ایران د افغانستان د صلحې له بهیره په ملاتړ ټینګار لري
د اسلامي ایران د خارجه وزارت د لویدیځې آسیا د برخې لوې مدیر د افغانستان د صلحې له بهیره په ملاتړ باندې ټینګار کړی او د تهران او کابل اړیکې یې د اعتماد وړ او تاریخي وبللې
د اسلامي ایران د خارجه وزارت د لویدیځې آسیا د برخې لوې مدیر د افغانستان د صلحې له بهیره په ملاتړ باندې ټینګار کړی او د تهران او کابل اړیکې یې د اعتماد وړ او تاریخي وبللې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغه هیواد د خارجه وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال میرویس ناب پرون په کابل کښې د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې آسیا د چارو له عمومي مدیر او مرستیال سید رسول موسوي سره کتلي او د دواړو هیوادونو د اړیکو په هکله یې خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کښې لولو چې میرویس ناب د موسوي په هرکلي سره، له هغه سره د افغانستان د وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو او د صلحې د مذاکراتو د بهیر په هکله خبرې وکړې او د صلحې په خبرواترو کښې د افغانستان د خلکو او حکومت له دریځ څخه د ایران د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه او له دغه بهیره د ملاتړ لپاره د سیمه ایزې اجماع په رامینځته کولو کښې یې د ایران هلې ځلې مهمې او ارزښتناکې وبللې.
هم داشان سید رسول موسوي هم کابل ته د خپل سفر د موخو په بیانولو سره، د ایران او افغانستان اړیکې تاریخي او د باور وړ وبللې او د صلحې د خبرواترو له بهیره یې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په دوام، په باثباته افغانستان او د تیرو دوو لسیزو د بریاؤ په خوندي کولو یې ټینګار وکړ.
دواړو لورو همداشان د ایران او افغانستان ترمینځ د ملګرتیاؤ د جامع سند د لاسلیکدو، د سرحدي او کنسولي ملګرتیا د پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا او په افغانستان کښې د صلحې په تامینولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.