځي. په دې صورت کې به فتنه او ګډوډي ټول هېواد ونیسي او د هېواد د چارو واګې به ستاسو له لاسه ووځي.
هغه څوک چې په هغه سهار لومړی ښار ته ننوځي، زما د تاج او تخت وارث به وي. هر څوک چې وي، په قانوني توګه به زما ځایناستی وي او تاسو ټول مکلف یاست چې د هغه امرونه په بشپړه توګه ومنئ او اطاعت یې وکړئ.
خو که پوه شم چې ستاسو له ډلې چا دا راز له ماڼۍ بهر رسولی دی، بې له دې چې لږه هم رحم پرې وکړم، جلاد ته به یې وسپارم!
یوازې هغه وخت چې زما ځایناستی مو وټاکه، اجازه لرئ چې د دې پرېکړې اصلي کیسه خلکو ته ووایئ.»
ورځې، اوونۍ او میاشتې تېرې شوې، تر دې چې ټاکلې شېبه راورسېده او پاچا له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
خلک ټول د راتلونکي په اړه اندېښمن وو او هر چا بېلابېل نظرونه څرګندول. هېچا نه شوای کولای د راتلونکي وړاندوینه وکړي او اټکل وکړي چې د هېواد پاچا به څوک شي.
وزیرانو پاچا په هدیره کې تر خاورو سپارلو او د ماتم او ویر د مراسمو تر پای ته رسولو وروسته پرېکړه وکړه چې سبا سهار ټول د ښار دروازې ته لاړ شي او په بېصبرۍ د دروازې پرانیستل کېدو ته انتظار وباسي.
هغوی د راتلونکي نېکمرغه پاچا د لیدو په تمه وو او هره شېبه یې د هغه د لیدو لپاره شمېرله.
د زمانې د پېښو له مخې، کله چې دروازه پرانیستل شوه، لومړی کس چې ښار ته ننوت، یو سوالګر و؛ هغه سوالګر چې ټول عمر یې د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه کې تېر کړی و، زړې جامې یې په پیوندونو رغولې وې او د دنیا له شتمنیو یې هېڅ هم نه درلودل.
وزیران یې شاوخوا راټول شول. په خوښۍ یې ورته سر ټیټ کړ، درناوی یې ورته وکړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې یې د پاچاهۍ تاج د هغه پر سر کېښود. هغوی په پټه موسکا سره هغه ته د «نېکمرغه پاچا» لقب ورکړ.
بېچاره سوالګر چې له هېڅ شي خبر نه و، د وزیرانو کړنې یې په حیرانتیا څارلې. هغه ګومان کاوه چې وزیران ورسره ټوکې کوي او مسخره کوي یې.
خو موضوع بالکل جدي وه.
وزیرانو او ورسره ملګرو خدمتګارانو نوی پاچا شوی سوالګر پر تخت کېناوه او د پاچاهۍ ماڼۍ ته یې یووړ. سوالګر له حیرانتیا ژبه بایللې وه او نه پوهېده چې څه پېښېږي.
کله چې یې د پاچاهۍ پر تخت کېناوه، ټول وزیران، پوځي قوماندانان، لښکر مشران او د دولت لوړپوړي چارواکي د هغه تر امر لاندې راغلل. په دې توګه، هماغه بېچاره سوالګر د هېواد پاچا شو.
ورځې، اوونۍ، میاشتې او کلونه تېر شول، خو سوالګر لا هم د پاچاهۍ په ماڼۍ کې په خوښۍ او هوساینې ژوند کاوه او پر هېواد یې حکومت چلاوه.
هغه چې پخوا د شپې د ډوډۍ لپاره هم محتاج و، اوس په نعمتونو کې ډوب و. خوراکونه یې کول، څښاکونه یې کول او د خدای شکر یې ادا کاوه چې پخوانی پاچا بېاولاده مړ شوی و او ده ته یې د پاچاهۍ د رسېدو زمینه برابره کړې وه.
کله به چې وزګار شو، د مړ شوي پاچا د روح لپاره به یې له خدایه بښنه غوښتله. همدارنګه یې هیله کوله چې خدای یو زوی ورکړي، څو تر خپل مرګ وروسته هغه پاچا کړي؛ داسې نه چې د پخواني پاچا په څېر بېاولاده له نړۍ لاړ شي او اړ شي چې هماغسې وصیت وکړي لکه هغه چې کړی و.
که څه هم نوی پاچا شوی سوالګر له خپل مقامه خوښ و او په هوساینې کې یې ژوند کاوه، خو ځکه چې د هېواد چلولو او پاچاهۍ په چارو نه پوهېده، ورو ورو ستړی شو او د هېواد د چارو واګې یې له لاسه ووتې.
هره ورځ به د هېواد له یوه ګوټ څخه فتنه او بلوا راپورته کېده او خبر به یې پاچا ته رسېده. هغه له غم خوړلو او آه ایستلو پرته د بل څه کولو توان نه درلود.
ځینو دولتي چارواکو او وزیرانو هم د هغه له اطاعته سرغړونه پیل کړه. د هېواد بېلابېلې قبیلې او ډلې له هر لوري سره په شخړو اخته شوې او وضعیت ګډوډ شو.
د پاچا لښکر له رعیت سره جګړه پیل کړه. ځینې ښارونه د دښمنانو لاس ته ولوېدل او سوالګر پاچا د دغو پېښو له امله بېوسه، ستړی او ناهیلی شو.
بېچاره سوالګر نه پوهېده چې څه وکړي او څنګه دا فتنې او بلواوې ارامې او خاموشې کړي.
هره ورځ به د هېواد یوه برخه له لاسه ورکوله. بېچاره پاچا به هره ورځ په ماڼۍ کې غمجن او ماتزړی ناست و، غم به یې خوړ او آهونه به یې ایستل.
تر دې چې یوه ورځ یې په ناڅاپي ډول له خپل یوه پخواني ملګري سره مخامخ شو. هغه له یوه سفره راستنېده.
سوالګر پاچا په حیرانتیا خپل هغه ملګري ته وکتل چې اوس پاچا شوی و. کله چې یې هغه په دې حالت کې ولید، نو ویې ویل:
«د لوی او عزتمند خدای شکر دی چې ستا ګل له اغزو راووته، اغزی دې له پښې ووت او لوړې نېکمرغۍ لارښوونه درته وکړه؛ بخت او سعادت دې ملګري شول، تر دې مقامه ورسېدې!
**إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا**
یعنې: له سختۍ سره اساني هم شته. (د انشراح سورت، پنځم آیت)
د خدای شکر دی چې له سوالګرۍ څخه پاچاهۍ ته ورسېدې. څومره لوړ بخت لرې! ته خو ډېر نېکمرغه یې؛ اوس نه د ډوډۍ غم لرې او نه د سرپناه. خدای رښتیا ویلي دي چې له سختۍ او کړاو سره اساني او راحت هم راځي.»
ګل کله غوړېږي او کله رژېږي؛
ونې کله لوڅې وي او کله په پاڼو پوښلې وي.
پاچا د خپل ملګري له دې خبرو هېڅ خوښ نه شو. زړه یې پخوانیو ورځو ته تنګ شوی و. خپل ملګري ته یې چې پخوا سوالګر و، وویل:
«ګرانه ملګريه! د مبارکۍ پر ځای راته تسلیت ووایه!
په هغو سختو ورځو کې مې یوازې د ډوډۍ غم درلود؛ خو اوس د یوه ټول هېواد اندېښنه زما په زړه کې ده او د نړۍ په کچه فشارونه مې دننه ځوروي!»
هو، ګرانو دوستانو!
په لږو شته امکاناتو قناعت کول تر دې غوره دي چې انسان په لویو اندېښنو او سختیو کې راګیر شي.
د دنیا د شتمنیو په لټه کې کېدل او په خوښیو او خوندونو کې ډوبېدل ښايي د یوې مودې لپاره خوندور وي، خو انسان د دنیا په لا ډېرو سختیو کې ښکېلوي.
له بلې خوا، هر څوک باید هغه کار وکړي چې په اړه یې کافي پوهه او اړینه تجربه ولري؛ که نه، نو د همدې بېچاره سوالګر په څېر به د پاچاهۍ په چارو کې پاتې راشي او خپل هېواد به له لاسه ورکړي.
د ښو او خوږو ورځو په هیله!
خدای مو مل شه.