ایران او افغانستان د ملګرتیا تړون لاسلیک کړ
زمونږ خبریال وايي د ایران او د افغانستان د اولمپیک د ملي کمیټیو د مشرانو ترمینځ د ملګرتیا او د تفاهم د یادښت په لاسلیک کیدا سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ورزشي ملګرتیاو پراختیا محققه شوه .
د افغانستان د اولمپیک د ملې کمیټۍ مشر حفیظ الله ولي رحمي او ورسره کسانو محمود یونس ، باورخان ، محمد هاشم کریمي نواب چې ایران ته راغلي دي د ایران د اولمپیک د کمیټۍ په ودانۍ کښې په شتون سره د ایران د اولمپیک د ملي اکیډمۍ او د ورزش د ملي میوزیم د کتنې په ترڅ کښې د ملي کمیټۍ له مشر سید رضا صالحي امیري او عمومي منشي کیکاوس سعیدي سره کتنه او خبرې وکړې .
د غونډې په پاې کښې د ایران او د افغانستان چارواکو د ملګرتیا تړون او تفاهم لیک لاسلیک کړ او دغه راز ټاکل شوي ده چې د اولمپیک د ملي کمیټۍ مشر او ورسره پلاوي د ایران د اولمپیکي فیډراسیون د مشرانو په غونډې کښې په ګډون سره له هغوې سره خبرې او د نظر تبادله وکړه .