عراقچي:
وړومبی ګام باید امریکا پورته کړي
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال او په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن په غونډه کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر بیګا د ایران خلاف د امریکې د ټولو بندیزونو په ختمیدو ټینګار وکړ
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال او په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن په غونډه کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر بیګا د ایران خلاف د امریکې د ټولو بندیزونو په ختمیدو ټینګار وکړ
سید عباس عراقچي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو مهمو غوښتنو له پوره کیدو پرته هیڅکله موافقه ونه کړي، څرګنده کړه: امریکا باید وړومبنې ګام واخلي او ټول بندیزونه ختم کړي او ایران به د امریکې د بندیزونو د ختمیدو له آزمایلو وروسته خپلو برجامي ژمنو ته ستنیږي.
هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت یوه داسې موافقه غواړي چې په کښې یې د نظر وړ ځانګړنو او اصولو وخیال ساتل شوی وي او په دې لاره کښې نه بیړه لري او نه وخت ضایع کوي.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال او په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن په غونډه کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر هم داشان د ویانا په مذاکراتو کښې د ۴+۱ ډله هیوادونو د دریځونو په هکله وویل: طبیعتاً هیوادونه خپل دریځونه لري او هم دا وجه ده چې مذاکرات بڼه نیسي او دوام پيدا کوي او په مذاکراتو کښې د ټولو هدف، یوبل ته د دریځونو نزدې کول دي.
په عین حال کښې په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د چین دائمي استازي وانګ کان هم پرون په یوه مرکه کښې وویل چې د بندیزونو اوچتیدل د برجام په هکله د هرډول موافقې اصلي کِلي ده.
د ویلو ده چې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو د ختمیدو او ایټمي موافقې ته د دغه هیواد د احتمالي ستنیدنې په هکله د خبرواترو شپږم پړاؤ پرون په ویانا کښې پیل شوی دی.