د تهران بین الافغانی غونډه بریالی وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102776-د_تهران_بین_الافغانی_غونډه_بریالی_وه
د ایران د خارجه وزارتد جنوبی اسیا د چارو مشر سید رسول موسوی په ټویټر کې په تهران کی د بین الافغانی غوندې ترسره کیدا ته په اشارې سره ولیکل دغه غونډه بریالۍ وه او د دغه بریالیتوب سند د غونډې اعلامیه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • د تهران بین الافغانی غونډه بریالی وه

د ایران د خارجه وزارتد جنوبی اسیا د چارو مشر سید رسول موسوی په ټویټر کې په تهران کی د بین الافغانی غوندې ترسره کیدا ته په اشارې سره ولیکل دغه غونډه بریالۍ وه او د دغه بریالیتوب سند د غونډې اعلامیه ده .

د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارتد جنوبی اسیا د چارو مشر سید رسول موسوی په ټویټر کې په تهران کی د بین الافغانی غوندې ترسره کیدا ته په اشارې سره  ولیکل دغه غونډه بریالۍ وه او د دغه بریالیتوب سند د غونډې اعلامیه ده .

 له دي مخکي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم  ټینګار کړی وو  تهران د بین الافغاني خبرو اترو د دوام لپاره چمتو دی .

جواد ظریف د تهران د بین الافغاني خبرو اترو د غونډې په پاې کښې په وینا کښې د افغانستان د  حکومت او د طالبانو د پلاویو په مننې سره چې په دغو خبرو کښې یې سوله او د افغانستان د خلکو سوکالۍ او راحتي د مذاکراتو لومړیتوب وګرځوه وویل په سولې کښې شجاعت په جنګ کښې له  زړورتیا ډیر مهم دی .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل د سولې لپاره باید سرشیندنه ولرو او له ډیرو غوښتنو تیر شو او د بل لوري غوښتنو ته پام وکړو په تیره بیا دغو خبرو کښې چې بل لوری نلری او دواړه لوري خپل وروڼه او هم د افغانستان د ملت لپاره د سولې او د ارامښت په لټه کښې دي .

جواد ظریف دغه راز وویل داسی ملت چې څلویښټ (۴۰)کاله کیږي په کړاو کښې دی حق لري چې د جنګ مخالف وي .

هغه ویل له دغه فرصته استفاده وکړئ او زر تر زره په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوئ او خلکو ته د پراختیا فرصت ورکړئ .

د ایران خارجه ټینګار وکړ د  ایران اسلامي جمهوریت تل چمتو دی چې په هره بڼه چې وي د افغانستان د سولې د خبرو اترو د دوام لپاره اسانتیا رامینځته کړي .