د ایران لومړیتوب له نړۍ او ګاونډیو سره تعامل دی
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سید ابراهیم رئیسي وویل له نړۍ سره تعامل پریکنده چاره ده خو د هیواد اقتصاد باید یو(۱) تړون ته ونه ځنډیږي .
هغه بیګا په ټيلي ویژن باندې په یوه (۱) پروګرام کښې د اقتصاد او د خارجي سیاست په ډګر کښې د خپل حکومت د سیاست په هکله وویل اقتصاد نشو ځنډولی یوه (۱)ورځ د یوه () تړون د تصویب لپاره ، یوه ورځ د یوه تړون د اجرا لپاره او یوه ورځ د یوه تړون د احیا لپاره دغه سیاست سم نه دی .
ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ ایران د نړۍ له هیوادونو سره پراخې اړیکې لرلی شي او په پریکنده توګه ګاونډي هیوادونه د سیاسي ، اقتصادي او د کلتوري تعامل په لومړیتوب کښې دي .
د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې زه د خبرو اترو مخالف نه یم او په هیواد کښې د بندیزونو له اغیز څخه انکار نه کوم وویل اقتصادي ډيپلوماسۍ زما د حکومت د کاري پروګرام برخه ده او دغه د نړۍ او د سیمې له هیوادونو سره په اقتصادي تعامل کښې د ایران د موقعیت بنسټ کیدلای شي .
هغه وویل د مقاومتي اقتصاد په لارو چارو او د داخلی ظرفیتونو په فعالولو سره اقتصادي مشکلات د حل وړ دي .
هغه په دې خبرې سره چې د اساسي قانون پراساس د ولسمشر اختیارات کم نه دي ډاګینه کړه هر مشکل یوه (۱) لاره چاره لري او لاره چاره یې د ځوانانو او د وسمنو مدیرانو په لاس کښې دی .
د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو انتخابات د جون د میاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه کیږي .