-
د اسرائیلو په وړاندې د سوریې دریځ ثابت دی
Aug 31, 2024 01:51تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د خپل هیواد له ډيپلوماټانو او سفیرانو سره په کتنه کښې ټينګار وکړ د صهیونیسټ رژيم په وړاندې د دمشق د اسرائیلو ضد دریځ به هماغه راز ثابت پاتې شي.
-
د اقلیمي بدلونونو د بدلیدا غونډه په روسیې کښې وشوه
Aug 31, 2024 01:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اقلیمي بدلونونو په هکله د بریکس ډلې د غړیو هیوادونو په لوړه سویه خبرې پرون په ماسکو کښې وشوې.
-
د لبنان حزب الله په اسرائیلو لسګونو توغندي وویشتل
Aug 31, 2024 01:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو بیګا وویل د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په لسګونو توغندیو سره د نیواکي فلسطین په شمال کښې په صهیونیسټي ښارګیو او اډو باندې بریدونه وکړل.
-
اسرائیل په زوره د فلسطینیانو د کډوالولو هڅه کوي
Aug 31, 2024 00:57ایرنا خبري اژانس د قطر د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې پروت د جنین ښار ښاروال بیګا ایشوا کړه چې د اسرائیلو رژيم د فلسطین د خلکو په زوره د کډوالو هڅه کوي.
-
د اسرائیلو پوځيانو په دیرالبلح ښار اوبه بندې کړي دي
Aug 31, 2024 00:45تسنیم خبرې اژانس راپور راکړی د فلسطین د غزې تړانګې په مرکز کښې دیرالبلح ښار چې د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د څه د پاسه لس لکه فلسطیني کډوالو کوربه دی نن سبا د اوبو د غوڅیدا او د کلابندۍ د کړۍ د لا تنګیدا په سیوري کښې د دغه ښار په کامل ډول د خالي کولو لپاره د صهیونیسټي پوځیانو لخوا له سخت دباو سره مخامخ دی.
-
ایران د ټروریزم په هکله د بریتانیا په دوه ګوڼه سیاست نیوکه وکړه
Aug 31, 2024 00:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لندن کښې د ایران سفارت د ترهګرۍ په وړاندې د بریتانیا د حکومت په دوه ګوڼه دریځونو باندې نیوکې سره وویل: د انګلستان د حکومت لپاره ټروریزم هغه وخت چې ایرانیان په نښه کوي د زغمل وړ خو په بل ځای کښې محکوم دی.
-
د ایران سیاست د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د اړیکو ټینګول او پراخول دي
Aug 30, 2024 02:59دي د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشرپزشکیان ّد ناروې له لومړي وزیر«یوناس ګاهر اشتوره » سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، ایران په نړۍ کې هر ډول تیري غندي. د تهران پالیسي سوله او دوستي ده، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او له کړکېچ او شخړې ډډه کول دی .
-
د فلسطین حماس په غزې کې د یوې اونۍ اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له وړاندیز سره موافقه وکړه
Aug 30, 2024 02:56د ایرنا د خبر له مخې د حماس د غورځنګ ویاند جهاد طه له «العربی الجدید» ویب پاڼې سره په مرکه کښې وویل حماس له ټولو بشری موسسو او بنسټونو غواړی چې د غزې په تړانګه کښې د فلسطینیانو په وړاندې خپلې بشری وظیفې سرته ورسوی. او صهیونیسټي نیواکګران هم باید له اوربندسره موافقه وکړي.
-
د ایران ځوانان د هیواد د ځايي دفاعي صنعت اصلي معماران دي
Aug 29, 2024 11:13پارس ټوډې- د ایران د وسله والو ځواکونو د ملاتړي او د دفاع وزیر ځاې ناستي سردار سرتیپ پاسدار سید حجت الله قریشي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي صنعت په کورني قدرت باندې تکیې کولو او د پوځي تجهیزاتو د جوړولو او طراحۍ او ډیزاین له لارې په په نوښت باندې تکیې سره په یوه کاملا ځايي صنعت بدل شوی دی.
-
لویدیځ ته د روسیې خبرداری؛ له اور سره لوبې مه کوئ
Aug 29, 2024 08:16پارس ټو ډی - د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې پر ضد د «شیډو سټارم» له توغندیو د کی یف د استفادې لپاره د لویدیځ اجازه له اور سره لوبه و بلله .