آژانس د اېټمي تاسيساتو تصويرونو ته د لاسرسائۍ حق نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100670-آژانس_د_اېټمي_تاسيساتو_تصويرونو_ته_د_لاسرسائۍ_حق_نه_لري
د ايران د اسلامي شورا جرګې مشر تاکيد وکړ، د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس د روانې غبرګولي مياشتې له وړومبۍ نېټې يعنې پرون راهسې د ايران د ايټمي تاسيساتو تصويرونو ته د لاسرسائۍ حق نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2021 06:31 Asia/Kabul
  • آژانس د اېټمي تاسيساتو تصويرونو ته د لاسرسائۍ حق نه لري

د ايران د اسلامي شورا جرګې مشر تاکيد وکړ، د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس د روانې غبرګولي مياشتې له وړومبۍ نېټې يعنې پرون راهسې د ايران د ايټمي تاسيساتو تصويرونو ته د لاسرسائۍ حق نه لري.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې محمد باقر قاليباف نن د دغې جرګې په څرګنده غونډه کښې وويل: د ايران او د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس ترمېنځ د درې مياشتنۍ موافقې د مهلت ختمېدوته په پام سره به دغه اداره د ايران د ايټمي مرکزونو تصويرونو ته د لاسرسائۍ حق ونه لري.

د ايران د اسلامي شورا د  جرګې مشر تاکيد وکړ، د بنديزونو د ختمېدو لپاره د دغې جرګې سټراټيجک قانون پکار دے عملي شي، ځکه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرې تاکيد کړے دے.

ايران او آژانس موافقه کړې ده چې په ايران کښې د الحاقي پروټوکول اجرا او برجامي لاسرسائۍ دې په بشپړه توګه اودرولې شي.