بزدلانه وژلې د افغانستان د ملت په ارادې اغیز نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100092-بزدلانه_وژلې_د_افغانستان_د_ملت_په_ارادې_اغیز_نلري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر د افغانستان د ولسي جرګې مشر ته په پیغام کښې په کابل کښې ترهګره حمله وغندله او ټینګار یې وکړ بزدلانه ټرورونه د افغانستان د ملت په رښتیوني ارادې باندې هیڅ اغیز نلري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 23:36 Asia/Kabul
  • بزدلانه وژلې د افغانستان د ملت په ارادې اغیز نلري

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر د افغانستان د ولسي جرګې مشر ته په پیغام کښې په کابل کښې ترهګره حمله وغندله او ټینګار یې وکړ بزدلانه ټرورونه د افغانستان د ملت په رښتیوني ارادې باندې هیڅ اغیز نلري .

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ته په یوه (۱) پیغام کښې ټينګار وکړ ټرورونه به د افغانستان د دوست او د ورور هیواد د خلکو په رښتیوني ارادې او د پایداره ، امنیت ، پراختیا او بیا رغونې په تحقق او د خلکو د برخلیک په ټاکلو باندې هیڅ اغیز ونلري .

قالیباف په دغه پیغام کښې د کابل د ترهګرې حملې په سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې چې په روژې مبارکې میاشت کښې یې د افغانستان د مقاومت کونکی ملت ژوند تریخ کړ ډاګینه کړه زه د دغه ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو د خپلوانو او د ژوبلو  کسانو لپاره صبر او د زغم غوښتنه کوم .

په افغانستان کښې داعش  ، طالبان ،حقاني او نورې ترهګرې ډلې چې امریکا  ، سعودي عربستان ، انګلستان او نور عرب او اروپايي هیوادونه ورسره مالي او پوځي مرستې کوي په ښکاره ترهګر فعالیتونه او حملې کوي او تل بې ګناه خلک وژني .

Image Caption