سيد عباس عراقچي:
په ايټمي خبرو اترو کښې لا مهم مسائل باقي پاتې دي
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل: له څلور جمع يو ډلې سره د ايران په ايټمي خبرو اترو کښې لا ځينې بنيادي مسائل باقي پاتې دي او پکار دے په اړه يې فېصله اوشي.
د اېرنا د رپوټ له مخې سيد عباس عراقچي پرون د اسلامي شورا د جرګې د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېشن په غونډه کښې له راتلونکې هفتې څخه په ويانا کښې له 4+1 ډلې سره د ايران د ايټمي خبرو اترو د نوي پړاو شروع کېدو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه چې خبرې اترې به ښو نتائجو ته اورسي.
هغه زياته کړه، د نظر اختلاف د نويو مسائلو په اړه نه دے، په حقيقت کښې د نظر اختلاف ايټمي موافقې ته د لورو د ستنېدو په اړه د اصلي موضوعاتو په اړه دے.
د ايران او ۱+۴ يو ډلې د خبرو اترو پينځم پړاو تېره هفته د برجام د ګډ کمېشن په جوړېدو سره ختم شو.
د ايران اسلامي جمهوريت تاکيد کړےدے چې هغه وخت به خپل برجامي ژمنو ته ستنېږي چې امريکه د ايران په خلاف ټول بنديزونه په عملي توګه ختم کړي او بيا د ايران لخوا دغو بنديزونو د ختمېدو راستي آزمائنه اوشي