سردار سلامي:
دښمن به په شرمناکو ماتو سره د تاریخ قبرستان ته ولیږو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دې خبرې سره چې خپلې بریاوې تاوان له نه ورکوو، ټینګار وکړ : دښمن په شرمونکو شکستونو سره د تاریخ ادیرې ته استوو.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دې خبرې سره چې خپلې بریاوې تاوان له نه ورکوو، ټینګار وکړ : دښمن په شرمونکو شکستونو سره د تاریخ ادیرې ته استوو.
سردار حسین سلامي د سوریې په خان طومان کښې د حرم د مدافعانو د شهادت د کلیزې په مناسبت په دې خبرې سره چې دښمنان افسرده، عاجز، ناتوانه او ناکامه دي، وویل: اسلام د استقامت، صبر، ټینګتیا، وفادارۍ او سرشندنې په برکت په پراخیدو دی.
سردار سلامي زیاته کړه: که شهیدان په شهادت سره خپلې آرزو ته ورسیدل نو کورنۍ د خپلو اولادونو په بدرګه کولو سره خپل ارمانونه قرباني کوي او دا کار تیریدنې، ایثار او مضبوط ایمان ته ضرورت لري.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان د شهیدانو د قدرمنو کورنیو د قربانۍ، استقامت او صبر په قدرونې سره ټینګار وکړ: بیرغ به تر آخره لوړ ساتو او نه پریږدو چې د شهیدانو پرتمینې لاسته راوړنې تاواني شي.
د ویلو ده چې په سوریې کښې د بي بي زینب(س) د حرم یوه ډله مدافعان د ۱۳۹۵ کال د غويي د میاشتې په شپاړسمه نیټه د دغه هیواد په خان طومان ښار کښې له سختې جګړې وروسته شهیدان شوي وو.