-
د چین لومړی وزیر سبا پاکستان ته ورځي
Oct 13, 2024 11:29زمونږ خبریال راپور راکړی د چین لومړی وزیر لي کیانګ(Li Qiang) ټاکل شوی دی چې په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته ورشي چې د پاکستان له پوځي قومندانانو او حکومتي چارواکو سره کتنه وکړي او دغه راز د شانګهايي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې هم ګډون وکړي.
-
ایران د امریکا لخوا د انرژۍ پرضد بندیزونه وغندل
Oct 13, 2024 10:11زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقائي» د ایران د انرژۍ په برخې باندې د امریکا د نویو بایکاټونو لګول چې د صهیونیسټ رژیم د پوځي هدفونو پرضد د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاعي اقدام په پلمه لګیدلي دي وغندل.
-
سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د تاوتریخوالي رامینځته کونکو اقداماتو سره مقابله او له مقاومت څخه ملاتړ د ایران سټراتيژۍ:-
Oct 13, 2024 08:45د ایران د اسلامي جمهوریت همیشنۍ سټراټيژۍ په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د کړکیچونو او د جنګونو له رامینځته کولو سره د مقابلې په هدف سره د مقاومت ډلو ملاتړ کول دي.
-
ایران روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي ورکړي
Oct 13, 2024 08:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل ایران روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي ورکړي او اروپا باید بله قیصه پیدا کړي.
-
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله، اسرائیلو ته مرګ ژوبله واړوله
Oct 13, 2024 07:59ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله ځواکونه د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو ترمینځ په یوې بم چاودنې سره له هغوې سره ونښتل او له کبله یې یوشمیر صهیونیسټ پوځیان مړه او ژوبل شول.
-
ایران د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله هیڅ اطلاع نلرله
Oct 13, 2024 07:11زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ وویل چې د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله د تهران د خبریدا په هکله ادعا هیڅ اعتبار نلري.
-
اسلامي ایران به د اسرائیلو هر تیري ته سخت ځواب ورکړي
Oct 13, 2024 06:57زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» وویل د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دی د جنګ د پراخولو غوښتونکی نه دی، خو هر تیري ته په قدرت او په مناسب ډول ځواب ورکوي.
-
د پیغمبر په شان کې د هندو پنډت په سپکاوي باندې په اعتراض کې کشمیریانو سترې مظاهرې وکړې
Oct 13, 2024 02:49د کشمیر رسندوي خدماتو مرکز راپور ورکړی دی چې خلک د سرینګر ،بډګام،بارامولا،بانډيپوره ،کوپواړه او درست جنوبی کشمیر پشمول په مختلفو سیمو کې د جمعې لمانځه له ترسره کیدا وروسته سترې مظاهرې وکړې او ددغه افراطي هندو پنډت د فوري نیولو اوسزا کولو غوښتنې ئې کولې.
-
پوهنتون باید هیواد د علم او ټيکنالوجۍ لوړې څوکې ته ورسوي
Oct 12, 2024 12:47سحاب – د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل؛پوهنتون باید هیواد دټيکنالوجۍ او ساینس لوړې څوکې ته ورسوي.
-
د اسرائيلو په ضد د نړیوالې اجماع رامینځةکیدا
Oct 12, 2024 11:50په غزې تړانګې کې د اسرائيلو د بې مخینې جنایتونو په تیره بیا د فلسطینیانو دنسل وژنې په دوام سره او اوس د لبنان په ضد د هراړخیزو حملو په زیاتیدا سره چې د زرګونو کسانو د شهادت او ټپي کیدا او د لسګونو زره نورو خلکو له خپلو کورونو د کوچیدا لامل شوي، په نړیواله سویه د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد نیوکې او محکومیّت مخ په زیاتیدا دي او ددغه جنایتکار صهیونیسټي رژیم د ورځ تربلې پر منزوي کیدا سربیره د اسرائيلو په ضد یوه نړیواله اجماع رامینځةشوې ده. دغه اجماع مختلف اړخونه لري.