د دوه میلیارده ډالرو خاوند ځآن وژنه وکړه
یو ۷۸ کلن امریکایي توماس ایچلي چې د دوه میلیارده امریکایي ډالرو خاوند وو، پخپل دفتر کې په ډزو سره ځآن وژلی.
د دوه میلیارده ډالرو خاوند ځآن وژنه وکړه
یو ۷۸ کلن امریکایي توماس ایچلي چې د دوه میلیارده امریکایي ډالرو خاوند وو، پخپل دفتر کې په ډزو سره ځآن وژلی.
د نوموړي کورنۍ د هغه مړینه تائید کړې، خو لامل یې ندی په ډاګه کړی.
له هغه څخه د خپلې شتمنۍ ترڅنګ یوه میرمن او پنځه ماشومان پاتي شول.
توماس د Lee Equity بنسټ ایښودونکی او رییس و، چې هغه یې په 2006 کې تاسیس کړ، مخکې یې د توماس ایچ لی پارټنرز د رییس او اجرایوي رییس په توګه دنده ترسره کوله، کوم چې هغه په 1974 کې تاسیس کړی وو.
توماس لي په 1992 کې د مشروباتو شرکت سنیپل پیرودلو او دوه کاله وروسته په 1.7 ملیارد ډالرو په Quaker Oats باندې د پلورلو لپاره هم پیژندل شوی.
د امریکايي مجلې فوربس د میلیاردرانو د نوملړ له مخې د مړینې پر مهال د هغه شتمني دوه میلیارده ډالره اټکل شوې وه.