د کرهڼې په برخه کښې د ايران او روسيې د ملګرتياو پراختيا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100908-د_کرهڼې_په_برخه_کښې_د_ايران_او_روسيې_د_ملګرتياو_پراختيا
د ايران د کرهڼې د جهاد وزير او د روسیې د کرهڼې د اکېډېمۍ مشر د کرهڼې په برخه کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو او ګډې پانګونې په په پراختيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 29, 2021 04:28 Asia/Kabul
  • د کرهڼې په برخه کښې د ايران او روسيې د ملګرتياو پراختيا

د ايران د کرهڼې د جهاد وزير او د روسیې د کرهڼې د اکېډېمۍ مشر د کرهڼې په برخه کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو او ګډې پانګونې په په پراختيا تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران د کرهڼې د جهاد وزير کاظم خاوازي پرون په ماسکو کښې د روسيې د  کرهڼې د اکېډيمۍ له مشر ولاديمير تراکناسچي سره په کتنه وويل: د ايران او روسيې ترمېنځ يو لړ تحقيقاتي او سائنسي زمينې موجودې دي او پکار دے د  دوو اړخيز ملګرتيا د پراختيا په لړ  کښې له دغه فرصته استفاده وکړې شي.

د روسيې د کرهڼې د اکېډ‌يمۍ مشر هم په دغه کتنه کښې د ايران له پوهنتونونو او روزنيزو ادارو سره د ملګرتيا د معاهدو کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، مونږ د سلګونو کلونو  لپاره د ايران او روسيې ترمېنځ په سائنسي په تېره بيا د کرهڼې په زمينو کښې د ملګرتياو د معاهدو لاسليکولو غوښتونکي يوو.

د ايران د کرهڼې د جهاد وزير د زيارت په ورځ د يو پلاوي په مشرۍ له روسيي چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره ماسکو ته لاړ.