جنرل اميرحاتمي:
د صهيونېسټو ورسته ونه ډېره زر غورزېدونکې ده
د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزير تاکيد وکړ، د صهيونېسټو بې جرړو ونه ورسته شوې ده او د غزې جنګ وښودله چې ونه به ډېره زر وغورزيږي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې جنرل امير حاتمي نن د دفاعي صنائعو د ادارې د زمکني جنګ د لاسته راوړنو د نندارتون د پرانېستې په مراسمو کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت نن داسې پوزيشن کښې دے چې په وروستيو پېړيو کښې بې مثاله دے.
د ايران د دفاع وزير زياته کړه، د ولسي دفاعي او ملاتړو توانميو يوځاے کېدو د ايران لپاره داسې قوت رامنځته کړے چې يو اطمينان ورکونکے قوت دے او ورباندې وياړ کوو.
جنرل حاتمي د دې په بيانولو سره چې نن د دغه قوت اثر په مختلفو برخو کښې وينوو، واضحه کړه، دښمن نن په افسوس سره وائي چې د ايران په وړاندې يې خپله برتري له لاسه ورکړې ده.
هغه تاکيد وکړ، د ايران دفاعي قوت په دقيق او صحيح منطق سره استعماليږي او د سيمې ټول هېوادونه پکار دے په خپلو کښې امنيت ولري.
جنرل حاتمي د دې په بيانولو سره چې محوري مقصد د جنګ په ټولو برخو کښې د سټراټيجکو وسلو حاصلول دي وويل: په توغنده اي برخه کښې نن يوه حقيقي توانمني لرو چې وسله وال ځواکونه په ښه ډول خپل ماموريت ترسره کولې شي او بې له شکه ايران نن د دنيا د متعارفو توغنديو يو قوت دے.
هغه همدارنګ وويل: په ډرون الوتکو کښې د نۍ د وړومبنۍ درجې د قوتونو برخه يوو او په الېکټرانک، رېډار او نرو برخو کښې هم ايران مخکښ دے.