د ایران او د افغانستان اقتصادي راکړې ورکړې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102576-د_ایران_او_د_افغانستان_اقتصادي_راکړې_ورکړې_دوام_لري
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ټینګار وکړ د افغانستان او د ایران اقتصادي راکړې ورکړې دوام لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2021 23:53 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان اقتصادي راکړې ورکړې دوام لري

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ټینګار وکړ د افغانستان او د ایران اقتصادي راکړې ورکړې دوام لري .

د ایران د خارجه وزیر د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال رسول مهاجر زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل په افغانستان کښې وروستیو بدلونونو  له ایران سره په اقتصادي اړیکو کښې هیڅ بدلون نه دی رامینځته کړی او د سرحدونو له لارې د دواړو هیوادونو ترمینځ اقتصادي راکړې ورکړې د ترسره کیدا په حال کښې دي .

هغه وویل له افغانستان سره اقتصادي راکړې ورکړې تقریبا د خصوصي یعني پرائیویټ برخې له لارې ترسره کیږي او دغه کار هماغه راز دوام لري .

د ایران د خارجه وزیر د ډيپلوماسۍ د چارو مرستیال رسول مهاجر دې ته په اشارې سره چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په سیاسي  حوزه کښې کوشش کوي چې په افغانستان کښې ارامښت ټینګ کړي وویل له افغانستان سره د ایران اقتصادي راکړو ورکړو حتی د بایکاټونو او د ناکراریو په وخت  کښې هم کوم خلل نه دی لرلی او ستر علت یې هم په دې برخه کښې د خصوصي برخې فعالیت دی .