دویم ایراني واکسن هم مجوز ترلاسه کړ
د ایران د روغتیا وزیر په هیواد کښې د جوړ شوي دویم کرونا ضده واکسن لپاره د اجازتنامې د صادریدو خبر ورکړ.
د ایران د روغتیا وزیر په هیواد کښې د جوړ شوي دویم کرونا ضده واکسن لپاره د اجازتنامې د صادریدو خبر ورکړ.
سعید نمکي پرون د پاستور په نامه ایراني کرونا ضده واکسن لپاره د بیړني استعمال د اجازې د صادریدو خبر ورکړی دی.
هغه زیاته کړه: د دغه واکسن د آزمویلو په دریمه مرحله کښې ۲۴ زره کسانو ته په کیوبا کښې او ۲۵ زره کسانو ته په ایران کښې په آزمایشي توګه لګول شوی او تر څارنې لاندې ساتل شوي دي.
هغه هم داشان وویل: د درملو او خوړو د ادارې ماهرانو دغه ایراني واکسن تایید کړی دی او داشان د ایران د جوړو کرونا ضده واکسنو شمیر دوو مختلفو شرکتونو ته زیات شو.
د (پاستو کووک) په نامه د ایران د پاستور انسټیټیوټ دغه واکسن د بیړني استعمال اجازه لري.