ایران او یوروایشیا د ازاد تجارت لپاره فرصتونه او زمینې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102842-ایران_او_یوروایشیا_د_ازاد_تجارت_لپاره_فرصتونه_او_زمینې
ایران او یوروایشیا اقتصادی اتحادیه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په تیره بیا د بایکاټ په شرایطو کې مناسب ظرفیتونه لری . دغو هیوادونو ته د ایران د صادراتو اندازه کابو یو میلیارډ ډالره اټکل کیږی چی دا اندازه ښی د ظرفیتونو د پراختیا لپاره فرصتونه موجود دي خو له دغو ظرفیتونو بشپړه استفاده نده شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2021 11:53 Asia/Kabul
  • ایران او یوروایشیا د ازاد تجارت لپاره فرصتونه او زمینې

ایران او یوروایشیا اقتصادی اتحادیه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په تیره بیا د بایکاټ په شرایطو کې مناسب ظرفیتونه لری . دغو هیوادونو ته د ایران د صادراتو اندازه کابو یو میلیارډ ډالره اټکل کیږی چی دا اندازه ښی د ظرفیتونو د پراختیا لپاره فرصتونه موجود دي خو له دغو ظرفیتونو بشپړه استفاده نده شوی .

په ایران کې د یوروایشیا لومړنۍ اختصاصی نندارتون د جمعې په ورځ د تهران د نړیوالو نندارتونو په ځای کې کار پیل کړ .

د دغه تخصصی نندارتون ترسره کیدا د ایران او یوروایشیا اتحادیې د غړیو هیوادونو د صادراتی ظرفیتونو د زیاتې پیژندنې او له دغې اتحادیې سره  د ازاد تجارت د اسانتیا فرصت دی .

د تجارت د پراختیا د سازمان مشر حمید زادبوم  د نوموړی نندارتون جوړیدا د یوروایشیا له اقتصادی اتحادیې سره د ازاد تجارت د خبرو اترو د اسانیتاو او د تجارتی اړیکو د سویې د لوړولو لپاره مناسب فرصت وباله .

ایران او یوروایشیا اقتصادی اتحادیه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په تیره بیا د بایکاټ په شرایطو کې مناسب ظرفیتونه لری . دغو هیوادونو ته د ایران د صادراتو اندازه کابو یو میلیارډ ډالره اټکل کیږی چی دا اندازه ښی د ظرفیتونو د پراختیا لپاره فرصتونه موجود دي خو له دغو ظرفیتونو بشپړه استفاده نده شوی .

د ایران او یوروایشیا ترمینځ د ازاد تجارت موقته موافقه درې کاله مخکې د ۸۶۲ څیزونود لیسټ په برابرولو سره لاسلیک شوه او د ۲۰۱۹ له دسمبر میاشتې اجرایی شوه . حاضر دمه هڅه کیږی چی دغه موافقه د ازاد تجارت په موافقې بدله شی .

د یوروایشیا د اقتصادی کمیشن د ستر اقتصاد او غږملونکو چارو وزیر سرګی ګلازیوف  ویلی دی چی له ایران سره ملګرتیا د یوروایشیا د کاری پروګرامونو په لومړیتوب کې ده .

له یوروایشیا اقتصادی اتحادیې سره د اسلامی ایران د تجارتی اړیکو پراختیا په اوږدمهال کی د ایران د اقتصادی مخ ته کوم فرصتونه راولی ؟

د دغې پوښتې په ځواب کې لومړې ټکې له نوموړی اتحادیې سره د ایران د تجارتی ملګرتیا نیغ په نیغه اغیز د ټیرف د کمولو له لارې د تجارت د نوی فضا پراختیا ، په دغه اتحادیه کې له موجودو ظرفیتونو استفاده او په اوږدمهل کې له دغې اتحادیې سره د ایران د سټراټجیکې ملګرتیا د زمینو برابریدا ده .

بل ټکی له دغې اتحادیې سره په یو ځای کیدا کې د ایران د هدفونو څو ډول والې دې چی یو یې د یوروایشیا په تیره بیا روسیې پراخ بازار ته د ایران رسیدا ده . دغه مسله دواړو لورو لپاره ډیر اهمیت لری ، تر دې ځایه چی د روسیې ولسمشر پوتین ویلی دی ماسکو د یورو ایشیا له اقتصادی اتحادیې سره د ایران د یو ځای کیدا غوښتونکې دې .

له یوروایشیا سره د ایران د تجارتی موافقې د ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره وهل شوی ده ، . له دې امله د اوږدمهاله تجارتی هدفونو ته د رسیدا لپاره  په ایران کې د نوی ولسمشرۍ د پړاو د پیلیدا په درشل کې هیله منونکیو نتیجو سره یو ځای دی .