په ویانا کښې د ایران ټولې غوښتنې لا نه دي پوره شوې
د اسلامي ایران د ولسمشرۍ دفتر مشر ټینګار وکړ، هر کله چې د ایران ټولې غوښتنې پوره شي هغه وخت به د برجام د احیا موافقه لاسلیک شي.
د اسلامي ایران د ولسمشرۍ دفتر مشر ټینګار وکړ، هر کله چې د ایران ټولې غوښتنې پوره شي هغه وخت به د برجام د احیا موافقه لاسلیک شي.
محمود واعظي نن د کابینې د غونډې ترڅنګ، په ویانا کښې د ایټمي موافقې د راژوندې کولو د مذاکراتو په وړاندې د امریکایانو د نویو دریځونو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: د ویانا د ایټمي مذاکراتو په دوران کښې د ایران ټولې غوښتنې لا نه دي پوره شوې.
هغه زیاته کړه: ترڅو پورې چې یوه موافقه فاینل نه شي تر هغې اجرايي کیږي هم نه او د امریکې د خارجه وزیر دریځ په هم دې اساس اعلان شوی دی.
محمود واعظي هم داشان اټکل وکړ چې د ایټمي موافقې د راژوندې کولو لپاره د ویانا د مذاکراتو نوې پړاؤ د ایران د اوسني حکومت تر ختمیدو پورې نتیجې ته ورسیږي.
یاده دې وي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ویانا د مذاکراتو له پنځم پړاؤ وروسته د واشنګټن لوظ ماتونو او د ژمنو له اجرا څخه یې ډډه کونې ته له اشارې پرته مدعي شو چې ایران او امریکا د ویانا په مذاکراتو کښې د برجامي ژمنو د متقابلې اجرا مرحلې ته نه دي رسیدلي.