ایران د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله هیڅ اطلاع نلرله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153150-ایران_د_طوفان_الاقصی_د_عملیاتو_په_هکله_هیڅ_اطلاع_نلرله
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ وویل چې د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله د تهران د خبریدا په هکله ادعا هیڅ اعتبار نلري.
(last modified 2024-10-13T02:44:56+00:00 )
Oct 13, 2024 07:11 Asia/Kabul
  • ایران د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله هیڅ اطلاع نلرله

زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ وویل چې د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله د تهران د خبریدا په هکله ادعا هیڅ اعتبار نلري.

په نیویارک کښې په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د فلسطین د حماس غورځنګ د  تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې له عملیاتو څخه د ایران د خبریدا په هکله سندونو ته د صهیونیسټ رژيم د لاسرسي په هکله د  نیویارک ټایمز او د وال سټریټ جورنال ورځپاڼو ادعا ته په ځواب کښې ډاګینه کړه په داسې شرایطو کښې چې په قطر کښې دیره د حماس غورځنګ چارواکو وویل دوې هم د طوفان الاقصی د عملیاتو د پیلیدا په هکله کومه  اطلاع نلرله او د نوموړیو پوځي عملیاتو پلانول، فیصله کول او  مدیریت کول یوازې په غزې تړانګه کښې دیره د حماس د پوځي څانګې پرغاړه وو.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ډيپلوماټیک دفتر زیاته کړه هغه هر ډول ادعا چې د طوفان الاقصی عملیات په جزيي یا کلي ډول له ایران اسلامي جمهوریت یا د لبنان له حزب الله غورځنګ سره مرتبط کړي هیڅ اعتبار نلري او یوازې د سند جوړول ګڼل کیږي.