ظریف د اسلوونیا د لومړي وزیري نه منونکې اقدام وغندل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي ټولنې د سیاسي چارو له مسئول جوزپ بورل سره په تماس کې د منافقینو د ترهګري ډلګې په مجازي ناسته کې د اسلوونیا د لومړي وزیري نه منونکې اقدام وغندل.
تیره ورځ د اسلوونیا لومړي وزیري د منافقینو د ترهګري ډلګۍ په مجازي ناسته کې د ځینو بې ځایه خبرو په مطرحولو سره ګډون وکړه، اسلوونیا د اروپایي ټولنې د اوسني پړاو مشري په غاړه لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اروپایې ټولنې د سیاسي چارو له مسئول سره په تماس کې د اسلوونیا د لومړي وزیري د ادعاو په غندلو سره په دې اړه د اروپایي ټولنې د دریځ د روښانه کېدو غوښتونکی شو.
د اروپایي د بهرنیو چارو مسئول جوزپ بورل د خواشینی په څرګنډولو سره ټینګار وکړ چي د اسلوونیا د لومړي وزیري ادعاوې او په ناسته کې مطرح شوي موضوعات د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د اروپایي ټولنې له دریځ څخه استازیتوب نه کوي.
هغه زیاته کړه چي د اروپایي ټولنې دریځ د مشرانو په کچه یوازې د شورا د مشر له لوري او د وزیرانو په کچه یوازې د اروپایي ټولنې د بهرني چارو د استازي له لوري څرګنډیږي او د اسلوونیا د لومړي وزیري بانز یاشا خبرې د اروپایي ټولنې په چوکاټ کې نه دي مطرح شوي.
په تهران کې د اسلوونیا سفیر هم د بهرنیو چارو د وزارت له لوري احضار شو او د اسلوونیا د دولت د توضیحاتو غوښتنه وشوه تر څو د ایران اسلامي جمهوریت هغه سره سم اړین اقدامات تر سره کړي.