مقاومت د اسرائیلو د نه ماتېدنې افسانه له منځه یووړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i179448-مقاومت_د_اسرائیلو_د_نه_ماتېدنې_افسانه_له_منځه_یووړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان په پارلمان کې مقاومت ته د وفادارۍ د فراکسیون یوه «ایهاب حماده» غړي ټینګار وکړ چې د تل‌ابیب د نه ماتېدنې افسانه د لبنان د مقاومت له خوا له منځه وړل شوې او د مقاومت چورلیز د پرمختګ او قدرت پر لور روان دی.
(last modified 2026-10-06T07:53:18+00:00 )
Oct 06, 2026 12:20 Asia/Kabul
  • مقاومت د اسرائیلو د نه ماتېدنې افسانه له منځه یووړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان په پارلمان کې مقاومت ته د وفادارۍ د فراکسیون یوه «ایهاب حماده» غړي ټینګار وکړ چې د تل‌ابیب د نه ماتېدنې افسانه د لبنان د مقاومت له خوا له منځه وړل شوې او د مقاومت چورلیز د پرمختګ او قدرت پر لور روان دی.

«ایهاب حماده» وویل: د اسرائیلو د نه ماتېدنې افسانه له ۱۹۸۲ میلادي  کال څخه تر نن ورځې پورې زموږ د اولادونو د شتون په برکت له منځه تللې ده.

بله افسانه، یعنې امریکا، چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې یې د خپل قدرت  او برم له امله هېچا په هېڅ ډول مقابله کې د ننګولو جرئت نه درلود، د هرمز تنګي په جګړه کې ماته خوړلې او ایران پیاوړی او قدرتمن  راڅرګند شوی دی.

هغه په بعلبک کې د شهیدانو سید حسن نصرالله او سید هاشم صفی‌الدین د یاد غونډې پر مهال زیاته کړه: د مقاومت چورلیز د پرمختګ په حال کې دی او ځان د تر ټولو پیاوړي چورلیز په توګه ثابتوي.

حماده وویل: موږ پر خپل امت حساب کوو او دا سمه خبره ده.

د مقاومت لاره، چې د شهیدانو په وینو پیل شوې او په هماغو وینو ښکلې شوې ده، د امریکایانو، صهیونیسټانو او د هغوی د متحدانو له بهرنیو فشارونو سره سره له منځه نه ځي او دوام به کوي.

موږ به دا لاره تر آزادۍ پورې تعقیب کړو، که څه هم ځینې کسان دا هدف لرې وبولي.

هغه ټینګار وکړ: باید تاریخ، په ځانګړي ډول د ملتونو د حقونو او وړتیاوو په اړه، په ښه توګه مطالعه شي.