د اسرائیلو پوځيانو په دیرالبلح ښار اوبه بندې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151932-د_اسرائیلو_پوځيانو_په_دیرالبلح_ښار_اوبه_بندې_کړي_دي
تسنیم خبرې اژانس راپور راکړی د فلسطین د غزې تړانګې په مرکز کښې دیرالبلح ښار چې د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د څه د پاسه لس لکه فلسطیني کډوالو کوربه دی نن سبا د اوبو د غوڅیدا او د کلابندۍ د کړۍ د لا تنګیدا په سیوري کښې د دغه ښار په کامل ډول د خالي کولو لپاره د صهیونیسټي پوځیانو لخوا له سخت دباو سره مخامخ دی.
(last modified 2024-08-30T20:18:53+00:00 )
Aug 31, 2024 00:45 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پوځيانو په دیرالبلح ښار اوبه بندې کړي دي

تسنیم خبرې اژانس راپور راکړی د فلسطین د غزې تړانګې په مرکز کښې دیرالبلح ښار چې د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د څه د پاسه لس لکه فلسطیني کډوالو کوربه دی نن سبا د اوبو د غوڅیدا او د کلابندۍ د کړۍ د لا تنګیدا په سیوري کښې د دغه ښار په کامل ډول د خالي کولو لپاره د صهیونیسټي پوځیانو لخوا له سخت دباو سره مخامخ دی.

د اسرائیلو د جعلي رژيم پوځ په داسې حال کښې د غزې تړانګې په مرکز کښې دیرالبلح ښار په کامل ډول کلابند کړی او اوبه یې  غوڅې کړي دي چې مخکې یې دغه سیمه د امنه او د بشر دوستانه سیمې په توګه اعلان کړي وه او له ټولو فلسطیني ښاریزو څخه یې غوښتي وو چې دغه غیر جنګي او غیر پوځي سیمې ته ولاړ شي.

سره له دې د اسرائیلي پوځیانو نوي اقدامات او پراخ پوځي عملیات په دیر البلح ښار کښې د خلکو د اندیښنې سبب شوي دي.

په غزې کښې د  فلسطین یو کډوال «عامر الفرا»  وايي زه له هغو سلګونو زرو کډوالو څخه یو کډوال یم چې د دغه ښار په خیمو کښې وسیږم خو اوس دلته حیرانه شوی یم ځکه چې صهیونیسټ نیواکګر پوځيانو ناڅاپه زمونږ د خیمو په لور پرمختګ کړی دی.

یوه بل فلسطیني کډوال« ادهم یوسف»هم وویل چې ما په خپلو سترګو له نږدې څخه د اسرائیلي عسکرو لخوا د فلسطیني ماشومانو او ښځو په ډزو سره د وژل کیدا صحنې لیدلي دي.