د حکایتونو کاروان / شلمه برخه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179876-د_حکایتونو_کاروان_شلمه_برخه
د حکایتونو کاروان لړۍ په شلم تمځای کې د یوې داسې کیسې مېلمانه یو چې د ملګرتیا پر اغېز او د انسان پر شخصیت د چاپېریال د پټو اغېزو رڼا اچوي.
(last modified 2026-10-13T06:01:12+00:00 )
Oct 13, 2026 10:30 Asia/Kabul
  • د حکایتونو کاروان / شلمه برخه

د حکایتونو کاروان لړۍ په شلم تمځای کې د یوې داسې کیسې مېلمانه یو چې د ملګرتیا پر اغېز او د انسان پر شخصیت د چاپېریال د پټو اغېزو رڼا اچوي.

راځئ، د حکمت او پند په دې ادبي سفر کې واورو چې څنګه د بدو ملګرو ناسته ولاړه د انسان پر ژوند سیوری غوړولای شي او نېک ملګري یې د نېکمرغۍ پر لور رهبري کولای شي.

په حقیقت کې د شیرازي سعدي د ګلستان له کتاب څخه یوه کیسه درته وړاندې کوو.

شیرازي سعدي په خپل ګلستان کتاب کې تر ډېره پر اخلاقي او ټولنیزو موضوعاتو بحث کړی او په هر حکایت کې یې ژور مفاهیم بیان کړي دي.

هغه کیسه چې اوس یې درته لرو، بد ملګری نومېږي.

دا یوه په زړه پورې کیسه ده چې موږ ته راپه یادوي، باید پر خپل نېک‌والي مغروره نه شو او له هر چا سره ناسته ولاړه ونه کړو؛ ځکه له بدو خلکو سره ناسته ولاړه د نېکو خلکو پر خرابېدو ژور اغېز لري.

باور مو نه راځي؟ نو راځئ حکایت ته!

***

یوه ورځ د غلو یوې ډلې د یوه کاروان لاره بنده کړه او د مسافرو شتمني یې ترې لوټ کړه.

کله چې د دې پېښې خبر ښار ته ورسېد، حاکم امر وکړ چې یو لوی لښکر راټول کړي. لښکر د پېښې له ځایه څو فرسخه لرې د یوې پراخې دښتې شاوخوا محاصره جوړه کړه او د تګ راتګ لارې یې بندې کړې، څو غله وپېژني او ویې نیسي.

ورو ورو یې د محاصرې کړۍ تنګه کړه، تر دې چې په پای کې یې د دوو غونډیو ترمنځ په یوه دره کې د غلو دمه‌ځای وموند. بیا یې پر هغوی برید وکړ. سره له دې چې غلو سخته مقاومت وکړ، خو لښکر وتوانېد چې ټول ونیسي او د حاکم حضور ته یې راولي.

حاکم ډېر خوشحاله و چې دا خطرناک غله په لومه کې راګیر شوي دي.

قاضي ته یې وویل:

— شور او غوغا جوړه کړئ او ښار له خلکو ډک کړئ. خلک راټول کړئ او غله د خلکو په وړاندې محاکمه کړئ. که په دوی کې کوم بې‌ګناه کس وي، تر پېژندلو وروسته یې آزاد کړئ؛ خو مجرمانو ته سخته سزا ورکړئ.

د دې پېښې خبر ټولو سیمو ته ورسوئ، څو نور خلک هم هوښیار شي او پوه شي چې غله نیول شوي او لارې بېرته خوندي شوې دي.

قاضي غله یو په بل پسې محاکمه کړل. ټولو غلو ځانونه بې‌ګناه بلل او بېلابېلې پلمې یې جوړولې. خو څرنګه چې هغوی د کاروان مالونه سره وېشلي وو او هر یوه له هغو مالونو څخه څه له ځان سره ساتلي وو، نو د ځان د سپیناوي لپاره یې د منلو وړ دلیل نه درلود.

بالاخره اړ شول چې اعتراف وکړي، چې دنده یې د لارو لوټول او غلا ده.

خو له هغوی څخه یوه خپل جرم نه مانه او ویل یې:

— زه د دې غلو له ډلې څخه نه یم او زما کار غلا نه ده.  زه شاعر، انځورګر، لیکوال او هنرمند یم. بدمرغي وه چې له دې ډلې سره ملګری شوم، خو تاسو باید ما له دغو غلو سره په یوه کتار کې ونه دروئ.

هغه حاکم ته یو لیک هم ولیکه چې له علمي او ادبي ښکلاوو، فصاحت، شعرونو او حکایتونو ډک و. په لیک کې یې شکایت کړی و:

«قاضي زما خبره نه مني او زما حق تر پښو لاندې کوي. زه غل نه یم، د علم او هنر خاوند یم او حاکم باید زما قضیې ته په بل نظر وګوري.»

حاکم د لیک په لوستلو اغېزمن شو. ځوان یې راوغوښت او ورته ویې ویل:

— ډېر ښه لیک دې لیکلی و؛ دا ستا د پوهې او معرفت نښه ده. اوس څه وایې؟

ځوان وویل:

— زه غل نه یم او ځان د سزا وړ نه ګڼم.

حاکم وپوښتل:

— نو ولې له غلو سره ملګری وې؟

ځوان ځواب ورکړ:

— ما هغوی نه پېژندل او د هغوی له کارونو خبر نه وم. ما د هغوی خدمت کاوه او مزدوري مې اخیسته. زما کار یوازې لیکل، د کتابونو لوستل او نصیحت کول وو.

حاکم وپوښتل:

— قاضي څه وايي؟

ځوان وویل:

— هغه ما هم د لارو له غلو سره شریک ګڼي، زما خبرو ته پام نه کوي او عذر مې نه مني.

حاکم امر وکړ:

— دا ځوان زما په حضور کې محاکمه کړئ.

قاضي د حاکم په حضور کې محاکمه له سره پیل کړه. له ځوان څخه یې وپوښتل:

— آیا پوهېدې چې دا کسان د لارو غله دي، که نه؟

ځوان وویل:

— نه، نه پوهېدم. کله چې هغوی کاروان لوټ کړ، زه پوه شوم چې غله دي او له دې ډلې سره پر ملګرتیا پښېمانه شوم.

قاضي وویل:

— ښه ده، زه نه وایم چې له چا سره ناسته ولاړه حتماً له هغه سره د جرم په ترسره کولو کې د ګډون معنا لري. خو دا راته ووایه چې د غلو د جامو په اغوستلو دې ولې شرم نه احساساوه؟

ځوان وویل:

— زه پرې خوښ نه وم او شرمېدم، خو بله چاره مې نه لرله.

قاضي وپوښتل:

— ښه، له کله راهیسې دغو نااهلو کسانو کاروان لوټ کړی دی؟

ځوان وویل:

— دوه میاشتې کېږي.

قاضي وپوښتل:

— هغه ځای چې کاروان یې لوټ کړی و، چېرته و؟

ځوان وویل:

— د فلاني ښار او فلاني کلي ترمنځ په یوه غرنۍ تنګه لاره کې.

قاضي وپوښتل:

— آیا کولای شې د دې لارو نقشه پر کاغذ رسم کړې، څو د سیمې او لارو په پېژندلو کې راسره مرسته وکړې؟

ځوان وویل:

— ولې نه؟ زه دا لارې ډېرې ښه پېژنم او د نقشې په رسمولو کې زما په څېر بل څوک استاد نه دی.

قاضي وویل:

— آفرین! آیا کولای شې یو شعر هم ولیکې او له غلو سره د ملګرتیا په اړه خپله پښېماني پکې بیان کړې؟

ځوان وویل:

— ولې نه؟ کلمه زما په لاس کې د موم په څېر نرمه ده او کولای شم په یوه شعر شور او احساسات راوپاروم.

قاضي وویل:

— احسنت! آفرین پر تا! آیا کولای شې یوه کیسه ولیکې او د غلو او کاروان ترمنځ پېښه، د مسافرو وېره او د هغوی خبرې اترې پکې بیان کړې؟

ځوان وویل:

— ولې نه؟ د کاروان د خلکو وېره، د هغوی زارۍ او د دغو غلو بې‌رحمي پخپله یوه زړه‌سوځوونکې کیسه ده.

قاضي وویل:

— احسنت پر تا! خو دا غلو څنګه ژوند کاوه چې هېچا نه پېژندل؟ آیا په دې موده کې، د هغه کاروان له مسافرو پرته، کوم شپون، دښتې ‌ساتونکی، یوازې مسافر، دښته کې ‌ګرځېدونکی یا بزګر نه و چې دا کسان وپېژني او نورو ته یې د اوسېدو ځای ور وښيي؟

ځوان وویل:

— ولې نه، داسې خلک وو؛ خو غلو له دغو کسانو سره کار نه درلود، او هغوی به د غلو دا ډله د عادي او د ساعت‌تېرۍ لپاره ګرځېدونکو مسافرو په توګه پېژندله.

قاضي وویل:

— نو په دې حساب، ته چې غله دې پېژندل، له هغوی څخه ناراضي وې او د هغوی له کارونو شرمېدلې، ولې دې په دې دوو میاشتو کې، سره له دې چې د شاوخوا کلیو خلکو ته دې لاسرسی درلود، د غلو په بند کې هم نه وې او کولای دې شول د لارو او د هغوی د پټنځایونو نقشه رسم کړې او د غلا کیسه ولیکې، هغوی رسوا نه کړل او د لارې ساتونکو ته دې خبر ورنه کړ؟ ولې ترې جلا نه شوې او ونه تښتېدې؟

ځوان وویل:

— په دې فکر کې وم، خو بری مې په برخه نه شو.

قاضي وپوښتل:

— آیا په دې موده کې دې کوم نوی شعر هم لیکلی دی؟

ځوان وویل:

— هو، یو شعر مې لیکلی دی.

قاضي وویل:

— ویې لوله!

ځوان خپل لیکلی غزل ولوست.

قاضي حاکم ته مخ ورواړاوه او ویې ویل:

— زما لپاره ثابته شوه چې دا ځوان هم د نورو غلو په څېر غل دی، او ګناه یې تر نورو هم لویه ده؛ ځکه هغه په پوهه او خبرتیا سره د هغوی شریک او ملګری پاتې شوی دی.

شعر یې هم د بې‌دردۍ او بې‌غورۍ څرګندونه کوي. باید د هغه شعرونه او کیسې موږ ونه غولوي، ځکه دی له غلو سره پر ملګرتیا پښېمانه نه دی. که غل نه وای، له هغوی سره به یې ناسته ولاړه نه درلوده؛ او که رښتیا پښېمانه وای، نو تر نیول کېدو مخکې به یې د غزل پر ځای د شکایت لیک لیکلی و.

قاضي په خواشینۍ خپلې خبرې داسې وغځولې:

— دا خبره رښتیا ده چې وايي: ونه له مېوې او انسان له خپلو ملګرو څخه پېژندل کېږي!

څوک چې له بدکارانو سره ناسته ولاړه کوي او له دې کاره خوښ وي، د هغوی په څېر کېږي او د هغوی ملګری، شریک او مرسته‌کوونکی ګرځي.

که هغه د غلو له کارونو ناخوښ وای، نو ان که د هغوی په بند کې هم وای، کولای یې شول د یوه شپون، بزګر یا لاروي په وسیله د غلو راز افشا کړي.

ځوان وویل:

— خو ما له هېچا غلا نه ده کړې!

قاضي وویل:

— ته ښايي غلا نه شوای کولای، خو د غلو د جامو له اغوستلو دې ډډه ونه کړه.

ځوان وویل:

— زه له هغوی سره همفکره نه وم.

قاضي وویل:

— دروغ وایې!

ځوان وویل:

— توبه کوم!

قاضي وویل:

— اوس یې څه ګټه ده؟ توبه باید تر رسوا کېدو مخکې وشي؛ که نه، کله چې خلک ونیول شي، بیا ټول توبه‌ګارېږي.

ځوان وویل:

— ته له ما سره کینه لرې او نه غواړې چې زه وژغورل شم.

قاضي وویل:

— له تا سره هماغسې چلند کوم لکه له د نورو غلو سره چې یې کوم.

په دې وخت کې حاکم خبرې پیل کړې او ویې ویل:

— داسې ښکاري چې دا ځوان هم محکوم دی. یوازینی څه چې له نورو غلو څخه زیات لري، خوږه ژبه او ځیرکتیا ده.

افسوس پر هغه ځیرکتیا چې په ناسمه لار کې کارول کېږي! که همدا ځیرکتیا یې په سمه لار کې کارولې وای، نو د لویۍ او عزت مقام ته به رسېدلی و.

هو، ګرانو دوستانو! هر څوک چې له بدو خلکو سره ناسته ولاړه کوي، ورو ورو د هغوی په خویونو، کړنو او چلند اخته کېږي. له همدې امله پیغمبرانو انسانان له نېکانو او صالحانو سره ملګرتیا ته رابلل؛ ځکه له نېکانو سره ناسته ولاړه د نېکمرغۍ لامل کېږي.

تر بل حکایت پورې، خدای مو مل شه!