ايران د خپلو افغانو وروڼو ترڅنګه ټينګ ولاړ دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102726-ايران_د_خپلو_افغانو_وروڼو_ترڅنګه_ټينګ_ولاړ_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د افغانستان د مختلفو ډلو له استازيو سره له کتنې وروسته وويل: ايران تل د خپلو افغان وروڼو ترڅنګه ټينګ ولاړ دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 00:08 Asia/Kabul
  •  ايران د خپلو افغانو وروڼو ترڅنګه ټينګ ولاړ دے

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د افغانستان د مختلفو ډلو له استازيو سره له کتنې وروسته وويل: ايران تل د خپلو افغان وروڼو ترڅنګه ټينګ ولاړ دے.

د اېرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې د بين لافغاني خبرو اترو لپاره د تهران په کورباتوب د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د راتلونکي نسل لپاره د يو صلح ايز او کامياب راتلونکي د وړاندې کولو په لار کښې د مختلفو سياسي ډلو افغانانو لپاره هيڅ خنډ باقي نه پاتې کيږي.

جواد ظريف زياته کړه، نن افغان ولس له بهرني مداخلت او تسلط نه بغېر د خپل راتلونکي لپاره فېصله کولې شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په دوام کښې دا خبره څرګنده کړه چې ايران تل د سيمې د هېوادونو په ملګرتيا د افغانستان د ټولو خلقو لپاره د صلحې، ارامښت او ترقۍ په لاره کښې د افغان مشرانو د کوششونو ملاتړے دے.

د بين الافغاني خبرو اترو غونډه پرون د افغانستان د حکومتي استازيو، د دغه هېواد د لوړ رتبه سياسي شخصيتونو او د طالبان د لوړ رتبه پلاوي په ګډون سره په تهران کښې شروع شوه.