د تهران او کابل چاپ ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102922-د_تهران_او_کابل_چاپ_ځینې_مطبوعات
د سپیڅلي ټاټوبي د غصب کوونکو د ماتي پړاو او د فلسطین او د قدس شریف د ازادولو وخت رارسېدلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2021 08:14 Asia/Kabul
  •  د تهران او کابل چاپ ځینې مطبوعات

د سپیڅلي ټاټوبي د غصب کوونکو د ماتي پړاو او د فلسطین او د قدس شریف د ازادولو وخت رارسېدلی دی

 

ایران

 

دتهران چاپ نورو ورځپاڼو په شان ایران ورځپاڼۍ هم د سوریې د عمار کیمپ د فلسطینیانو له ګډ پیغام د انقلاب د معظم لارښود قدرونې ته انعکاس ورکړی دی .

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د نړیوالو اړیکو مرستیال حجت الاسلام محسن قمي د فلسطین او د ایران د دوستانه اړیکو د ټولني مشر محمد الحیصی ته په یو لیک کې د رهبری د ستر مقام د قدرونو په وړاندې کولو سره ولیکل د اسرائیلو په وړاندې د سیف القدس عملیات د مقاومت د جبهې د راغونډ شوي ځواک یوه وړه بېلګه وه.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د نړیوالو اړیکو مرستیال زیاته کړه: د قدس له ټاټوبي او له الاقصی جومات څخه د فلسطیني وګړو دفاع دا ځلي د خلګو په یووالې او د مقاومت د ډلو په بې سارې هماهنګي سره وښودله چي د تیری ګر او توکم پاله صهیونیستانو د زور وینې پړاو ته رسېدلی دی. په دغه لیک کې راغلی دی: د سپیڅلي ټاټوبي د غصب کوونکو د ماتي پړاو او د فلسطین او د قدس شریف د ازادولو وخت رارسېدلی دی.

په وروستیو ورځو کې په سوریه کې میشت فلسطیني کډوالو په یو ګډ پیغام کې د قدس د نیواک ګر رژیم په وړاندې په ۱۲ ورځني جګړه کې د فلسطیني ولس د بریالیتوب په مناسبت د اسلامي انقلاب له رهبر او د ایران د ولس له ملاتړ مننه وکړه.

د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر نړۍ ته په خبرداری کی ویلی دی چی ترهه ګرۍ ښه او بده نلری .

د ایرانټ ولې  پولې په لوړه سطحه  ساتل او څارل کیږي . دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دمځکني ځوا ک قوماندان سردار محمد پاکپور ویلی دی په سرحدونو کې اوسیدونکي  د وسلوال ځواک تر څنګ  د هیواد په پولو کې د تل پاتې امنیت ډ ټینګیدا لپاره غوره رول لوبوي . سردار پاکپور  دوغارون پولې ته دسفر په وخت وویل حاضر دمه   له افغانستان سره  د ایران درستې پولې  په بشپړ امنیت کې دي  او  د ایران دپولو بل خوا ته  په تیرو څو ورځو کې  رامینځته شوو پیښو ته په پام سره  د ایران په پولو کې هیڅ ډول ستونزه نشته اومونږ ه هیڅ اندیښنه نه لرو .

اطلاعات

د پارس جنوبی د وروستی فاز د جوړولو عملیات پیل شول  او د پارس جنوبی له میدانه د ګازو د ترلاسه کولو اندازه له ۸/۱ ټریلیون میټر مکعبو واوړیده .

طالبانو د واخان ښار په نیولو سره د چین پولې ته ورسیدل . طالبانو له چین سره د واخان د ګډې سیمې ۹۵ کلومیټره سیمه نیولی ده .

ورځپاڼۍ په بل مخ په یوه لنډه شننه کې لیکلی دی چی د افغانستان د سولې د ملی مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدا... وایی د زور پر وړاندې د افغانانو ځواب څرګند دی . عبدا... عبدا... ایران ته د افغان حکومت له تللي مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه پوځی حل لاره نه لري نو اړینه ده چې ټولې هڅې د سوله ییزو لارو پر موندلو متمرکزې شي. ده زیاته کړې افغان دولت د تلپاتې او عادلانه سولې غوښتونکی دی او له اوسني بحران د وتلو لپاره یوازینۍ لار مذاکرات بولي.

هغه پر طالبانو غږکړی دی چې د وخت ضایع کولو پر ځای دې له سوله ییزو لارو د افغان کشالې پای ته رسېدو ته خپله ریښتونی اراده څرګنده کړي. ده  دغه راز ټینګار کړی دی چې افغانان هیڅکله زور ته نه دي تسلیم شوي او که چېری څوک په زور خپله اراده پر دوی تحمیلوي نو له سخت  غبرګون سره یې مخامخ کېدلی شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی هم وایی چی د طالبانو په حملو کی هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې کسان وژل کیږی .

کیهان

 ډیپلوماتیکې سرچینې وایی چی د جاپان حکومت دسید ابراهیم ریسی په  حکومت کې له تهران  سره د اړیکو په پیاوړتیا پسې دې .

ډاکټر ولایتی وایی احمد جبرییل ویلی وو زه د امام خمینی رح له اسلام سره یو ځای شوم .

په دیرالزور کې د امریکا په دو اډو دیارسو توغندویو حمله شوی ده .

ښاغلی محمد جواد ظریف ویلی دی ایران تل د بوسنیا هرزګوینیا دمظلوم ولس تر څنګ پاتي کیږي .

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې چی له اینټرنیټه یې راخلو او د محتوا مسولیت یې پرغاړه نه اخلو .

ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې پوښتنه کړې چې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني ولې په وروستيو کې د ډيورند کرښې سره دلچسپي پيدا کړې او په خپلو ويناوو کې په یو ډول نه يو ډول‌يې نوم اخلي؟

ليکوال په خوست کې د هوایي ډګر پرانیست غونډې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې ښاغلي غني په طالبانو غږ وکړ چې د ډيورند کرښې سره دې مخالفت وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ډيورند کرښې د اغزن تار د تېرېدو چاره پيل شوې او ان تر دې چې نږدې ده بشپړه شي، خو افغان جمهور رئيس يو ځل هم په دې اړه څه ونه‌ويل، ولې يې اوس دې موضوع ته پام شوی دی؟

سرمقاله لیکونکي ادعا کړې چې ښایي ولسمشر ځکه غواړي چې د ډیورند په اړه څرګندونې کوي چې د جمهوریت څوکۍ یې په خطر کې ده.

خو لیکوال وړاندیز کړی چې د ټولو ستونزو د حل لپاره او د روانې جګړې د مدیریت لپاره په‌کار ده چې بايد ټول افغان سیاسیون د یووالي لپاره کار وکړي نه د ځانځانۍ لپاره.

هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له پیله د طالبانو بریدونو زور اخیستی، ان تر دې چې افغانانو ته په‌کې پراخ زیانونه اوښتي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي که جګړه همداسې دوام وکړي افغانستان به سخت وځپل شي او د دې جګړې د درېدو لپاره څه موده مخکې ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم دا اندېښنه وښوده او پر طالبانو یې د سم‌لاسي سولې غږ وکړ، خو طالبانو نه د افغانانو غوښتنې منلي او نه هم د نړیوالې ټولنې.

ليکوال ليکي، طالبانو د اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونه چې له اقتصادي نظره مهم دي، نیولي چې د بازار نرخونه ورسره سم لوړ شوي دي.

د لیکوال په باور، د شمېرو له مخې افغانستان د کال ۲ میلیارده ډالره عاید لري چې لویه برخه‌یې د اسلام کلا بندر له ګمرکي تعرفو ترلاسه کوي، خو اوس به دا عواید د افغانستان خزانې ته رانه‌شي.

د سرمقالې ليکوال په پای کې وړانديز کړی چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د خلکو اقتصادي خراب حالت ته په کتو سره د روانې کشالې لپاره يوه د حل لاره راوباسي.

اصلاح

اصلاح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې طالبانو په تېره يوه مياشت کې د ډېرو ولسواليو ترڅنګ د هېواد يو شمېر مهم اقتصادي بندرونه هم نيولي دي.

د سرمقالې ليکوال ليکلي، طالبانو تر اوسه اسلام کلا، شېر خان او تورغونډۍ بندرونه نيولي دي چې د لیکوال په باور، که دا بندرونه بېرته ترلاسه نه‌شي په نږدې راتلونکي کې په دننه افغانستان کې روانه جګړه اقتصادي اړخ خپل کړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که طالبان په دې بندرونو خپله ولکه کلکه کړي، پرته له شکه چې دوی کولای شي ځينې نورې مهمې سيمې هم ونيسي.

لیکوال په پای کې اندېښنه څرګنده کړې که دغه بندرونه ژر تر ژره د طالبانو له لاسه ونه‌وځي، د وخت په تېرېدو سره به دوی له اقتصادي پلوه هم پياوړي شي.